هند ته د متقي سفر؛ نوی ډيلي د څه په لټه کې دی؟
۱۴۰۴ مهر ۱۷, پنجشنبه
د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي څخه د هندوستان هرکلی ښيي چې هندوستان له طالبانو سره خپل سیاست کې بدلون راوستلی هغه هم په داسې یو وخت کې چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې ترینګلی شوي دي.
که څه هم هندوستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د سه شنبې په ورځ ېې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هرکلي ته چمتووالی نیولی. هند ته د متقي سفر به یوه اوونۍ وي چې د پنجشنبې په ورځ پيل شو.
په پام کې ده چې متقي به خپل هندي سیال اس جی شنکر سره وويني چې ورسره به له تروریزم سره د مبارزې او سوداګرۍ او همدارنګه په افغانستان کې د هندوستان د بشري او پراختیایي مرستو اړوند موضوعاتو خبرې وکړي.
هندوستان ته د متقي سفر د ملګرو ملتونو سازمان د هغه اقدام په نتیجه کې ممکن شوی چې دغه سازمان پر هغه د لګیدلي سفر بندیز موقتي ضمانت وکړ. د متقي دغه سفر به نوي ډيلي ته د دې فرصت ورکړي چې د طالبانو حکومت له رسمیت پېژندلو پرته په خپل سیاسي دريځ کې بدلون راولي.
تمه ده چې متقي به په دغه سفر کې له هندوستانه وغواړي چې پرېږدي په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت له پاره د خپل یو رسمي استازی وګماري او همدارنګه په ممبي او حیدر آباد ښارونو کې د افغانستان قونسلګريو کارمندان زیات کړي.
د هند محتاطه ډيپلوماتيکه لوبه
د څه باندې څلورو کلونو په جریان کې چې طالبان پر افغانستان حاکم دي، نوي ډيلي له کابل سره خپلې ديپلوماتيکې اړیکې کمې کړي خو په افغانستان کې ېې د خپلو بشري فعالیتونو د ساتنې له پاره یوه کلکه ستراتیژيکه تګلاره تنظیم کړې ده.
هندوستان پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو شاوخوا ۱۰ میاشتې وروسته، د ۲۰۲۲م کال په جون کې خپل یو «تخینیکي ټیم» کابل ته واستاوه تر څو افغانستان ته د خپلو استولو بشري مرستو مدیریت کړي او تر څنګ وګوري چې نوی ډيلی څنګه کولی شي له افغانانو ملاتړ وکړي. طالبان له هماغه وخت راهیسې له هندوستان په نوي ډيلي کې د خپل استازې د منلو غوښتنه کوي.
په دې لړ کې د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي جي پي سینګ د تېرکال په نومبر کې له طالب استازیو سره څو کتنې درلودې چې په هغو کې یوه مهمه کتنه د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب سره وه. خو کابل سره د نوي ډيلي د تعامل تر ټولو ستر زیګنال هغه و چې کله د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ارشد ديپلومات ویکرم میسري د روان کال په سر کې کابل ته سفر وکړ او هلته ېې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل چې اوس د هند خارجه وزیر جی شنګر ورته د نوي ډيلي بلنه ورکړې ده.
د هندوستان او طالبانو ترمنځ اړيکې په داسې وخت کې ګرمې شوي چې پاکستان سره د طالبانو اړيکې برخلاف د خرابېدو په حال کې دي. اسلام آباد د طالبانو له رژيم څخه د نورو مسائیل تر څنګ په دې ناراضه دی چې په وینا يې تروریستان د افغانستان له پولې پاکستان ته اوړي او دلته حملې کوي. پاکستان حتی د خپلې همدغې ادعا پر اساس د افغانستان په خاوره کې بمبارۍ هم کړي دي.
د ترمپ د بګرام هوايي اډې غوښتنه او اختلافات
په افغانستان کې د هندوستان پخوانی سفیر، ګوتم مکوپادهیا، وايي طالبان هڅه کوي چې د هند په څېر یو لوی سیمه ایز قدرت سره په تعامل کولو خپلې ديپلوماتيکې اړیکې له پاکستان او چین څخه پراخې کړي.
مکوپادهیا وايي: «دغه اقدام تر یوه حده د اسلام آباد د هغې ادعا ننګونه ده چې د افغانستان په چارو کې خپل حضور ضروري ګڼي، ځکه چې د ولسي اړیکو په ځانګړې توګه د پښتنو په مرسته، ځان د پاکستان په پرتله دوه برابر ډېر خپلواک ښيي او خپلې امنیتي ستونزې ورسره د یو با اعتماده شریک په توګه شريکوي.»
هغه زیاتوي: «دا د یو اړونده نړېوال کریکټر په توګه د ځان د معرفي کولو له پاره یو ګام هم دی، په ځانګړې توګه چې [افغانستان ته] د امریکا متحده ایالاتو، چين او روسيې له خوا د پام اوښتو پر وخت کې.»
د هندوستان له لورې دا خبره د یادونې وړه ده چې د دغه هېواد له پاره ارزښتناکه ده تر څو پاکستان، چين او روسیه له طالبانو ملاتړ وکړي او د ترمپ د بګرام هوايي اډې له غوښتنې سره مخالفت وشي. نوي ډيلي روانه اوونۍ په یوه ګډه اعلاميه کې وویل چې بهرني پوځي استقرار د سیمې د امنیت له پاره د «نه منلو» دی.
د هند له پاره په افغانستان کې د نفوذ د ډېرولو فرصت
د افغانستان د چارو کارپوه شانتی ماريت دسوزا، په وينا د متقي سفر هم «د هند او افغانستان د ګټو يووالي ته اشاره کوي».
ديسوزا، چي د خپلواکي څېړني فورم مانترايا مشر دی، دويچه ويله ته وويل: «د طالبانو رژيم اړ دی چي د خپل تعامل او مشروعيت افق پراخ کړي، په داسي حال کي چي د نوي ډيلي اجندا دا ده چي د افغانستان له اوسنيو واکمنانو سره په تدريجي ډول خپلي اړيکي زياتي کړي، ترڅو خپل ستراتيژيک ځای بيرته ترلاسه کړي.»
هند اوس دا فرصت لري چي په کابل کي د پراختيايي هڅو په زياتولو، ظرفيت جوړولو، تخنيکي مرستو او د طبي او تعليمي موخو له پاره د ويزو ورکولو له لاري خپل حضور بيا پياوړی کړي.
هغې زياته کړه، «خو، دا به ګستاخي وي چي که ووايو چي طالبان له هند سره د انحصاري اړيکو په لټه کي دي، ځکه چي هغوی قصد لري چي يوه متوازنه بهرنۍ پاليسي وساتي، دا هغه څه دي چي متقي يې په مکرر ډول يادونه کړې ده.»
طالبان له پاکستانه د واټن نيولو هڅه کوي
د دوه اړخيزو ابعادو هاخوا، دا سفر له مهمو قدرتونو سره د هند پر اړيکو اغېز لري، په ځانګړې توګه د امريکا متحده ايالاتو، روسيې، ايران او چين چي ټول يې له طالبانو سره په مختلفو کچو خبري اتري کوي.
د نوي ډيلي د څېړنيز مرکز، آبزرور ريسرچ فاونډېشن (ORF) د ستراتيژيکو مطالعاتو د پروګرام مشر هارش پنت وويل، طالبانو دا ښوولې ده چي نه غواړي هند عصباني کړي.
پنت دويچه ويله ته وويل: «په ځينو برخو کي، هغه محتاطانه عادي کول چي موږ يې شاهدان يو، لکه تدريجي ليدني او تعاملات د هغه هوسايني احساس منعکس کوي چي اوس په هند کي د افغانستان په اړه موجود دی. هغه څه چي د دوی په بيا راتګ سره نه ليدل کيده.»
پنت له هند سره د طالبانو د اړيکو ليوالتيا ته په اشارې سره وويل: «تر اوسه پوري طالبانو دا په ډاګه کړې ده چي دوی به يو خپلواک لوبغاړی وي؛ هغوی نه غواړي چي افغانستان د پاکستان يوه برخه وګرځي. په حقيقت کي دوی د پاکستان او د هغه د پوځ د دې مفکورې پر وړاندي چي افغانستان د هند پر وړاندي د ستراتيژيک عمق په توګه وکاروي، مخالفت کړی دی.»
چين د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړيکو د ښه کولو هڅه کوي
پنت په دې باور دی چي هند به د افغانستان او طالبانو سره نه يوازي د بشري دلايلو له پاره، بلکي د ستراتيژيکي ګټو له پاره هم خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.
پنت په ۱۹۸۰ لسيزه کي د شوروي اتحاد له خوا د افغانستان د اشغال پر مهال د پاکستان له خوا د مجاهدينو ډلو ملاتړ ته په اشارې سره وويل: »دا د دې له پاره ده چي ډاډ ترلاسه سي چي د افغانستان او پاکستان اړيکي بيرته هغه حالت ته و نه ګرځي لکه په ۱۹۸۰ لسيزه کي چي وې.«
پاکستان څنګه د نوي جيوپوليتيک اړيکو په لټه کي دی؟
پاکستان دغه راز په ۱۹۹۰ لسيزه کي د طالبانو رژيم په راتګ سره هغه په رسميت وپيژاند او مرسته يې ورسره وکړه.
هغه زياته کړه: »همدارنګه د چين رول، لکه څنګه چي چين هڅه کړې ده چي افغانستان او پاکستان سره نږدې کړي، خنثی سي.«
پنت، چي د لندن په کينګز کالج کي تدريس کوي، وويل چي طالبان او هند دواړه هوډمن دي چي »د اړیکو يو ډېر پياوړی ميکانيزم رامنځته کړي«.
«دوی له څو هيوادونو سره اړيکي نيولي دي، او د هند رول ته په پام سره په ځانګړې توګه اوس چي د طالبانو اړيکي له پاکستان سره خرابي دي، هند مهم شريک دی.»