1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانی سفیر: هند دې پخپله له طالبانو سره خبرې وکړي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۸, یکشنبه

په امریکا کې د پاکستان سفیر اسد خان ویلي دي که د ډهلي حکومت فکر کوي چې ګډون یې د افغان سولې بهیر ګړندی کولی شي، نو پخپله دې له طالبانو سره خبرې وکړي.

Afghanistan Anschlag auf Krankenhaus in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

په امریکا کې د پاکستان سفیر اسد خان له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې دا د ډهلي حکومت پورې ارتباط نیسي چې هغوی په دې اړه څه نظر لري.

مخکې تر دې په افغانستان کې د سولې خبرو اترو له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هندوستان د «هندو» ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي وو چې د طالبانو او هندوستان ترمنځ ارتباط به یو ښه کار وي.

ویل کیږي چې پاکستان د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې د هند د اغیز زیاتیو مخالفت کوي. که څه هم اسد خان په خپله مرکه کې په مستقیم ډول هند ته له طالبانو سره د اړیکي ټینګولو بلنه نه ده ورکړې، خو وې ویل: «که هند فکر کوي چې له ګډون سره یې په افغانستان کې د امنیت د ثبات بهیر تقویه کیدلی شي، نو مونږ له دې نظر سره مخالفت کولی شو، خو دا پریکړه نه شو کولی چې دوی(هندوستان) باید څه وکړي او څه ونه کړي.»
پاکستان د طالبانو د پخواني مشر جایدادونه لیلام کړل
د رویټرز په حواله که پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې د هند د اغیز زیاتیدو اړوند خپل پخواني دریځ کې نرمښت راولي، نو دا به د افغانستان د سولې بهیر په ارتباط په نړیواله کچه د مخ پر زیاتیدونکي انديښنو او فشار ته یوه اشاره وي.
اسد خان وویل چې هیله لري ډیر ژر له زلمي خلیلزاد سره خبرې اترې وکړي او خلیلزاد به هم د هندي رسنیو د متنونو په څرګندونو کې د مصروفیدو پرځای د خپل وضاحت له مخې د افغان سولې بهیر پر مخ بوزي.

دا خبره مهمه ده چې یوازې یو کال مخکې نږدې وو چې د سویلي آسیا دغه دوه اټومي قدرتونه (هند او پاکستان) په یوه نوې جګړه کې ښکیل شي. د هند تر کنترول لاندې کشمیر په پلوامه سیمه کې تر یوه ترهګریز برید وروسته د هند الوتکو د پاکستان په خاوره کې بمونه وغورځول، چې په ځواب کې پاکستان د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې هوایې عملیات ترسره کړل.
عمران خان: هندي پیلوټ به د جمعې په ورځ آزاد کړو
د پاکستان د هوایي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د هند یوه جنګي الوتکه را نسکوره کړای شوه او د دغې الوتکې پيلوټ چې ژوندی د پاکستاني ځواکونو لاس ورغلی وو بیرته هند ته وسپارل شو.
د رویټرز خبري آژانس په حواله د افغان سولې په بهیر کې د پاکستان رول ډیر حساس دی. د اسلام آباد حکومت له یوې خوا کوښښ کوي چې له طالبانو سره د نږدې اړیکو په باب تورونو څخه ځان وساتي او له بلې خوا په دې بهیر کې همکاري هم وکړي.

تیره اونۍ د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د دوو خونړیو بریدونو له امله د افغانستان د سولې د خبرو اترو بهیر ته سخته ضربه ورسیدله.
دویچه ویله اردو: ش.ن/ ا.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل