د کریکټ د ودې او د لوبغالو د جوړولو په موخه په افغانستان کې د هند سفارت او د کریکټ بورډ چارواکو یو تړون لاسلیک کړ. له دې تړون سره هند دافغانستان دکریکټ په پرمختګ کې خپله ونډه لا پسې پراخه کړه.
د افغانستان کریکټ بورډ خبر ورکړی چې د افغانستان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په حضور کې، د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیه رئیس شفیق الله ستانکزي، د افغانستان اقتصاد وزیر مصطفی مستور او په کابل کې د هند لوی سفیر من پریت ووهرا تر منځ یو درې اړخیز تړون لاسلیک شو.
د کریکټ بورډ د معلوماتو له مخې په سپیدارې ماڼۍ کې د لاسلیک شوي تړون له لارې به هند د افغانستان په دریو ولایتونو بلخ، کندهار او لوګر کې د کرکټ پر پرمختګ څه دپاسه یو اعشاریه ۷ میلونه او شپیته زره ډالر لګښت کوي.
کرکټ بورډ زیاته کړې چې له دې بودیجې څخه یو میلون ډالر به په بلخ ولایت کې د لوبغالي په جوړیدو لګول کیږي، ۳۶۰ زره ډالر په کندهار کې د لوبغاړو د میلمستون جوړولو ته ځانګړي شوي او ۴ سوه زره ډالر به د لوګر د لوبغالي په جوړولو ولګول شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې هندوستان د افغانستان کریکټ بورډ ته په هند کې یو بل لوبغالی هم په اختیار کې ورکړی.
سربیره پر دې په افغانستان کې د هند سفارت د خپلې ټویټر پاڼې لارې ویلي چې هند په افغانستان کې د ۳۱،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت بیلابیلې پروژې پلي کوي.
انځوریز رپوټ زموږ له آرشیف څخه:
د مهندر سنگهـ دهوني مهمې بریاوې
مهندر سنگهـ دهوني چې پر «کېپټن کول» هم مشهور دی، د محدودو اورونو د کریکټ کپتانۍ د پریښدو اعلان څو ورځې دمخه وکړ. دلته د دغه ۳۵ کلن د ځینو مهم بریاوو یادونه کیږي.
انځور: APدهوني چې نهه کاله یې د هند د کریکټ لوبډلې مشرې کړي، د خپل هیواد له پاره ډیرې لوبې گټلي دي. خو د جنورۍ په میاشتې کې له انگلستان سره د څو لوبو په لړۍ کې به هغه د ویراټ کوهلي په کپتانۍ کې د وېکټ ساتونکي په توگه لوبه کوي.
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkarوېکټ ساتونکی او تکړه توپ وهونکی مهندر سنگهـ دهوني په اصل کې د جهاز کهنډ دی. په همدغه ځای کې د ۱۹۸۱م کال د جولای میاشتې په اوومه نېټه د رانچي په ښار کې زیږیدلی دی.
د هوني په ۲۰۰۵م کال کې د سریلانکا خلاف په لوبیدو سره د ټیسټ لوبو سفر پېل کړ. په چنئ کې ترسره شوې دغه لوبه د باران له کبله ستونزو سره مخامخ شوې وه. به دغه لوبه کې ده ۳۰ منډې کړې وې.
انځور: William West/AFP/Getty Imagesدهونې تر اوسه د هندوستان له پاره په ۹۰ ټیسټ یا څلورو ورځنیو لوبو کې برخه اخیستې ده. په دغو لوبو کې د شا او خوا ۳۸ منډو په اوسط سره هغې ټولې ۴۸۷۶ منډې کړي دي، چې پکښې شپږ سلیزي او ۳۳ پنځوسیزي شاملي دي.
انځور: picture-alliance/Dave Huntدهوني په ټیسټ لوبو کې تر اوسه د ویکټو تر شا ۲۵۶ کیچونه نیولې او ۳۸ لوبغاړې یې سټمپ اوټ کړي دي. له دې کبله هغه د هند تر ټولو کامیابه ویکټ ساتونکی شمیرل کیږي.
انځور: William West/AFP/Getty Imagesد ویکټ کیپر او توپ وهونکي په توگه هغه خپله لومړۍ لوبه په ۲۰۰۴م کال د بنگله دیش پر وړاندې تر سره کړه. په دغه لوبه کې دهوني په لومړي توپ رن اوټ یا د منډې اخیستو پر مهال سوځیدلی وو.
انځور: Getty Images/AFP/M. Kiranپه ۲۰۰۷م کال کې دهوني ته راجیو گاندهي کهیل رتن، مډال ورکړل شوی وو چې په هند کې د لوبو تر ټولو مهم انعام دی.
انځور: APدهوني تر اوسه ۲۸۳ یو ورځنۍ لوبې تر سره کړي، چې ټولې منډې یې ۹۱۱۰ دي. په دغو لوبو کې دهوني نهه سلیزي او ۶۱ نیمه سلیزي کړي دي.
انځور: Reuters/D. Siddiquiهمداشان دهوني ۷۳ شل اوریزي یا ټي ټونټي لوبي کړي دي. د ده د لوبډلمشرۍ پر مهال په ۲۰۰۷ کال کې هند د شل اووریزو نړیوال جام گټلی وو. په دغه لوبه کې هند پاکستان ته پای لوبه کې ماتې ورکړې وه.
انځور: dapdپه ۲۰۱۱م کال کې د هوني په لوبډلمشرۍ کې هند د کریکټ نړیوال جام گټلی وو. د هغه د کپتانې پر مهال د ۲۰۰۹م کال د دسمبر میاشتې څخه تر اتلسو میاشتو پورې د هند لوبډلې د ټیسټ میچونو د درجه بندیو په ترڅ کې لومړی مقام لاره.
انځور: APدهوني د ډیر عاید په تر لاسه کولو کې سچن تندولکر هم شاته پریښی دی. دی د هند تر ټولو زیات عاید لرونکی هندي لوبغاړی دی.
انځور: UNI