هند د افغانستان صادرات له کمرکي تعرفو معاف کړل
۱۳۹۲ فروردین ۱۸, یکشنبهد افغانستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی دی، چې د افغان سوداګرو تجارتي مواد به په هندوستان کې له ګمرکي تعرفو څخه معاف شي، او له همدې کبله به اوس افغان سوداګر د هندوستان مارکیټونو ته لاسرسی ولري.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انورالحق احدي، د شنبې په ورځ ( ۲۰۱۳ کال د اپریل شپږمه) په کابل کې یو ه خبري کنفرانس ته وویل: «موږ له هندوستان څخه مننه کوو. هندوستان نه یوازي زموږ له پاره یو عنعوي بازار دی، بلکې په وروستیو وختونو کې یې زموږ ګمرکي تعرفې هم معاف کړي دي.» ښاغلي احدي زیاته کړه چې د افغانستان اقتصاد پر صادراتو باندي ولاړ دی.
افغان چارواکي وايي چې د هندوستان بازار دومره پراخه ده چې که افغانستان دې هیواد ته خپل صادرات دوه برابره هم کړي، نو له کومي ستونزي سره به مخامخ نه شي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وویل چې د جنوبي اسیا هیوادونه د افغانستان د صادراتو له پاره تر ټولو ښه بازار دی. هغه وویل چې په دغو هیوادونو کې د ستندرد کچه ډیره لوړه نه ده او له همدې کبله افغانستان کولای شي هغوی ته صادرات وکړي.
په تیرو یوولسو کلونو کې هندوستان د افغانستان یو نزدې ستراتیژیک ملګری پاته شوی دی. دې هیواد همداراز له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت مرستې کړې دي.
په همدې حال کې له هندوستان څخه یو پلاوی افغانستان ته رسیدلی دی چې له افغان سوداګرو سره وویني او د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو په اړه خبري اتري وکړي.
ښاغلي احدي افغان سوداګر دې ته وهڅول چې هندوستان ته د خپلو صادراتو د ډیرولو په برخه کې لا ډیري هلي ځلي وکړي. هغه ټینګار وکړ چې که د افغان سوداګرو پر وړاندې کومه ستونزه موجوده وي، هندوستان حاضر دی چې دغه ستونزه له منځه یوسي.
افغانستان او هندوستان اوس په دې هڅه کې دي چې په خپل منځ کې تجارتي اړیکې لا پسې پیاوړي کړي. که څه هم پلان شوې وه چې هندوستان او افغانستان د «واګه» بندر له لارې له یو بل سره سوداګري وکړي، خو د پاکستان له خوا د ستونزو تر رامنځ ته کیدو وروسته اوس دغه دواړه هیوادونه د ایران د «چابهار» بندر له لاري سره سوداګریزي اړیکې ټينگوي.