1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سوداگريآسیا

هند: د بندیز سربیره اړمنو هیوادونو ته غنم صادروو

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۵, یکشنبه

هندوستان د يکشنبې په ورځ وويل چې بهر ته د غنمو پر صادراتو د بندیز سربیره، هغو هیوادونو ته به ېې د صادراتو دروازې خلاصې وي چې د لوږې له بحران سره مخ دي. هند دوه ورځې مخکې اعلان وکړ چې بهر ته ېې د غنمو صادرات بند کړي دي.

Symbolbild I Indien Weizen
انځور: Hindustan Times/IMAGO

د هندوستان د سوداګرۍ وزير، بي.وي.آر. سوبرامونیم خبريالانو ته وویل چې د هندوستان حکومت به خصوصي شرکتونه ته هم د پخوانیو ژمنو پر اساس اجازه وکړي چې تر جولای میاشت پورې نژدې ۴ اعشاريه ۳ میلیونه ټنه غنم صادر کړي.

هندوستان په تیره ميلادي میاشت اپریل کې يو میلیون ټنه غنم بهر ته صادر کړي ول. هند تر ډیره خپلو ګاونډیو هیوادونو لکه بنګله دیش، نيپال او سریلانکا ته غنم صادروي.

اسوشتيد پریس خبري آژانس له نوي ډيلي څخه ليکي چې د هندوستان حکومت له لوري د غنمو پر صادراتو د بندیز تر ټولو مهم دلیل، د هیواد دننه د غنمو بیې د لوړيدا د مخنيوي له پاره دی. د غنمو بيه په نړیواله سطحه د روان میلادي کال له پیل راهیسې څه باندې ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.

تر جګړې د مخه، روسېې او اوکراین د نړۍ د يوه دریمه برخه غنمو او اوربشو صادرات کول. خو د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د روسېې تر پوځي یرغل راوروسته د اوکراین بندرونه تړل شوي او هلته ملکي زیربناوې او د غلو دانو سیلوګانې له منځه وړل شوي دي.

په عین حال کې سږکال په هندوستان کې د تودوخې درجه د ریکارډ تر کچې اوښتې ده چې دغه وضعیت د غنمو د تولیدولو بهیر متوقف کړی دی.

سوبرامونیم وويل چې تیرکال هندوستان د غنمو ۱۰۶ میليون ټنه تولید درلود چې د هغه په پرتله سږکال په دغه تولید کې ۳ میليون ټنه کموالی رامنځ ته شوی دی. په هندوستان کې د غنمو بيه ۲۰ تر ۳۰ سلنې لوړه شوې ده. د هندوستان د سوداګرۍ وزیر زیاته کړه: «داسې ښکاري چې د بيو اوسنۍ لوړيدا یو وحشتناک عکس العمل وي، [البته] د عرضې د تقاضا د داسې یو عکس العمل په پرته چې هغه د واقعي او ناڅاپي سقوط له امله رامنځ ته کیږي.»

آ./م.ک.ص./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب