د خپلواکۍ په مناسبت مراسمو کې چین او پاکستان ته ګوتڅنډنه
۱۳۹۹ مرداد ۲۵, شنبهد هند لومړي وزیر نریندر مودي لال قلعه یا د سرې کلا په تاریخي ځای کې د خپل هیواد د خپلواکۍ په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې چين ته په رمزي الفاظو کې ګواښ وکړ. هغه وویل: «د هند پوځ څه کولی شي، دا ټولو په لداخ کې ولیدل.» مودي دا هم وویل «هر چا چې هندوستان ته په بده سترګه کتلي، هغه مو پخپله د هغه په ژبه پوه کړی دی.»
د هند لومړي وزیر په مستقیم ډول د پاکستان او چین نوم وانه خیست، خو اشاره یي هم دغو دوو عنعنوي حریفو هیوادونو سره وروستیو شخړو ته وه.
هندوستان د ۱۹۴۷م کال د اګست میاشت په ۱۵ نیټه له بریتانیې څخه خپله آزادي ترلاسه کړې وه. سږ کال په هند کې هم د خپلواکۍ ورځ د کرونا ویروس د وبا له امله په محدوده کچه ولمانځل شوه.
په پلازمېنه نوي ډهلې کې د لال قلعه په تاریخي ځای کې د دوه دوه مترو په واټن کې نږدې ۴۰۰۰ کسان د لومړي وزیر د وینا د اوریدلو له پاره ناست ول.
مودي د کال په دې تر ټولو مهمه ورځ د خپل هیواد د پوځ د لا زیات پیاوړې کولو اراده څرګنده کړه. نوموړي د هند له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع وکړه او زیاته یي کړه چې له ګاونډیو هیوادونو سره اړیکي باید د اعتماد او امنیت پر بنسټ وي.
کرونا ته ځانګړی پاملرنه
نریندر مودي د خپلې وینا پر مهال وویل چې هندي سائنسپوهان د کرونا له وبایي ناروغۍ سره د مقابلې له پاره د څو واکسینونو پر جوړولو کار کوي چې درې یي په آزمایښتي پړاو کې دي. د آزمایښت د بریالیتوب په صورت کې به په څو میاشتو کې په ډیره پراخه پيمانه د واکسین تولید پیل شي.
هند له کرونا ویروس څخه د شدیدو اغیزمنو شویو هیوادونو په کتار کې راځي. تر اوسه پورې په دغه هیواد کې تر ۲،۵ میلیونو ډیر وګري پر کرونا ویروس اخته شوي او تر ۵۰ زرو پورې انسانانو د دې وبا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هند لومړي وزیر د خپل هیواد د خپلواکۍ د ۷۴ کلیزې په مناسبت د هیواد د اقتصادي ثبات له پاره په لوړه کچه د پانګونې اعلان هم وکړ. مودي وویل چې د کرونا له بحران څخه د اغیزمن شوي اقتصاد د بیرته مستحکم کولو له پاره به حکومت د ۱،۴۶ بيليونه ډالرو پانګونه وکړي. د هغه په خبره په دې ترڅ کې به ۷۰۰۰ پروژې پیل کړای شي.