د نړۍ په تر ټولو سترې دیموکراسۍ هند کې عمومي ټاکنې چې شپږ اونۍ یې دوام وکړ د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د جون لومړۍ نېټه) پای ته ورسیدلې. د ۵۴۳ پارلماني چوکیو له پاره د ټول هیواد په کچه د رای اچونې بهیر په اوو پړاونو کې ترسره شو.
انتخاباتي کارکونکو لیري پرتو سیمو ته ځانونه رسولي ول او د رای ورکوونې د شرایطو درلودونکو کسانو د سختې ګرمۍ سربیره هم خپلې رایې وکارولې. تمه کیږي چې د ټاکنو پایلې به د سه شنبې په ورځ اعلان شي.
د دغه هیواد په مختلفو برخو کې د سختې ګرمۍ له کبله د ډیر شمیر کسانو د مړينې خبر ورکړل شوی دی. په یو شمیر سیمو کې د حرارت درجه د سانتي ګرید تر ۴۶ درجو هم لوړه وه. په یوه ورځ کې د ټاکنو د بهیر د لسګونو کارکونکو مړينه د دې موضوع جدیت په ډاګه کوي.
د شمالي ایالت اترپردیش د ټاکنو مشر نودیپ رِنوا ویلي دي چې د ټاکنو په وروستۍ ورځ په دغه ایالت کې ۳۳ انتخاباتي کارکوونکي د سختې ګرمۍ له کبله مړه شوي دي.
د هند د هوا پيژندنې ادارې ویلي دي چې تیره ورځ (شنبه) د اترپردیش ایالت په جهانسي ښار کې د حرارت درجه ۴۶،۹ ته رسیدلې وه.
د سختې ګرمۍ سربیره هم خلک د رای ورکونې په خاطر په اوږدو کتارونو کې د خپل نوبت له پاره ولاړ ولانځور: Sahiba Chawdhary/REUTERS په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په مړه شوو کسانو کې امنیتي او د صفائې برخې کارکوونکي هم شامل دي.
د ټاکنو کمیسیون افسر نودیپ رِنوا خبریالانو ته وویل: «د مړو کورنیو سره به ۱،۵ میلیونه هندي روپۍ مرسته وشي.»
ډاکتران وایي چې کله د یوه کس د بدن اوبه کمې شي، نو د شدیدې ګرمۍ له کبله یې وینه ټينگیږي او وروسته له هغې یې د بدن غړي خپل فعالیت پریږدي.
په هند کې د شدیدې ګرمۍ څپه کومه نوې خبره نه ده، خو د اقلیمي بدلونو له کبله دا وار له وخته مخې دغه څپه را رسیدلې او شدیده هم ده. د ګرمۍ دغې څپې د هند د ګاونډي هیواد پاکستان یو شمیر سیمې هم ځپلي دي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا
له ګرمۍ سره د مقابلې لارې چارې
پاکستان او هند نن سبا د ګرمۍ له يوې شديدې څپې سره لاس او ګريوان دي. د ګرمو هيوادونو وګړي داسې لارې چارې پیژني چې د بدن په سړولو کې مرسته کوي. د مثال په توګه د مرچ خوړل، تيره رنګه لباس اغوستل او داسې نور. انځور: Reuters/CNS/Chen Fei د مرچو په خوړولو سره خوله کول د نړۍ په هغو هيوادونو کې چې د تودښت درجه پکې ډېره لوړيږي، ډېر مرچ لرونکي خواړه کارول کيږي. دا کار يو دليل لري: مرچ له یوه اړخه د تیارو کړل شويو خوړو په ساتنه کې مرسته کوي. بل لوري ته مرچ د کاپسايسين په نامه مواد لري چې مغزو ته د بدن د تودښت درجې د لوړيدو پېغام رسوي او په دې توګه د خولې غدې فعاليږي. دا چې خوله بيا له پوست څخه تبخير کيږي نو دا څه د بدن د يخېدو باعث کيږي.
انځور: Karl Allgäuer/Zoonar/picture alliance د بدن يخولو په موخه د کوپړې اوبه څښل په دوديز چينايي طبابت کې خوراکي توکي د هغوی د ګرم او يخ تاثير له مخې ويشل شوي دي. هندوانه، بادرنګ او شين چای په يخو خوړو کې شميرل کيږي. د هند په دودیز طبابت کې د کوپړې يا ناريل اوبو تاثير چې په مرطوبو استوايي هېوادونو کې ډېر موندل کيږي، يخ ارزول کيږي. دا اوبه ډېر ويتامين، منرالونه او اليکتروليتونه لري.
انځور: Rehman Asad/NurPhoto/picture alliance ليمو هم د ګرمۍ ضد تاثير لري ليمو لرونکي شربت چې په هند کې «نمبو پاڼي»، په منځني ختیځ کې «ليمونانا» او په ماليزيا کې «ليماو آسام بوی» بلل کیږي، د ګرمو ورځو مشهوره نوشابه ده چې پکې د ليمو بېلا بېل ډولونه اصلي توکي دي. په ځينو سيمو کې د ځانګړي خوند په موخه پکې لږ تور مرچ، تازه نعنا او يو څه شات هم ور اچول کيږي.
انځور: F. Hecker/blickwinkel/picture alliance له بير او کافي سره بايد احتياط وشي د «worldpopulationreview.com» په حواله بير هغه مشروب دی چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر کارول کيږي. خو دا چې الکول لري نو له بدن څخه اوبه باسي او له دې کبله توصيه کېږي چې په ګرمو شپو او ورځو کې ترې بايد ډډه وشي. عين څه پر کافي يا قهوې هم صدق کوي.
انځور: Matthias Schrader/AP Photo/picture alliance څومره چې د تودوخې درجه لوړيږي، په هم هغه کچه انسانان هم سپک لباس اغوستلو ته تمايل پيدا کوي. د ګرمۍ پر وخت پراخه، اوږده لستوڼي لرونکي کالي چې له طبيعي تارونو او داسې ټوکر جوړ شوي وي چې هوا ترې تيريدلی شي، ښه انتخاب دی. لکه پنبه يي او یا د کتان ټوکران.
انځور: Bildagentur-online/Blend Images/picture alliance تور رنګه کالي هم بدن له ګرمۍ ساتلی شي په یوه څېړنه کې چې په ۱۹۸۰م کال کې په «Nature» مجله کې خپره شوې وه، په صحرا کې د تجربو په مرسته دا څيړل شوي ول چې آیا د لباس رنګ د ګرمۍ پر وخت څه رول لوبوي او که څنګه؟ د تجربو څخه ثابته شوې وه چې په رښتيا هم روښانه رنګونه رڼا ښه منعکسوي خو تور رنګه لباس بيا د بدن خپله تودوخه په شان سره جذبوي. مهمه داده چې په لباس که هغه تور او که سپين رنګه وي، تنګ يا چسپ بايد نه وي څو هوا بدن ته ورسېدلای شي.
انځور: Michael Weber/imageBROKER/picture alliance پخوا به په تېره بيا آسيايي سيالانيانو اروپا ته د سفر پر وخت چترۍ له ځان سره راوړولې. اوس اروپایان خپله هم د لمر چترۍ کاروي څو ځان په تېره بيا هغه وخت له وچې ګرمۍ وساتي کله چې لمر پر خپل اوج وي. اوس د باراني چتريو داسې ماډلونه هم راوتلي چې د لمر وړانګې منعکسوي. د ګرمۍ د سختې څپې په ورځو او شپو کې سړی بايد د ورځې د ۱۲ او ۴بجو ترمنځ له باندې وتلو څخه ډډه وکړي.
انځور: Tiziana Fabi/AFP/Getty Images په اروپا کې د برېښنا مخ پر لوړېدونکو بيو ته په کتو سره لاسي پکې له ګرمۍ سره په مقابله کې مرسته کولی شي. دغه لاسي پکي ۴۰۰۰ کاله ترمخه په مصر کې کاريدلې. دغه پکې چې ښايي سرچينه یې له جاپان او يا چين څخه اخيستي وي، اوږده موده يوازې شتمنو خلکو کارولې او د ښه مالي حيثيت سمبول ګڼل کيدلې.
انځور: Burak Akbulut/AA/picture alliance ګرمۍ ته د ماتې ورکولو يو تخنيک چې آن کانګرو او بيزوګان یې کاروي، ډېر پاک نه بريښي خو ښايي ګټه ولري. زموږ د لاسونو بندونه د نبض نقطې لري، کله چې هغه په ژبه وڅپل شي، نو د خولې لعاب لکه د خولو تاثير لري او په دې توګه د بدن پوست يخيږي. له دې څخه ثابتيږي چې په اوبو د لاسونو او همدا راز د تندي او مرې لوندول د ګرمۍ په مقابل کې ګټه لري.
انځور: Reinhold Tscherwitschke/picture alliance ونې او ځنګلونه ډېره مرسته کوي ځنګلونه لکه د لويو ايرکانديشنونو په څېر عمل کوي: ونې او بوټي نه يوازې ډېر اړين سيوری برابروي، بلکې پر دې سربيره د اوبو د تبخير پروسې پر وخت د خپلو ريښو له لارې اوبه جذبوي او د پاڼو له لارې یې بيرته خارجوي چې په دې توګه چاپيريال يخيږي. څېړنو ښوولې چې ونې لرونکې ساحې د هغو په پرتله چې ونې نه لري، دوه تر دريو ساتني ګراد درجې يخې وي.
انځور: Patrick Daxenbichler/Zoonar/picture alliance اتريشي مهندس فريدرش هندرت واسر مناسب کار کړی دی: د هغه کور چې د ويانا يو مشهور د لیدو ځای هم دی، د هغو کسانو له پاره کيدای شي يو مثال وي چې غواړي طبيعت او مهندسي سره يوځای کړي او زرغون کورونه جوړ کړي. د اقليم بدلون ته په کتو سره دا ښايي يو اوږد مهاله حل وي څو کورونه او چاپيريال يخ وساتل شي.
انځور: Dostmann/Fotostand/picture alliance