د ناسا د څېړنو په حواله سپوږمۍ په کرار کرار گرمي له لاسه ورکوي او سړيږي، چې دا د دې سبب گرځي چې د سپوږمۍ سطحه را غونډيږي، لکه د انگور يوه دانه چې په ممیز یا وڅکه بدليږي. خو نه يوازې د سپوږمۍ سطح غونجيږي، بلکې منځ یې هم له دغه پروسې سره مخامخ دی. سپوږمۍ د تېرو څو سوه ميليونو کلونو په اوږدو کې څه نه څه ۵۰ میتره «نرۍ» شوې ده.
انځور: picture-alliance/Arco Images/B. Lamm
پر سپوږمۍ د امريکا بیرغ ولې رپېد؟
د توطیو په نظريو باور لرونکي په دې آند دي چې انسان سپوږمۍ ته نه دی ختلی او دا هر څه درواغ دي او نيل آمسترونگ او بوس الدرن د ۱۹۶۹م کال د جولای پر۲۱ يوازې پر يوه دريځ قدم وهلی. هغوی دې حقيقت ته اشاره کوي چې د الدرن له خوا ښخ شوی بیرغ داسې ښکاري چې رپيږي، خو دا کار د سپوږمۍ په فضا کې ممکن نه دی. خو ناسا توضيح کوي چې الدرن چې کله د بيرغ لرگې پر څکمه ټومبه نو هغه ته یې څرخ ور کاوه.
انځور: picture-alliance/Photoshot/Neil A. Armstrong
ويلي کوونکې گرمي او يخی کوونکي ساړه
په سپوږمۍ کې د تودښت درجه ډېره لوړه ده. کله چې د لمر وړانگې د سپوږمۍ پر سطحه لگيږي نو دا تر ۱۲۷ (سېلسيس) درجې گرميږي. خو بیا د لمر د وړانگو په نه شتون کې د حرارت درجه ۱۵۳ منفي ته ټيټيږي.
انځور: picture alliance/dpa/S. Kahnert
په سپوږمۍ کې اوسيدونکی سړی
په سپوږمۍ کې د يوه سړي د اوسيدو کيسه هم همدومره زړه او په زړه پورې ده، لکه سپوږمۍ په خپله. ځيني خلک د څوارلسمې پر سپوږمۍ يوه څېره ويني چې د سپوږمۍ د رڼو او تيارو مېدانونو او غرونه څخه جوړه ده. په ډېرو کلتورونو کې په رښتيا هم په سپوږمۍ کې د يوه داسې انسان د اوسېدو کیسه موجوده ده چې يو خراب کار یې کړی دی او جزايي سپوږمۍ ته استول شوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst
له ځمکې څخه لېرې تلل
سپوږمۍ په کال کې له ځمکې څخه څلور سانتې متره لېرې کيږي. څومره چې يوه سپوږمکۍ لېرې وي، هومره موږ ته وړه ښکاري. دا به ۵۵۰ ميليونه کاله ونيسي څو دا له څمکې دومره لېرې شي، څو بيا ونه کړای شي چې لمر په بشپړه توگه پټ کړي. دا په دې معنا ده چې يو وخت به لمر هيڅ تندر نه نيسي.
انځور: Reuters/J. Ernst
لېوه یې پروا نه لري
سپوږمۍ ته د لېوه انگولا: پخوا به يو ترسناک فلم له دې صحنې پرته نه بشپږيدی. په اصل کې د لېوانو انگولا د سپوږمۍ په شکل يعني چې دا د څوارلسمې وي، هیڅ اړه نه لري، بلکې لېوان د شپې انگولا کوي او همدا هغه وخت دی چې سپوږمۍ بشپړه وي. ښايي همدا وجه وي چې پخوانيو خلکو له دې يوې اړيکي تصور کړي وي.
انځور: Imago/Anka Agency International/G. Lacz
پر سپوږمۍ قدم ايښوونکي: يوه ډېره متنوع ډله نه ده
تر اوسه ۱۲ انسانانو پر سپوږمۍ قدم وهلی دی. که څه هم چې هغوی له بېلا بېلو مسلکي برخو سره تړاو لري، خو په يو شيانو کې ډېر سره ورته دي: دوی ټول امريکايان دي، ټول سپين پوستي دي او ټول نارينه دي. دې ته بايد انتظار وباسو چې وگورو چې پر سپوږمۍ به لومړی غير امريکايی له کوم ځای څخه وي؟ ښځه به وي که نارينه او د پوست رنگ به یې کوم وي؟