1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند د پاکستان د گواښ له وجې د تيارسئ حالت اعلان کړی

۱۳۹۸ شهریور ۷, پنجشنبه

د هند په گجرات ايالت کې د استخباراتي رپوټونو د ترلاسه کيدو وروسته د تيارسئ حالت اعلان شوی دی. د هندي رسنيو په حواله د پاکستان کماندو ځواک ښايي برید وکړي او يا فرقوي زور زياتی يا نښتې پېل کړي.

Symbolbild | Indien Pakistan Freundschaft
انځور: picture-alliance/dpa/epa/H. Tyagi

د رسنيو په حواله تر دې استخباراتي معلوماتو وروسته د هند د گجرات ایالت په بندرونو کې د تیارسئ حالت اعلان  شوی دی. ويل شوي چې د «پاکستان روزل شوی کماندو ځواک» د کُچ خليج ته داخل شوی دی او ښايي هڅه به یې داوي چې په گجرات کې زور زياتي ته لمن ووهي.

د رسنيو په رپوټونو کې ويل کيږي چې دا کماندويان د اوبو لاندې حملو له پاره هم تربيه شوي دي او له دې وجې د بندرونو د چلولو ادارې «اداني پورتس» له خوا د امنيت د ټينگولو په موخه لارښوونه شوې ده.

په پلازمينه نوي ډيلي کې د چارواکو له خوا ويل شوي چې دا کماندويان ممکن د پاکستان د پوځ کارکوونکي يا د پاکستان د پوځ له خوا د تربيه شوې يوې وسله والې ډلې غړي وي چې موخه یې هند ته په داخلېدو سره د بريدونو ترسره کول وي.

دمگړۍ د پاکستان او هند ترمنځ تاوتريخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی. د هند له لوري د کشمير د لانجمنې سيمې د ځانگړي نيمه خپلواک حیثيت تر ختمولو وروسته د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې سختې خړې پړې دي. د هند له خوا کشمير په اړه تر دې پريکړې وروسته هلته تر اوسه په ډېرو سېمو کې لا گرځبندیز دی او مخابراتي سیسټم له لا فعال شوی نه دی.

BS/NZ (Reuters,dpa)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل