1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

هند:د پاکستان پر پوله پنځه کسان وژل شوي چې هیروین یې قاچاقول

۱۳۹۹ شهریور ۱, شنبه

د هند امنیتي ځواکونو ویلي چې هغه پنځه تنه یې وژلي دي، چې د پاکستان له پولې یې د هیروینو د قاچاقولو هڅه کوله. 

Indische Soldaten an der Grenze zwischen Indien und Pakistan
انځور: picture-alliance/dpa/J. Singh

د هند د سرحدي امنیتي ځواکونو (بي اس اف) ویاند کریشنا راو، ویلي چې دغه پنځه کسان د شنبې په سهار وختي هغه وخت ووژل شول چې د پنجاب ایالت د ترن تارن په سیمه کې یې سرحدي کټارو ته څیرمه پر امنیتي ځواکونو ډزې پېل کړې.

دغه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې له دغو کسانو سره یو کلاشینکوف، څلور تفنګچې، د مرمیو شاجورونه او کابو لس کیلوګرامه هیروین موندل شوي دي.

د یاد خبري آژانس په وینا د اړونده چارو پوهان په لویدیځ کې د دغو هیروینو ارزښت شا او خوا یو نیم میلیون ډالر اټکلوي.

د پنجاب ایالت له افغانستان او پاکستان څخه هند ته د مخدره توکو د قاچاق د یوه ستر مسیر په توګه انګیرل کیږي. 

هند له خپل دښمن ګاونډي هیواد پاکستان سره شا او خوا په ۳۵۰۰ کیلومتره پولې باندې امنیتي کټارې لري. خو د شخړه ایزې سیمې کشمیر په غرنۍ سیمه کې د پولې په یوه لویه برخه کټارې نه شته. هندي چارواکو دا ادعا هم کړې ده چې پاکستان، د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې پر یو شمیر کورونو ګولۍ ورولي چې ځینو ملکیتونو ته پکې زیان اوښتی دی.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل