1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: د ځمکې ښويدنې په پيښه کې لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي

۱۴۰۱ تیر ۱۰, جمعه

هندي چارواکو د جمعې په ورځ وويل چې د دغه هیواد په شمال ختيځ کې د سختو ورښتونو له امله د ځمکې ښويدنې په پېښه کې لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي او ۵۰ نور لا درکه دي. چاروکو ویلي چې د پوځ یو شمیر سرتیري او ملکیان ژغورل شوي دي.

Indien Assam Barak-Tal und Hafflong | Überschwemmungen
د آرشیف انځور - د هندوستان اسام ایالت کې د د اپریل میاشتې وروښتونه انځور: Prabhakar Mani Tewari/DW

هندي چارواکي وايي تیره شپه ېې تر يو ځنډ وروسته د لادرکه شوو کسانو د موندنې عملیات بیا پيل او د پنځو نورو مړو جسدونه ېې هم موندلي او د نورو مړو د موندلو هڅې ادامه لري. دغه کسان په داسې یوه سيمه کې چې هلته د اورګاډي د پټلۍ جوړولو يوه پروژه موجوده ده د يوې تپې د ښويدو په پيښه کې مړه شوي دي.

د اسوشیتيد پریس خبري آژانس په حواله، د هندوستان د مانيپور ایالت ايمفال ښار ته نژدې په نوني سیمه کې د پوځ او پولیسو له خوا د پاک کارۍ عملیات روان دي.

په عملیاتو کې د پوځ د طبيعي پيښو پر وړاندې د مبارزې له ۲۰۰ ډيرو سرتيرو برخه اخيستې او پولیس هم د بيلدوزونو په څير وسايلو سره د هغو افرادو د موندلو هڅې کوي چې تر خټو او ويجاړیو لاندې شوي دي.

خو يو سیمیز چارواکي، ايچ ګوايټ، وويل چې سختې اراضي د پاک کارۍ په موخه د درونو وسایطو او ماشینونو د انتقال بهیر سخت کړی. هغه د لا ډير پرسونل د استخدام غوښتنه کړې ده. ګوايټ وويل چې تر اوسه د ۱۹ کسانو مړي موندل شوي دي.

د نوموړي په خبره د وقفوي ورښتونو په پايله کې په تپه کې یو سوری رامنځ ته چې بیا تپه راوښویده او د اورګاډي د پروژې ساحه ېې لاندې کړه. د پوځ یوه چارواکي چې د پيښې ځای ته ورغلی وویل چې د پوځ ۱۳ عسکر او ۵ ملکيان ېې له خټو او ویجاړيو له منځه ژغورلي دي.