1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتهندوستان

هند سریلانکا ته په تاریخي ماتې سره د آسیا جام په خپل نامه کړ

محمد کریم صالح
۱۴۰۲ شهریور ۲۶, یکشنبه

هندوستان نن (یکشنبه د سپتبمر ۱۷مه) د آسیا جام سیاليو په پایلوبه کې سريلانکا ته په ماتې ورکولو سره د دغه جام اتل شو. سریلانکا هندوستان ته یوازې د ۵۱ منډو هدف ټاکلی وو.

د آسيا جام سیاليو کوربه پاکستان وو، خو پاکستان ته د هندوستان ټيم د نه تلو له کبله پایلوبه او ځينې نورې لوبې په سریلانکا کې ترسره شوې
د آسيا جام سیاليو کوربه پاکستان وو، خو پاکستان ته د هندوستان ټيم د نه تلو له کبله پایلوبه او ځينې نورې لوبې په سریلانکا کې ترسره شوېانځور: Ishara S. Kodikara/AFP

سريلانکا چې په سر کې ېې توپوهنه وکړه لوبغاړي ېې یو د بل پسې ژر ژر وسوځيدل او ایله ېې په ۱۶.۲ اورونو کې ۵۰ منډې جوړې او هندوستان ته یې د ۵۱ هدف ېې وټاکه. 

د هند تیز توپ اچوونکی جسپریت بومرا لومړی د سریلانکايي کوسیل پریرا ویکټه ترلاسه کړه چې له کبله یې د سریلانکا پر لوبډلې فشار ډیر شو.

تر دې وروسته د محمد سراج ښکلې توپ اچونې د سریلانکا لوبغاړي یو پله بل پسې وسوځول. سراج خپله پنځمه ویکټه د سریلانکا د کپتان داسون شاناکا ترلاسه کړه او د سیالۍ په لومړیو ۱۶ توپونو یې د یوه توپ وهونکي د چټکو پنځو ویکټو اخیستو ریکارډ هم په خپل نامه کړ. د هند محمد سراج په اوو اورونو کې د ۲۱ منډو په ورکولو سره ټولټال ۶ ویکټې ترلاسه کړې. د هند له لوري هارډیک پانډیا هم ښکلې توپ اچونه وکړه او د سریلانکا درې لوبغاړې یې له مخې لیرې کړل.

هند سریلانکا ته په تاریخي ماتې سره د آسیا جام په خپل نامه کړانځور: Farooq Naeem/AFP

هندوستان پرته له دې چې کوم لوبغاړی ېې له لاسه ورکړي په ۶/۱م اور کې هدف پوره او د آسیا جام سیاليو اتلولي ېې خپله کړه. د هندوستان لوبغاړو شبمن ګل ۲۷ منډې او ایشان کیشن ۲۳ منډې وکړې.

افغانستان د دغه جام په لوبو کې یوازې دوه سيالۍ درلودې چې دواړه ېې بايلودې.

د آسيا جام سیاليو کوربه پاکستان وو، خو پاکستان ته د هندوستان ټيم د نه تلو له کبله پایلوبه او ځينې نورې لوبې په سریلانکا کې ترسره شوې.

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب