1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هند د کشميريانو يو مشر له کورني بنده آزاد کړی

۱۴۰۲ شهریور ۳۱, جمعه

د هندوستان حکومت د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۲۲مه) د کشمير يو روحاني مشر او د بيلتون غوښتونکو بانفوذه مشر میر واعظ عمر فاروق تر څه باندې څلورو کلونو نظر بندۍ وروسته آزاد کړ.

عمر فاروق خلکو ته وویل چې پولیسو ورته د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې چارواکو ېې د خوشې کولو تصمیم نيولی دی
عمر فاروق خلکو ته وویل چې پولیسو ورته د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې چارواکو ېې د خوشې کولو تصمیم نيولی دی انځور: Mukhtar Khan/AP Photo/picture alliance

۵۰ کلن میر واعظ عمر فاروق، له یو شمېر نورو سیاسي مشرانو او په زرونو ځايي اوسيدونکو سره په ۲۰۱۹م کال کې هغه وخت ونيول شول چې د هندوستان حکومت د دغې سېمې چې اکثریت اوسيدونکي ېې مسلمانان دي، نیمه خپلواک حیثيت لغوه کړ او فدرالي حاکمیت ېې اعلان کړ.

د هندوستان حکومت هغه وخت په سیمه کې د ېوې مياشتې له پاره انترنيت قطع او وسلوال ځواکونه ځای پر ځای کړل تر څو ېې د حکومت دغه اقدام پر وړاندې د اعتراضونو مخه نيولي وي.

ډېری نيول شوي کسان وروسته وار په وار بېرته خوشې شول، خو عمر فاروق له خپل کوره چې د سرینګر جامع مسجد  ته څېرمه پروت دی، د وتلو اجازه نه لرله.

تر ۲۱۸ اوونیو وروسته د لومړي ځل له پاره د ښځو په ګډون د عمر فاروق په زرونو مقتدیان د جمعې لمانځه پر وخت په ۱۴مه پېړۍ کې د جوړ شوي مسجد د ساختمان په اطرافو کې راټول شوي ول تر څو خپل رهبر وويني. د عمر فاروق له پاره د خلکو شعارونه او خوښیو آوازونو فضا په سر اخېستې وه.

تېره اوونۍ ېوې محکمې له چارواکو د دغه بانفوذه څېرې د توقیف د ادامې په هکله د وضاحت غوښتنه وکړه. عمر فاروق خلکو ته وویل چې پولیسو ورته د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې چارواکو ېې د خوشې کولو تصمیم نيولی دی.

هغه وويل: «زما له پاره د پلار له مړېنې راهیسې په کور بندي کیدل او له ولس څخه جلا کیدل تر ټولو دردونکې دوره وه.»

د سرينګر جامع مسجد د تاریخي لحاظه د مسلمانو سیاسي بيلتون غوښتونکو او د هندوستان ضد اعتراضونو د یو مرکز په توګه پاتې شوی دی.

میر واعظ عمر فاروق وويل: «تاسو به فکر کوئ چې زموږ روحيه به ضعیفه شوي وي. نه، زموږ روحيه لوړه ده انشاالله.»

هغه زیاته کړه چې د هندوستان د صدراعظم نریندرا مودي له خوا د اساسي قانون تغییر، »د منلو وړ نه» دی. هغه د خپلو خبرو په ادامه وويل مودي «د اوکراین جګړې په هکله ويلي چې دا د جګړې وخت نه دی. هغه رېښتیا وايي. شخړې او اختلافات باېد د خبرو اترو له لارې حل شي نه د زور یا په یو اړخيزه توګه.»

میر واعظ عمر فاروق همدارنګه د هندوستان له حکومت څخه د «ګڼ شمیر سیاستوالو د آزادولو» غوښتنه وکړه. د کشمير علاقه د هندوستان او پاکستان تر منځ ويشل شوې او دواړه هېوادونه پر دغې سیمې دعوا لري چې تر اوسه ېې پر سر دوه ځله جګړې هم شوي دي.

په دغه علاقه کې وخت ناوخت پر هندي ځواکونو او یا د هندي ځواکونو له خوا پر اورپکو د عملیاتو د ترسره کېدو رپوټونه ورکول کيږي. نوی ډيلی پر پاکستان تور لګوي چې په کشمیر کې د فعالو وسلوالو اسلامپالو ملاتړ کوي، خو پاکستان ېې ردوي.

(AFP)mks/bs

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب