1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

هند؛ د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال د لسګونو کسانو وژل کېدل

حسین سیرت ژباړه: امید دیدار
۱۴۰۴ مهر ۶, یکشنبه

هندي چارواکيو ویلي، چې د تامیل سینما د یوه وتلي ستوري، ویجی ټاکنیزې غونډې پر مهال ۳۶ کسان وژل شوي. دغه سینماستوری تازه د سیاست ډګر ته راوتلی دی.

هند؛ د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال د لسګونو کسانو وژل کېدل
هند؛ د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال د لسګونو کسانو وژل کېدلانځور: Seshadri Sukumar/ZUMA/picture alliance

پارلماني استازو ویلي، چې د  هندوستان  په سویل کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال د ګڼې، ګوڼې له امله ۳۶ کسان وژل شوي او له ۵۰ ډېر ژوبل دي.

د هندي تامیل سینماستوری ویجی په وروستیو کلونو کې د سیاست ډګر ته وتلی. نوموړی د تامیل نادو ایالت په کارور ښار کې د «تامیلګا او تري کازهاګام» ګوند له پاره د یوې ټاکنیزې غونډې پر جوړولو بوخت و. ځايي رسنیو خبر ورکړی، چې وژل شویو کې شپږ ماشومان هم شامل دي.

د رپوټونو له مخې، ګڼه ګوڼه هغه وخت ډېره شوه، چې شاوخوا ۳۰ زره کسیزې ناستې د سینماستوري، ویجی وینا ته شېبې شمېرلې. د هندي خبري رسنیو د رپوټونو پر اساس، چې د دغې ستوري وینا له ټاکل شوي وخت څو ساعته وروسته شوه او له همدې امله د خلکو ناکراري زیاته شوې وه.

اړوند: هند: د مذهبي مراسمو په ګڼه ګوڼه کې تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه شوي

دا رپوټونه هم شته، چې د غونډې ځینو ګډونوالو هڅه کړې، د دغې سیاستوال د سپرلۍ پر بس برید وکړي. عیني شاهدانو ویلي، چې ډېر شمېر کسان په ګڼه ګوڼه کې بې هوښه شوي وو.

د هند په معبدونو کې روباتیک فیلان

01:19

This browser does not support the video element.

قرباني کورنیو ته د مودي او ویجی تسلیت

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په یو بیان کې ویلي: « زه له هغو کورنیو سره خواخوږي څرګندوم، چې نیږدې خپلوان یې له لاسه ورکړي. په دې سخت وخت کې هغوی ته د صبر هیله کوم.»

 هندوستان ټایمز ورځپاڼې د ویجی له قوله لیکلي: « زړه مې مات دی... زه د خپلو ګرانو خویندو او ورونو هغو کورنیو ته ژوره خواخوږي او تسلیت وړاندې کوم، چې په کارور کې یې خپل عزیزان بایللي دي.»

اړوند: هند: د يوه مندر په دروازه کې ټيل ماټيل د ۶ کسانو ژوند اخیستی

د ټامیل نادو ایالت لومړي وزیر ام. کی. سټالین د یوه متقاعد قاضي په مشرۍ د یوه کمیسیون د جوړېدو حکم ورکړی، څو دا «دردوونکې پېښه» وڅېړي. هغه دغه راز اعلان وکړ، چې قرباني کورنۍ به یو میلیون هندي روپۍ غرامت هم تر لاسه کړي.

په هند کې د خلکو دا وړ هجوم اوږده مخینه لري. په جنورۍ میاشت کې هم د «ماهاکومبه» مېله کې یوه مقدس سیند ته د ځان رسولو پر مهال ګڼې، ګوڼې  کې ۳۰ کسان تر پښو لاندې شوي وو. دغه راز، د تېر ۲۰۲۴ کال جولای کې د هند په اوتارپردېش ایالت کې د یوې مذهبي راټولېدنې پر مهال هم ۱۲۱ کسان وژل شوي وو.

هند: د ځينو مسجدونو پر سر د هندو - مسلمان شخړې

03:54

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل