1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند رسماً په کابل کې خپله نمایندگي سفارت ته لوړه کړه

حسین سیرت | ژباړونکې گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ مهر ۳۰, چهارشنبه

هند اعلان کړی دی چې په کابل کې یې خپل تخنیکي ماموریت، سفارت ته لوړ کړی دی. هند دغه پریکړه څو ورځې مخکې ډیلي ته د امیرخان متقي د سفر په ترڅ کې اعلان کړې وه.

هند اعلان کړی دی چې په کابل کې یې خپل تخنیکي ماموریت، سفارت ته لوړ کړی دی.
نوی ډیلي: د هند د بهرنیو چارو وزیرجی شنکر د طالبانو له خارجه وزیر متقي سره د ملاقات پرمهالانځور: Indian Ministry of External Affairs/Anadolu/picture alliance

د هند د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د اکتوبر ۲۱) په یوې اعلامیې کې په کابل کې د سفارت سطحې ته د خپل تخنیکي استازولۍ له لوړیدو څخه خبر ورکړ.

هند، نوي ډیلي ته د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي، د سفر په ترڅ کې اعلان کړی و چې په کابل کې خپله استازولي، سفارت ته لوړوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي: "دغه پریکړه د هند هغه هوډ څرگندوي چې له افغانستان سره په ټولو برخو کي دوه اړخیزې اړیکې ژوروي."

اړوند:هند په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیزي

په اعلامیه کې راغلي دي: "په کابل کې د هند سفارت به د افغانستان د جامع پراختیا، بشري مرستو او د ظرفیت لوړولو په نوښتونو کې، چې د افغان ټولنې له لومړیتوبونو او هیلو سره سم وي، د هند مشارکت نور هم زیات کړي."

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جی شنکر، د جمعې په ورځ په نوي ډیلي کې د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي، سره په لیدنه کتنه کې اعلان وکړ چې په کابل کې د هند سفارت پرانیستل کیږي.

هند د ۲۰۲۱م کال په اگست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، په افغانستان کې خپله قونسلگري او سفارت تړلي ول. دغه هیواد وروسته په ۲۰۲۲م کال کې په کابل کې خپلې نمایندگۍ ته یو فني ټیم استولی وو.

نوی ډیلي په داسې یوه وخت کې له دا ډول اقدام څخه خبر ورکوي چې د طالبانو اداره یې د افغانستان د حکومت په توگه په رسمیت نه ده پیژندلې. په نړیواله سطحه یوازې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی دی.

په داسې یوه وخت کې چې په نوي ډیلي کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر څخه هرکلی کیده، کابل د داسې چاودنو شاهد و، چې د طالبانو ادارې یې پړه د پاکستان پر پوځ واچوله.

دغې پیښې د طالبانو او پاکستان د امنيتي ځواکونو ترمنځ مرگوني نښتې رامنځته کړې چې بلاخره د یکشنبې په ورځ په قطر کې د مذاکراتو په نتیجه کې دواړو خواوو پر یوه اوربند توافق سره وکړ.

هند ته د امیر خان متقي سفر او د پاکستان غبرګون

03:49

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل