1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند روسي تجهیزات رانیسي

۱۳۹۹ تیر ۱۳, جمعه

په وروستیو کې د هند او چین ترمنځ د ترینګلتیا تر زیاتیدو وروسته هند غواړي له روسیې څخه ۳۳ پوځي الوتکې او توغندي رانیسي. د دغه معاملې ارزښت شا او خوا ۴،۵ میلیارده یورو ته رسیږي.

Russisches Kampfflugzeug MiG-29
انځور: picture-alliance/dpa/A. Denisov

د هند د دفاع وزارت ویلي دي چې اوسني وضعیت او د پولو د دفاع له پاره د امنیتي ځواکونو د غښتلتیا د اړتیا په پام کې نیولو سره د تجهیزاتو د رانیولو پریکړه شوې ده. زیاته شوې ده چې له روسیې څخه د ۹۰۰ میلیونه یورو په ارزښت میګ-۲۹، ډوله ۲۱ جنګي الوتکې رانیول کیږي.

د دفاع وزارت په وینا پر دې سربیره هند غواړي له روسیې څخه سوخو-۳۰، ډوله جنګي الوتکې رانیسي. همداشان هند غواړي چې ۵۹ میګ -۲۹، جنګي الوتکي چې اوس ورسره دي مجهزي شي. هند له روسیې څخه د سمندري او هوایي توغندیو د سیستمونو د رانیولو هوډ لري. اوسمهال د هند تر نمیایي زیات پوځي تجهیزات د روسیې تولیدات دي.

د هند د دفاع وزارت په خپله اعلامیه کې د همالیه غرونو په لړۍ کې د چین او هند ترمنځ وروستۍ ترینګلتیا ته په مستقیمه توګه اشاره نه ده کړې او د ترینګلتیا د راکمولو له پاره د دوامداره خبرو اترو یادونه شوې ده.

د جولای میاشتې په نیمایي کې د همالیه په شخړه ایزې سیمه کې یوه پيښه د زیاتې توجه سبب شوه. د هند د دریځ له مخې پر پوله د دواړو هیوادونو ترمنځ یو آخ او ډب رامنځ ته شوی چې په پایله کې یې۲۰ هندي عسکر وژل شوي. تر دغې پيښې وروسته دواړو هیوادونو سرحدي سیمه ته اضافي ځواکونه او پوځي تجهیزات ولیږدول. د دغي شخړه ایزې سیمې پر سر دواړو هیوادونو څو لسیزي دمخه جګړه کړې ده.

د پيکینګ له لوري نوي تورونه

په سرحدي سیمه کې تر وروستۍ شخړې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ ترینګلتیا همداسې دوام لري. په پيکینګ کې د سوداګرۍ وزارت د هند له لوري له چینیایي شرکتونو سره د تبعیض تور لګولی دی. د چین د سوداګرۍ وزارت په خبره دغه عمل د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د مقرراتو څخه سرغړونه ده او باید اصلاح شي. د سوداګرۍ وزارت ویاند ویلي دي چې چین د هندي محصولاتو او خدماتو پر وړاندې محدودیتونه نه دي لګوي. زیاته شوې ده چې په تیرو ورځو کې هند د موبایلونو پر یو شمیر چینایي اپونو بندیز ولګاوه او دلیل یې د ملي امنیت ساتل یاد کړل.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب