داسې رپوټونه دي چې د هند حکومت دغه معامله پرته د امریکا له خوښې کړې ده. تیره اونۍ د پنجشنبې په ورځ د روسیي ولسمشر ولادیمير پوتين په برازیل کې د »بریکس هیوادونو« د غونډې پر مهال د هند له لومړي وزیر نریندر مودي سره لیدلي وو.
وروسته پوتين وویل: «تر هغه ځایه چې د ایس ۴۰۰ ډوله توغندیو دفاعي سیستم د ورکړې خبره ده، هر څه د پلان سره سم روان دي. زمونږ هندي ملګرو د ژر سپارلو هیڅ کومه خبره نه ده کړې او هر څه سم روان دي.»
د امریکایي بندیزونو خطر
هند د روسیي د دفاعي توغندیو د پيرلو پریکړه تیر کال کړې وه. هند د ایس ۴۰۰ ډوله نوي دفاعي سیستم د خریدارۍ له پاره باید روسیي ته ۵ میلیارده ډالره ورکړي.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ پر دې معاملې سخت غبرګون ښکاره کړې وو. امریکا هند ته خبردارۍ ورکړ چې د روسیي د دفاعي سیستم د خریدارۍ په صورت کې کیدای شي دغه هیواد د امریکا له بندیزونو سره مخامخ شي. خو د هند دریځ دا وو چې د خپل هیواد د دفاعي سیستم د پياوړې کولو په ځانګړي توګه د چين له لوري د احتمالي خطرونو سره د مقابلې په خاطر به، په هر صورت دغه سیستم پيري.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر هم په سپتمر میاشت کې په واشنګټن کې له خپل روسي سیال سره د ملاقات پر مهال د هند د دې پریکړې څخه دفاع کړې وه.
کله انسان په وسلو جوړولو پیل وکړ؛ په دې اړه انځوریز رپوټ زمونږ له آرشیف څخه:
له وسلو جوړولو سره د انسانانو جنون له کله پيل شو؟
انسانانو له کله راهیسې جګړه پيل کړه؟ ايا جګړه د انسان د طبیعت یوه برخه ده، ځکه ناچاره دې؟ د وین په نندارتون کې د لرغونو آثارو مهمو بیلګو د دغو ابدي پوښتنو ځواب ته لار پرانیستې ده.
انځور: NHM/K. Kracherد وين موزیم تاريخی برخې مدر انتون کرن، چې د وسلو جوړولو تکاملي سیر نندارتون يې جوړ کړی دی وايې: «په نظر کې داسې ښکاري چې د خلکو حماقت بې کچې دی. دغه کار د لا ښو وسلو جوړولو له پاره د ډبرو له عصر څخه تر نن ورځي پورې ثابتيږي.» په دې انځور کي د توري بدليدلو سير ښکاري، چې د ډبرو ويشتلو له وړاندې تاريخ څخه تر آرتور شاه افسانوي توري پورې په بر کې نیسي.
انځور: NHM/K. Kracherد نوو تیګو په عصر کې ورځني توکي لکه د تیګو تبرګی په شخړو کې د وسلې کارولو په توګه واوښتل.(په عکس کې د هغه توکو ټولګه، چې تر ميلاد پنځه زره درې سوه کاله پخوا پوري اړه لري. دغه په اتریش او چک جمهوریت کې موندل شوي دي.) داسي ګومان کیږي چې دغه ډبريني وسلې به تر ټولو زړې وي، چې انسان د دفاع او بريد له پاره ترې کار اخيست.
انځور: NHM/A. Schumacherدغه کوپړۍ د يوه شل او ديرشو کلونو تر منځ سړي ده چي د کوپړۍ په مخنۍ برخه کې سوری سوې ده، کیدای شي د لرګي نيزي لګیدلو له کبله وي. دغه کوپړۍ د اروپا تر ټولو لرغوني میدان، د آلمان په شمال کې د لونزه رود پر غاړه میندل شوي او تاریخ يې له میلاد څخه درې زره ۲۰۰ کاله پخوا ته رسیږی. وروستۍ څيړنه ښيې چې په دغه جګړه کې چې د برنجو په دوره کې پيښ شوي، په زرونو وسله وال ول، چې په وسلو او د تيګو په غشو مسلح ول.
انځور: NHM/A. Schumacherد کيندني دغه کار د مریان اثر، چې د ساکسون په سمیه کې په ۱۶۳۲ کې د لوتزن جګړې په مخامخ جبهه کې۴۰۰ کاله پخوا د اورنیو وسلو څخه کار اخیستل ښيي. د سويدن پاچا ګوستاو ادولف له هغه کسانو څخه وو، چې په دغه جګړه کې ووژل شو. که څه هم د هغه پروتستان پلویان په پای کي بریالی شول. دغه مذهبي جګړه کې هغه سیمه چې اوس په آلمان پورې اړه لري تر اته میليونو کسان پکښې ووژل شول.
انځور: NHM/K. Kracherپه دغه موزیم کې دوه زره ۷۰۰ لومړنيو ټوپکونو د سوزیدلو فشنګونو سرونه نندارې ته وړاندي شوي. دغه ګولۍ د لوتزن جګړې سره تړاو لري. تر ټولو ستره دیرش کلنه جګړه وه چې تر ۲۲ زره کسان په کې وژل شوي دي. ډير له دوی څخه پر سر د ګولۍ لږيدلو او يا د کوپړۍ چاودلو له کبله وژل شوي. جنګيالو به ډير کله د دښمن سر هدف ګرزواوه. له همدې کبله د پرتلنې له مخې بدنې ټپونه کم لیدل شوي.
انځور: NHM/K. Kracherد لوتزن جګړې په سیمه کې انسانانو د اجسادو بقایاوی، د نوم ورکو سربازانو ياد تازه کوي، چې پرته له هر ډول مراسمو ډله ايز قبر ته اچول شوي ول. په عکس کې په کال ۲۰۱۱ کې ۴۷ تنه سربازان وموندل شول او په نویو تخنیکونو سره تر څيړنې لاندې ونیول شول. چې وکولی شی، ډير جزيات د قرباني شوي کسانو د ژوند په اړه پيدا کړي. د دغه نارينه نیمای يې د ۱۵ او ۵۰ کلونو تر منځ ول، د ګولۍ لږيدلو له امله وژل شوي وو.
انځور: NHM/K. Kracher جی شنکر په هغه وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو سره تر ملاقات وروسته خبریالانو ته ویلي وو: «مونږ نه غواړو چې یو هیواد دې مونږ ته ووایي چې له روسیي څخه کوم شی واخلو او کوم نه، دقیق همداسې زمونږ دا هم نه خوښيږي چې کوم بل هیواد مونږ ته ووایي چې له امریکا څخه څه وپيرو.»
ولسمشر پوتین، د هند دوست
په سپټمبر میاشت کې د هند لومړي وزیر نریندر مودي د روسیي په کلنۍ اقتصادي سرمشریزه کې ګډون وکړ او پوتين یي د هند نږدې دوست وباله. د غونډې پر مهال دواړو هیوادونو پر دفاعي سکتور سربیره، یو شمیر نورو برخو کې د ګډو پروژو د پیلولو اعلان کړی وو.
د روسیي او هند ترمنځ تیر کال هم د دفاعي سکتور ترڅنګ په نورو برخو کې د ۱۱ میلیارده ډالرو په ارزښت تجارتي معاملات شوي وو.
هند په نړيواله کچه د روسیي د وسلو تر ټولو لوی پیرودونکی پاتې شوی دی. په ۲۰۱۵م کال کې د مودي حکومت د «میک اِن انډیا» پروژۍ په اساس له روسیي سره په ګډه په هند کې د وسلو جوړولو په اړه تړونونه کړي وو، خو تر اوسه پورې دا پلان په بشپړ ډول نه دی عملي شوی.
آژانسونه/ش.ن/ب.ص