1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: ستره محکمه د کشمیر د خودمختارۍ اخیستل څیړي

۱۳۹۸ شهریور ۸, جمعه

د هندوستان ستره محکمه غواړي دا وڅیړي چي ایا د کشمیر د خودمختارۍ اخیستل ددغه هیواد د اساسي قانون مطابق ؤ. ډیر سیاستوال او فعالین د حکومت ددغه اقدام پرضد عارض سوي ول

Indien Oberster Gerichtshof in Neu-Delhi
انځور: Imago/Hindustan Times/S. Mehta

دغه خبر ستري محکمې تیره چهارشنبه ورځ اعلان او ویې ویل چي دغه موضوع به په راتلونکې اکتوبر میاشت کي وڅيړي. محکمې همدارانگه د ډیلي له حکومت څخه غوښتي دي چي په کشمیر کي د مخابراتي او ژورنالیستيکي کارونو د محدودیت په باب معلومات ارائه کړي.

د هندوستان حکومت د همدې اگست میاشتي په سر کي د جمو او کشمیر ایالت  خودمختاري له منځه یووړه. مگر خودمختارۍ د همالیا دغي سیمي ته د خپل یوه اساسي قانون او ډیرو سیاسي حقوقو ضمانت ورکاوه. ددې له پاره چي د خودمختارۍ د له منځه وړلو پرضد د احتجاجونو مخنیوی وسي، په لسونو زرو هندي عسکرو هلته د خلگو پر تگ راتگ باندي محدودیت وضع کړی دی. انترنیتي او تلیفوني ارتباطات هم له هغه راهیسي ډیر محدود سوي دي.

انځور: Reuters/M. Raza

په نوو مقرراتو او د خودمختارۍ په له منځه وړلو سره نوئ ډیلئ غواړي دغه د اکثریت میشته مسلمانو سیمه په اکثریت میشته هندو مذهبه هندوستان کي مدغم کړي. خو د هندوستان دغه اقدام د همسایه هیواد پاکستان سره یو نوی بحران رامنځته کړ، کوم چي هم دغه سیمه د خپل ځان بولي.

دغه دواړه اټومي قدرتونه له هغه راهیسي، چي د انگلستان څخه یې ازادي اخیستې او دواړه سره جلأ سوي، پر کشمیر باندي د۷۰ کلنو راهیسي دعوه او اختلافات لري او څو واري یې د هغه پر سر جنگونه سره کړي دي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 08.05.2017)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب