1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند سپوږمۍ ته د رسېدو له پاره فضايي بیړۍ ليږدولې

۱۳۹۸ تیر ۳۱, دوشنبه

هند سپوږمۍ ته د رسیدو په موخه د خپل دويم فضايي ماموريت په ترڅ کې يوه بیړۍ فضا ته استولې ده. د «چندريان دوه» په نوم يوه ۴۴ ميتره لوړې بیړۍ خپل ماموريت پېل کړ. دا ماموريت يوه اوونۍ د «تخنيکي ستونزو» له کبله ځنډول شوی وو.

Indien Mondmission
انځور: Reuters/R. De Chowdhuri

هند دا توغندی د هېواد په جنوب کې د «شري هاري کوتا» له فضايي مرکز څخه توغولی دی. د «چندريان دوه» په ماموريت کې يو داسې روبوټي موتر هم شامل دی چې د سپوږمۍ د سطحې د پلټولو ترڅنگ به هلته د اوبو لټه هم وکړي.

د هند د فضايي څېړنو د موسسې له خوا ويل شوي چې «چندريان دوه» به د سبتمبر پر اومه نيټه د سپوږمۍ پر جنوبي قطب کښته شي. انسانان تر اوسه د سپوږمۍ د جنوبي قطب په اړه ډېر معلومات نه لري.

هند فضا ته دا ماموريت يوه اوونۍ تر مخه په نظر کې نیولې وو خو «تخنيکي ستونزې» لامل شوې چې تر پرواز يو ساعت مخکې دغه پروگرام وځنډول شي.

هند پر دې ماموريت ۱۴۲ ميليونه ډالر مصرف کړي دي او که چېرې دا بیړۍ پر سپوږمکۍ په کښته کېدو بريالې شي نو دا به د خپل ډول تر ټولو ارزان بيه ماموريت وي.

څو مياشتې مخکې اسرائيلو هم دغه دول يوه هڅه کړې وه خو فضايي بیړۍ یې پر سپوږمې تر کښته کېدو لږ د مخه له ستونزو سره مخ شوه.

هند په دې بیړۍ کې کوم فضا نورد نه دی استولی. دغه هېواد سپوږمۍ ته خپل لومړی ماموريت په ۲۰۰۸ م کال کې په لاره اچولی وو چې د سپوږمۍ پر کچه یې د اوبو د شتون خبره کړې وه. هند په پام کې لري چې په ۲۰۲۲م کال کې سپوږمۍ ته يوه داسې فضايي بيړۍ واستوي چې انسانان هم پکښې سپاره وي. 

(bs/ms (afp, reuters,dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب