د «تانيشق» په نوم د ګېڼې نامتو برانډ د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر ۱۴مه) خپل يو ويډيويي اعلان ليري کړ. دغه اعلان د «ايکتاوم» يا اتحاد په نوم کامپاين په ترڅ کي خپور سوی وو. دا له هغه وروسته چي د دغه اعلان په وړاندي سخت ولسي غبرګونونه راوپارېدل. تانيشق د «ټاټا» په نوم لوی هندي شرکت ملکيت دی او په دغه هيواد کي په تر ټولو زياتو ګيڼه خرڅوونکو شرکتونو کي شميرل کيږي.
په دغه ويډيويي اعلان کي ښودل کيږي چي يوه هندو مېرمنه په يوه مسلمانه کورنۍ کي واده سوې وي او د هغې د لومړي ماشوم د لمبولو مراسم ادا کوي.
تانيشق د ياد اعلان د ليري کولو په استدلال په خپله اعلاميه کي ويلي دي چي د ويډيو د ليري کولو اقدام يې د «خپلو همکارانو، شريکانو او د دکانونو د عملې د مجروح سوو احساساتو او سلامتي »په پام کي نيولو سره کړی دی.
خو تانيشق دا نه ده روښانه کړې چي ايا کارګرو ته يې ګواښونه سوي او ايا له دې کبله يې دغه اعلان ليري کړی که څنګه.
د ياد ويډيويي اعلان تر چلېدلو وروسته په زياته په خواله رسنيو کي پر تانيشق سخت انتقادونه وسول. د سوشل ميديا کاروونکو پر دغه شرکت تور ولګاوه چي له بيلو اديانو سره تړاو لرونکو انسانانو تر منځ و ودونو ته کامپاين کوي.
د اعلان له کبله د تانيشق مصنوعاتو پر ضد په خواله رسنيو کي کامپاينونه هم پېل سول. په دې ترڅ کي په ټويټر کي د #BoycottTanishq يا له تانيشق سره پرېکون هيشټېګ ډېر وچلېد. په دې ترڅ کي پر تانيشق شرکت تورونه ولګول سول چي ګواګي و (love jihad) يا د مسلمان نارينه وو له خوا د ميني او واده تر نوم لاندي و اسلام ته د هندو مېرمنو رااړولو له پاره کمپاين کوي.
بعضي د خواله رسنيو کاروونکو پر تانيشق حتی دا تورونه ولګول چي ګواکي صرف «د مسلمانې ګېڼې» له پاره کامپاين کوي. د هند د حاکم ګوند بهارتيا جنتا پارټي سياستوا کهمچند شرما ويلي چي په ياد اعلان کي دا کار د يو وياړ په توګه ښودل سوی چي هندو مېرمنه و يوې مسلماني کورنۍ ته واده سي.
شرما په خپل يو ټويټ کي ليکلي دي: «تاسو ولي نه ښيي چي يوه مسلمانه مږور و يوې هندو کورنۍ ته واده سوې وي؟ داسي معلوميږي لکه تاسو چي د #LoveJihad له پاره مبارزه کوئ او يو ځانګړي عقيدې ته ترجيح ورکوی.»
د شاشي تارړ په نوم يو کس په يو ټويټ کي ليکلي چي هغه کسان چي د «ايکتاوم» يا د مسلمانانو او د هندوانو د اتحاد مخالف دي او ورسره پرېکون کوي، هغوی دي «د هندو او مسلمانانو د تر ټولو لوی سمبول هند سره ولي پرېکون نه اعلانوي.»
د سه شنبې په ورځ د تانيشق تجارتي برانډ د ونډو لرونکي کمپنۍ د ونډو بييې د هند د اسارو په بازار کي د ورځي تر پايه ۲،۵ فيصده راولوېدې.
تانيشق د دغه اعلان د ليري کولو په استدلال کي له «بيلابيلو او سختو غبرګونونو» او په غير ارادي توګه د «احساساتو د ګډوډولو» څخه يادونه کړې ده.
خو د هند د حزب اختلاف د لوی ګوند کانګريس يو شمير مشرانو پر تانيشق د عناد تور لګولی دی او د ټاټا تجارتي ډلې پر پخواني رئيس راتن ټاټا يې ږغ کړی دی چي پر دغه موضوع خپل دريځ ونيسي.
د ټاټا شرکت ملکيت يو شمېر تجارتي براندونو ترمخه هم يو شمير ټولنيزو موضوعاتو فلمونه خپاره کړي دي چي پکښي د همجنسبازانو د حقونو موضوعات هم شامل ول. ياد فلمونه هم د سختو غبرګونونو سره مخامخ سوي ول. خو دغه فلمونه بېرته نه ول ليري کړل سوي.
د ياد اعلان ليري کېدنه په داسي وخت کي تر سره کيږي چي هند له ديني لږکيو سره د چلن او د بشري حقونو د نقض د تورنو په تناظر کي د رسنيو د سرليکونو برخه ګرځېدلې ده.
کله چي د روان ميلادي کال په مارچ مياشت کي د کرونا پاندمي خپره سوه نو په هند کي پر مسلمانانو تور ولګول سو چي د ويروس «ستر خپرونکي» دي. دا له هغه وروسته چي د تبليغي ډلې يو شمير غړي په کرونا مبتلا سول.
تېره میاشت د بشري حقونو نړيوال سازمان «امنيستي انټرنېشنل» وويل چي په هند هيواد کي يې خپل فعاليتونه متوقف کړي دي او د لومړي وزير نريندر مودي د حکومت لخوا له «دوامداره سخت چلن/کرېک ډاون» او «ازار» څخه يې خبره کړې وه.
ا.م./ا.ا./ن.ز.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (01.05.2017):
فلمي ستوري رتیک روشن او سوزین خان په ۲۰۰۰م کال کې واده وکړ، خو په ۲۰۱۴م کال کې یې له یو بل څخه د بیلیدو پریکړه وکړه. سوزین خان د هنرمند سنجی خان لور ده. په دغه انځور کې رتیک روشن له هنرمندې پوجا هیج، سره لیدل کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/P. Paranjpe
د سلمان خان کورنۍ
سلمان خان که څه هم لا واده نه دی کړی، خو په کورنۍ کې یې ځینې داسې کسان شته چې د بیلابیلو مذهبونو له خلکو سره یې ودونه کړي دي. د سلمان خان د مور نوم لومړی سشیلا چرک وو، خو د سلمان خان د پلاره سلیم خان سره تر واده کولو وروسته یې نوم سلمی خان ته واوښت. سلیم خان له پارسي هنرمندې هیلن سره هم واده کړی وو. د سلمان خان ورونو ارباز او سهیل خان هم له هندو مذهب سره تړاو درلودونکو نجونو سره ودونه کړي دي.
انځور: Getty Images/AFP/STR
سیف علي خان - امرتا سنگھ - کرینه کپور
د سیف علي خان او امرتا سنگهـ واده کابو ۱۳ کاله دوام وکړ. په ۲۰۰۴م کال کې له یو بل څخه بیل شول. تر هغې وروسته سیف علي خان په ۲۰۱۲م کال کې له کرینه کپور سره واده وکړ.
انځور: dapd
عمران هاشمي - پروین ساہني
د بالیووډ یوه بل مشهور فلمي لوبغاړي عمران هاشمي په ۲۰۰۶م کال کې له پروین ساهني سره واده وکړ. دغه انځور د «ډرټي پکچر» د مشهورتیا له پاره وو چې د عمران هاشمي تر څنگ هنرمنده ودیا بالن، لیدل کیږي.
دغه انځور د «مغل اعظم» د فلم دی چې پکښې دلیپ کمار د مسلمانې فلمي هنرمندې مدهو بالا سره لیدل کیږي. مدهو بالا واده له سندرغاړي او فلمي هنرمند کشور کمار سره کړی وو. د مدهو بالا لومړنی نوم ممتا جهان دهلوي وو او هغه د هندي سینما له ښایسته هنرمندانو څخه شمیرل کیده. مدهوبالا په مغل اعظم فلم کې د انار کلي، نه هیریدونکی نقش لوبولی وو.
د یوې پارسۍ مور او مسلمان پلار لور فرح خان لومړی د نڅا له فن سره تړاو درلوده او بیا وروسته د فلم د جوړونکي په توگه راڅرگنده شوه. هغې په ۲۰۰۴م کال کې «مې هو نا» د فلم له ایډیټر شریش کندر سره واده وکړ.