د اوتراپردیش د ایالت ۸۰ فيصده اوسیدونکي هندواڼ دي او ۱۹ فيصده یې مسلمانان دي. دغه ایالت د هندوستان د نورو ایالتونو په نسبت تر ټولو ډیر مسلمانان لري.
د اپوزیسون مشر «راهول گاندي» د خپل کانگرس حزب او متحدینو ماته ومنله او صدراعظم نارندرا مودي ته یې په دغه ایالت کي د بریالیتوب له کبله مبارکي وویله. د «اوتاراکنډ» په ایالت کي هم (BJP) انتخابات گټلي دي.
کانگرس وکولای سول، یوازي په پنجاب ایالت کي خپل قدرت وساتي او انتخابات وگټي. په گووا اومانیپور ایالتونو کي لا د انتخاباتو وضعیت ندی معلوم. د فبرورۍ او مارچ میاشتو راهیسي په پنځو ایالتونو کي په څو مرحلو کي پارلماني انتخابات تر سره سول.
دغه انتخاباتو ته په ۲۰۱۹ م کال کي د اوسني حاکم حکومتي گوند د بیرته انتخابیدو د یوې مهمي ازمویني په سترگه کتل کیږي. مودي او دهغه د (BJP) حزب په ۲۰۱۴ م کال کي په ډيري لويی کامیابۍ سره د هندوستان پارلماني انتخابات گټلي ول. تر هغه وروسته د هندوستان د کلونو راهیسي حاکم کانگرس حزب په اکثرو ایالتونو کي په ښکاره ډول سره ډیري رايي بایلولې.
د مودي لخوا د قدرت تر اخیستلو وروسته د مذهبي اقلیتونو پرضد د تندلارو هندواڼو تعصب او تشدد په ښکاره ډول سره زیات سوی دی. (BJP) د تندلاري نشلسټي غورځنگ «هندوتوا» سیاسي اړخ دی. د هغوی هدف د هندو ارزښتونو پراساس یو هندوستان دی. پدې ډول سره هغوی د هندوستان د ازادۍ اتل «مهاتما گاندي» د سیکولر دولت پرنسیپونو خلاف، تندلاري تگلاري استازیتوب کوي. گاندي د هندوستان لپاره ځکه دغه حل ښه باله، چي دهندواڼو او نور مذهبونو د شخړو مخنیوی سوي وي، په خاص ډول د مسلمانانو سره.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.03.2017):
تر ټولو لوی د مسلمانانو ټاټوبی به وګرځي کوم هيواد؟
تر ۲۰۵۰ پوري به دغه هيواد د نړۍ تر ټولو لوی د مسلمانانو نفوس لرونکی هيواد وګرځي. د امريکايي مرکز (PEW) د يوې څېړنې له مخي به په دغه هيواد کي د مسلمانانو شمېر ۳۱۱ مليونو ته ورسيږي. په هکله يې انځوريز راپور دلته وګورئ:
انځور: AFP/Getty Images/W. Kohsar
زيات مسلمان نفوس لرونکي هيوادونه
دمګړی اندونيزيا تقريبا ۲۰۴ مليونه، پاکستان ۱۷۸ مليونه، هند ۱۷۲ مليونه، بنګله دېش ۱۴۵ مليونه او نايجيريا ۷۵ مليونه، ايران ۷۴ مليونه، ترکيه ۷۴ مليونه، مصر ۷۳ مليونه، الجزاير ۳۴ مليونه، مراکش ۳۲ مليونه، عراق ۳۱ مليونه، سودان ۳۰ مليونه، سعودي ۳۰ مليونه او افغانستان ۲۹ مليونه مسلمانان لري. [ ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkar
په مستقبل کي تر ټولو زيات
دمګړی د تر ټولو زياتو مسلمانانو ټاټوبی د اندونيزيا هيواد دی. خو د امريکايي فکر خونې (PEW) د يوې څېړني پايلي ښيي چي تر ۲۰۵۰ کال پوري به د هندي مسلمان وګړو شمېر ۳۱۱ مليونو انسانانو ته جګ سي. هغه وخت به د هند مسلمانان د نړۍ د ټولو مسلمانانو ۱۱ فيصده او په دې توګه په يو هيواد کي تر ټولو زياته برخه وي. تر ۲۰۵۰ پوري به په هند کي د هندوانو شمېر ۱۳۰۰ مليونو ته جګ سي.
انځور: Fotolia/Tjui Tjioe
د نفوس زياتېدنه
په هند کي د ماشومانو د زېږېدنې د لوړي شرحي له کبله په دغه هيواد کي د ځوانانو او منځني عمر لرونکو فيصدي زياته ده. د هند د مسلمانانو له نفوس څخه ميديان (رياضي) عمر ۲۲ کاله دی. حال دا چي د هندوانو ۲۶ او د هندي عيسويانو ميديان عمر ۲۸ کاله دی.
انځور: picture-alliance/ANP/R. Vos
اوسط اولادونه
په هند کي هره مسلمانه ښځه اوسط ۳،۲ ماشومان زېږوي، حال دا چي هندو مېرمني اوسط ۲،۵ ماشومان راوړي. د هند په مسيحي ښځو کي هره مېرمنه اوسط ۲،۳ ماشومان زېږوي.
انځور: AP
د نفوس برخه
په هند کي د مسلمانانو په نفوس کي په دوامداره توګه اضافه سوې ده. په ۲۰۱۰ کال په هند کي د مسلمانانو نفوس د ټول هيواد ۱۴،۴ فيصده ؤ. خو اټکل کيږي چي په هند کي به تر ۲۰۵۰ پوري د مسلمانانو د نفوس فيصدي و ۱۸،۴ فيصدو ته جګه سي. خو د هغه باوجوده به په دغه هيواد کي د هرو څلورو وګړو څخه ۳ هندوان وي.
انځور: Sajjad Hussain/AFP/Getty Images
مسيحيان
د (PEW) د څېړني له مخي به په هند کي تر ۲۰۵۰ کال پوري د مسيحيانو فيصدي کمه سي. په داسي حال کي چي دمګړی د هند د نفوس ۲،۵ فيصده مسيحيان دي، تر ۲۰۵۰ پوري به دغه فيصدي و ۲،۳ ته راټيټه سي.
انځور: P. Bronstein/Getty Images
د هندوانو شمېر
د يادي څېړني له مخي اټکل سوی چي تر ۲۰۵۰ کال پوري به په هند کي د هندوانو شمېر دومره زيات سي، چي که د هند، پاکستان، اندونيزيا، نايجيريا او بنګله دېش ټول مسلمان نفوس سره يوځای کړل سي، نو بيا به هم د هندي هندوانو شمېر باندي زيات وي.
انځور: Getty Images/AFP/STR
په لوړه اندازه زياتېدنه
د دغې څېړني له مخي په نړۍ کي د مسلمانانو نفوس د نورو ټولو په پرتله په چټکۍ مخ په زیاتېدو دی. د (PEW) راپور له مخي د نړۍ د نورو انسانانو په پرتله به په راتلونکي کي هم د مسلمانانو شمېر تر ټولو په زيات سرعت مخ په زیاتېدو وي.
انځور: AP
افغانستان
د افغانستان نفوس تقريبا ۲۹ مليونه اټکل کيږي چي ۹۹،۸ يې مسلمانان دي. په دې توګه د افغانستان د مسلمانانو د زيات نفوس لرونکو هيوادونو په ليسټ کي ۱۴ مقام لري. [د دغه انځوريز مطلب معلومات د pewresearch.org له پاڼي څخه د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۴مه نېټه اخيستل سوي. ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]