1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند له طالبانو سره د تعاملاتو په ډېرولو څه غواړي؟

مورالي کرشنان
۱۴۰۳ دی ۲۱, جمعه

د طالبانو د بهرنیو چارو له وزير سره د هندوستان د بهرنیو چارو د مرستيال وزير کتنې ته په کتو، داسې ښکاري چې نوی ډيلی طالبانو سره د مناسباتو ډېريدو ته چمتو دی. هندي شنونکي د دغه تعامل د زياتېدو په هکله څه وايي؟

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي (ښي لور) او د هندوستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویکرام میسري
د طالبانو د بهرنیو چارو له وزير سره د هندوستان د بهرنیو چارو د مرستيال وزير کتنې ته په کتو، داسې ښکاري چې نوی ډيلی طالبانو سره د مناسباتو ډېريدو ته چمتو دیانځور: dpa/picture-alliance

هندوستان په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو له ادارې سره خپل تعامل ډېر کړی او مرستیال خارجه وزیر ېې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزير، امیرخان متقي سره په دوبۍ کې ولېدل.

د طالبانو ادارې چې نړۍ سره د تعامل له پاره سخته هڅه کوي، ويلي دي چې په دغه کتنه کې پر یو لړ مسایلو خبرې شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلاميې پر اساس، متقي ويلي دي: «[موږ] د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړو چې د سیمې د یو مهم او اقتصادي هیواد په توګه له هندوستان سره سیاسي او اقتصادي اړيکې پياوړې کړو.»

ورته نور: آیا هند به افغانانو ته ویزه ورکړي؟

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت هم په خپل وار سره په یوه اعلاميه کې وویل چې په دغه کتنه کې په افغانستان کې د هند د بشردوستانه پروګرامونو په هکله د خبرو ترڅنګ، «تصمیم ونیول شو چې هند په پراختیايي پروژو کې فعالېدل په نژدې راتلونکې کې په نظر کې ونيسي.»

چین سره د مقابلې له پاره یو اقدام

په هند کې د افغانستان د چارو شنونکی، شانتي ماریت دېسوزا، چې وروستي تحولات ېې تر نظر لاندې لرلي، په دې آند دی چې دغه کتنه یو د پام وړ ګام دی او داسې ښکاري چې هندوستان طالبانو سره د تعامل له پاره د ديپلوماتيکو الزاماتو د برابرولو په لټه کې دی.

دېسوزا چې د مانترا د استراتيژيکو مطالعاتو انستیتوت موسس دی، دویچه وله ته وويل: «د لاسه وتلي نفوذ احیا او کابل سره د روابطو بېا رامنځ ته کول، د هندوستان سیاست په مرکز کې قرار لري.»

دغه شنونکی زیاتوي: «پر دې سربیره، هند غواړي په داسې یو سیمه کې خپل نفوذ احیا کړي چې چین په کې د ۲۰۲۱م کال له اګست راپديخوا خپل حضور د پام وړ ډېر کړی دی.»

ورته نور: ولي هند طالبانو ته د نږدې کېدو په لټه کې دی؟

په افغانستان کې د هندوستان پخواني سفير، ګوتم موکوپادياي، دویچه وله ته وویل چې نوي ډيلي خپل ديپلوماتیک ليدلوری تر ارزونې لاندې نيولی او په افغانستان کې د طالبانو له اوسنۍ ادارې سره د مناسباتو رامنځ ته کولو له پاره هڅې کوي.

موکوپادیای زیاته کړه: «هند تر هېڅ فشار لاندې نه دی چې طالبان په رسمیت وپېژني، تر ډېره بريده له دې امله هم چې د طالبانو په منځ کې د يو لړ اختلافاتو شتون احساسيږي، په شدیده توګه د ښځو سرکوب ته ادامه ورکوي او هغوی ېې له هر ډول حقونو بې برخې کړي دي.»

دغه شنونکی د خپلو خبرو په ادامه وایي: «خو د تعامل له پاره ځينې نور په موازنه برابر دلایل هم شتون لري چې هغه سوداګري، تاریخي مناسبات، د چهابهار بندر، د شمال-جنوب نړېوال ترانسپورټي دهلیز او د چين د [نفوذ زیاتوالی] دي.»

د اړيکو رامنځته کولو له پاره د تهداب ايښوول

په نوامبر میاشت کې د هند د بهرنيو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي جي پي سنګ، د طالبانو له استازو سره بېلا بېلې ناستې درلودلې وې چې په هغه کې د طالبانو د دفاع له سرپرست وزير ملا محمد يعقوب، سره ليدنه کتنه هم شامله وه.

د ۲۰۲۲م کال په جون میاشت کې هند کابل ته يوه «تخنيکي ډله» واستوله څو افغانستان ته د بشري مرستو انتقال همغږی کړي او وګوري چې څرنګه نوی ډيلي له افغانانو سره مرسته کولی شي.

له هغه وخت راهېسې طالبانو هڅه کړې ده چې خپل استازي په نوي ډيلي کې د افغانستان په استازوليو کې وګماري. هند د اکرام الدين کامل، په نوم د طالبانو يو استازی په ممبي ښار کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د کار له پاره منلی دی.

ورته نور:  طالبان: په ممبيي کې د افغانستان قونسلګرۍ د پاسپورټ وېش پيل کړ

 طالبانو متعاقباً له هند څخه افغان محصلينو، ناروغانو او سوداګرو ته د ویزو د صادرلو په برخه کې د آسانتياو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د هند پخواني سفير امر سينها، دويچه ويله ته وويل: «دا د لوړپوړو چارواکو په کچه ليدنه کتنه تر تخنیکي ماموريت وروسته يو بل منطقي ګام دی او د لوړپوړو چارواکو په کچه تر نورو ليدنو کتنو وروسته رامنځته شوی دی. ديپلوماسي يو دوه طرفه سړک دی.»

امر سينها، زياته کړه: «زه فکر نه کوم چې يو هېواد دې هم دې نتیجې ته رسېدلی وي چې د طالبانو رژيم په رسميت وپيژني. دا ليدنه کتنه په داسې حال کې چې د طالبانو د رژيم په اوس وخت کې د پاکستان له لوري د پوځي او نورو فشارونو سره مخامخ دي، د طالبانو له پاره يو ډېر مناسب فرصت ګڼل کيږي.»

له پاکستان سره خړې پړې اړيکي

په پاکستان کې د هند يو پخوانی استازی اجی بساريا، دويچه ويله ته وويل چې له طالبانو سره د هند واقعيتپال تعامل په هند کې د طالبانو په تړاو د هغه پراخ نقطه نظر برخه ده چې غواړي د افغانستان خاوره د هند ضد فعاليت له پاره ونه کاريږي او په بدل کې یې هند له طالبانو سره محدود تعامل ولري او بشري مرستو ته ادامه ورکړي.»

د دې شنونکي په وينا «برعکس، پاکستان افغانستان ته د ستراتيژيک عمق او نفوذ د ترلاسه د جغرافيې په توګه ګوري، په ځانګړي توګه له افغانستان څخه په ۲۰۲۱م کال کې د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته.»

ورته نور:  آیا د طالبانو پر وړاندې د هند چلن بدلون موندلی؟

له پاکستان سره د طالبانو اړيکي په ځانګړي توګه د پولې له بلې غاړې څخه د بريدونو په مسئله او د افغانستان په خاوره کې د تحريک طالبان پاکستان پر جنګيالو د پاکستان د هوايي بريدونو په نتيجه کې خرابې شوي دي. هند د پاکستان دغه بريدونه غندلي دي.

اجی بيساريا، زياته کړه: «دا ګامونه عمدتاً د ناقصو سیاستونو پایله ده چې پاکستان د خپلو ګاونډيانو په مقابل کې خپل کړي دي او محدودو پوځي ګټو ته یې پر سالمو ديپلوماتيکو اهداف ترجيح ورکړې ده.»

د هند دې پخواني ديپلومات وويل: «هند او طالبان يوه پراګماتيک يا عملي تفاهم ته رسېدلي دي. افغانانو ته د دې دوو چلندونو ترمنځ توپير روښانه دی.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب