1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: له چين سره سرحدي شخړه د مذاکراتو له لارې حلوو

۱۳۹۹ خرداد ۱۱, یکشنبه

د چين او هندوستان ترمنځ د لداخ سرحدي شخړې د حل له پاره دیپلوماتیکې هڅې روانې دي. مخکې تر دې هم دواړو هیوادونو د خبرو اترو له لارې سرحدي شخړې حل کړي دي.

Grenzkonflikt Indien China Ladakh
انځور: Rouf Bhat/Afp/Getty Images

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر راج نات سنګه ویلي دي چې له خپل لوی ګاونډي هیواد سره د مذاکرانو له لارې د شخړې د حلولو اراده لرو، خو د دې له پاره به اجازه ور نه کړو چې د هیواد وقار او عزت مو تر پښو لاندې شي.

راج نات سنګه په یوه تلویزوني مرکه کې وویل چې هیواد یې د امریکا له خوا د منځګړتوب کولو وړاندیز رد کړی دی. هغه وویل چې په لداخ کې وضعه متشنج ډوله ده، خو د لا زیات خرابیدو امکان یي نشته. دا په داسې حال کې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي دي چې سرحدي وضعه له کنترول څخه وتلې نه ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په تیرو وختونو کې هم له چین سره داسې کړکیچن وضعیت رامنځته شوی چې د خبرو اترو په نتیجه کې بیرته عادي حالت ته راګرځول شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې معمول ته د سرحدي حالاتو د راوستلو له پاره په پوځي او ديپلوماتیکه کچه هڅې روانې دي.

په ۲۰۱۷ م کال کې هم د دوکلام په سرحد کې د هندي او چینایي عسکرو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه، چې په هغه وخت کې هم د مذاکراتو په پایله کې وضعیت تر کنترول لاندې راوستل شوی وو. د هند د بهرنیو چارو وزیر په خپله مرکه کې ادعا وکړه چې په هغه وخت کې هم دوی نه وو په شا شوي.

د هند او چین ترمنځ د لداخ سرحدي سیمهانځور: Getty Images/Daniel Berehulak

د هند او چين پوځ د می له ۹ نیټې راهیسې د لداخ په سیمه کې یو بل ته په مرچل کې دي. لداخ د چین تر کنترول لاندې سیمې تبت ته مخامخ واقع دی. د می په ۹ نیټه د سِکم په سرحدي سیمه کې په لسګونو هندي او چینایي پوځیانو یو پر بل د تیږو(ډبرو) ګوزارونه وکړل او لاس په لاس نښته کې ټپیان شول. په دې فزیکي نښته کې یو شمیر ټپي شوي هندي عسکر اوس هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د ګالوان دره په لداخ کې د هند او چین ترمنځ شخړیزه علاقه ده. د همالیا د لوړو غرونو ترمنځ د ایسارې دغې درې څو ځایونه د دواړو هیوادونو له پاره ستراتیژیک ارزښت لري. دواړه هیوادونه د روان شخړیز وضعیت پړه یو پر بل ور اچوي. خو د څارونکو په خبره د دې لوی علت د هند له خوا د یوه سړک جوړیدل دي.

هند او چين تر ۳۵۰۰ کیلومترو هم اوږده ګډه پوله لري، چې په څو ځایونو د دواړو هیوادونو ترمنځ اختلاف موجود دی. په ۱۹۶۲م کال کې د دواړو هیوادونو ترمنځ جنګ هم شوی وو. سربیره پر دې څو ځله کوچنۍ نښتې هم رامنځته شوی دي. خو له ۱۹۷۰ م کال راپه دیخوا د دواړو هیوادونو پوځیانو یو پر بل یوه ډزه هم نه ده کړې.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب