1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: نړۍ په افغانستان کي د پاکستان په لاسوهنو خبره ده

۱۴۰۰ تیر ۵, شنبه

هند ويلي چي دوی په افغانستان کي د سولي له پاره د هر ډول هڅې ملاتړ کوي او د ګاونډي هيوادونو سره په دې اړه په تماس کي دی. هند پاکستان په افغانستان کي په لاسوهنه هم تورن کړ.

Indien Besuch Staatschef Afghanistan
آرشيف انځور ـ هند ته د ولسمشر غني د سفر پر وخت د نريندرا مودي سره ملاقاتانځور: courtesy PIB, Gov. of India

هند په طلوع تلويزيون کي د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير محمود قريشي پر څرګندونو خپل غبرګون ښودلی دی. د هند د بهرنيو چارو د وزارت وياند ويلي چي نړۍ په ښه توګه له دې آګاه ده چي پاکستان په افغانستان کي څه ډول کارونه کوي.

شاه محمود قريشي ويلي ول چي پاکستان له دې کبله خواښينی دی چي هند د افغانستان خاوره په پاکستان کي د شر اچونې له پاره کاروي.

د هند د بهرنيو چارو د وزارت وياند اريندم باګچي په يوه خبري ناسته کي د قريشي د وينا په هکله وويل: «نړۍ په دې خبره ده چي پاکستان په افغانستان کي څه کړي دي.» باګچي په افغانستان کي د هند د مثبتو کارونو په هکله څرګندونې وکړې. هغه وويل چي «هند هلته د برېښنا تارونه غځولي، د اوبو بند، د ښوونځيو او روغتونونو له پاره ودانۍ او سړکونه يې جوړ کړي دي.»

د هند د بهرنيو چارو د وزارت وياند همدا راز وويل چي هند په افغانستان کي يو شمېر د ټولنيزو مرستو پروګرامونه رامنځته کړي خو «دا چي پاکستان هلته څه کوي، ورباندي نړۍ خبره ده.»

هند دا هم منلې ده چي له افغانستان څخه د امريکايي او نورو بهرني عسکرو د وتلو تر اعلان وروسته د رامنځته سوي حالت له کبله يې د طالبانو سره هم تماس نيولی دی.

د هند د بهرنيو چارو د وزارت وياند د يوې پوښتني په ځواب کي وويل: «هو، موږ د سيمي د هيوادونو په شمول د  جګړې د اړخونو سره په تماس کي يو.»

دا چي هند په خپله وينا د طالبانو سره تماس نيولی، د کتونکو په آند دا د هند په پاليسۍ کي د يو لوی تغير معنی ورکوي.

جاويد اختر، ډلی/ا.ا./ا.خ.ح.