فضانوردان تل په فضا کي د هغو «ډبرو» په لټه کي وي چي ښايي مځکي ته يي د نژدې کيدو خطر وي. په دې انځورونو کي ځيني هغه آسماني ډبري ښوول کيږي چي په دا وروستيو وختو کي مځکي ته ډيري نژدې سوي دي.
انځور: picture-alliance/ dpa
له آسمانه ناڅاپي ډبرې
د ۲۰۱۸ CB په نامه آسماني ډبره له مځکي سره تر ټکر يوازي ۲۱ ساعته مخکي وليدل سوه. هغه د ۲۰۱۸م کال په فبروري مياشت کي د مرکزي اروپا پر وخت ۱۱ نيمي بجي د شپې، د ۶۴ زره کيلومتره په واټن، له مځکي څخه تيره سوه. دا چي هغه به څنگه ښکاريده، په هکله يي موږ نه پوهيږو. خو يوه خبره معلومه ده چي د ۱۵ او ۴۰ متره قطر په درلودلو سره هغه د کوچنيو ډبرو په ډله کي راځي.
انځور: picture-alliance/ dpa
ډیری کوچنۍ ډبرې
خو تر هغې لا کوچنۍ ډبره، د ۲۰۱۲ TC4په نامه وه چي د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر مياشتي پر۱۲مه زموږ سيارې ته رانژدې سوې وه. د هغې قطر حتي د ۱۰ څخه تر ۲۰ مترو پوري وو. په هاوای کي د اندازه گيري مرکز يا رصد خاني، دغه ډبره په ۲۰۱۲م کال کي کشف کړې وه.
انځور: picture-alliance/NASA/JPL-Caltech
څو کيلومتره ضخامت لرونکي ډبري
د ۲۰۱۷م کال په سپتمبر مياشت کي د فورينس په نامه ډبره د مځکي له څنگه تيره سوه چي د ۴،۴ کيلومتره قطر په لرلو سره تر ټولو لويه آسماني ډبره وه. خو له مځکي څخه يي واټن اوه ميليونه کيلومتره وو. دغه ډبره په۱۹۸۱م کال کي کشف سوه او د فلورينس په نامه يوې بريتانوۍ نرسې نوم ورباندي کښيښودل سو.
مځکي ته ډيره نژدې تيره سوې ډبره
د ۲۰۱۳م کال په فبروري مياشت کي د ۲۰۱۲ DA 14 په نامه، يوه ۱۳۰ زره ټُنه درنه ډبره، د مځکي له څنگه تيره سوې ده چي تر ۲۷ زره کيلومتره يي، زموږ له سيارې څخه فاصله درلوده. دا په دې معني چي هغه تر ځينو ستلايتونو هم نژدې وه.
انځور: NASA/Science dpa
سماوي اجرام له خطره خالي نه دي
سماوي اجرام بيا هغه ډول آسماني کِتلې او ډبري دي چي د مځکي اتوموسفير ته په سختۍ سره ننوزي او له هغې سره ټکر کوي.
انځور: cc-by/LarryBloom
ستر سماوي اجرام، ډير زيانونه پيښولاي سي
يوه ستره آسماني ډبره، شاوخوا ۶۵ ميليونه کاله د يوکاتان پر نيمه ټاپو رالوېدلې وه چي په نتيجه کي ۳۰۰ کيلومتره قطر لرونکی ستر ډب رامنځته سو. کارپوهان په دې خبره مطمين دي چي د همدغه تصادم په نتيجه کي ديناسورهم له منځه تللي دي.
انځور: NASA/Don Davis
توري ډبري
آسماني ډبري ظاهراً د مځکي پر سر ډبرو ته ورته دي خو بهرنۍ برخه يي يو څه سوځيدلې ښکاري. دغه حالت هغه وخت رامنځته کيږي، چي نوموړي ډبري د مځکي اتوموسفير ته د ننوتو پر وخت د ويلي کيدو سره مخامخي سي.
انځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb
ثاقب شهاب او لکۍ لرونکي ستوري
شهابونه له گاز لرونکو دوړو او وريځو څخه جوړ سوي دي. که د هغو دغه گازونه د مځکي اتومسفير ته ننوزي نو هغه به ۳۰۰۰ درجې توده کړي او که يي حرارت تر دې هم لوړ سي بيا نو په ځليدو پيل کوي او په دې ډول لکۍ لرونکي ستوري جوړيږي.