د ۲۰۱۲ م کال په ډسمبر میاشت کي شپږو کسانو هغه وخت پر یوې ۳۲ کلني محصلي باندي د نوي ډیلي په یوه بس کي جنسي تجاوز کړی ؤ. دغي محصلي دوې اوونی وروسته په یوه روغتون کي ساه ورکړه. په اعدام د څلورو محکوم سوو کسانو تر څنگ یو متجاوز نابالغه او په دې منځ کي بیرته ازاد سوی دی. یو بل تن بیا د محبس په کوټه کي ځان مړ کړی ؤ.
تر جنسي تجاوز وروسته په هندوستان کي سخت احتجاجونه رامنځته سول او مظاهره کونکو د ښځو د لا ډیر امنیت غوښتنه کوله. دې عمل په عین حال کي د ټولي نړۍ توجه دې ته راجلب کړه، چي هندوستان د ښځو د تشدد په مقابل کي مشکلات لري او نه سي کولای پر هغه باندي بریالی سي.
نوي رسمي ارقام ښيي، چي په دغه هیواد کي په هرو ۱۵ دقیقو کي پریوې ښځي او یا یوې نجلۍ باندي جنسي تجاوز کیږي.
د بالیووډ هغه ستوري چې جرمي دوسیې لري
د هند سینما وتلی ستوری سلمان خان یوازنی ستوری نه دی چې د قانون ماتولو له جرم سره مخامخ دی. په دې انځوريز راپور کې به هغه ستوري وپیژنۍ چې جرمونه یې کړي او یا جرمي دوسیې لري.
انځور: DW
سلمان خان
په ۱۹۹۸م کال کې د سلمان خان پر ضد د ځنګلي حیواناتو د حفاظت قانون ماتولو دوې دوسیې ثبت شوې وې. پر هغه او نورو ملګرو باندي د کم یابه هوسۍ د ښکار کولو تور دی. دغه تور اوس ثابت شوی او سلمان خان په پنځه کلن بند محکوم کړل شو. د دې ترڅنګ، په ۲۰۰۲م کال کې پر سلمان خان باندې د سړک پر غاړې ویده کسانو باندې د نشې په حالت کې د موټر خیږولو تور هم دی.
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/H. Tyagi
جتیندر
د روان کال په جنوري میاشت کې د هند سینما پر پخواني ستوري جتیندر د خپلې «کزن» (هغه به يا د ماما یا د کاکا لور) تور ولگاوه چې پر هغې یې جنسي تیری کړی. دغه دوسیه ثبت شوې او پلټنې یې روانې دي.
انځور: imago/Hindustan Times
روینه ټنډن
د ۲۰۱۸م کال په مارچ میاشت کې د هندوستان د یوه عبادت ځای یا مندر چارواکو شکایت ثبت کړی چې روینه ټنډن د اعلان له پاره يو عکس د عبادت ځای په داسې برخه کې اخيستی، چې د قانون له مخې د کامرې لیږدول منع دي.
انځور: AP
نواز الدین صدیقي
د ۲۰۱۸م کال په مارچ میاشت کې د هندي سینما د ستوري نواز الدین صدیقي میرمنې د هغې پر ضد د جاسوسۍ کولو تور پور کړ. د هغه میرمنې پر نوموړي تور پورې کړی چې د هغې د تیلیفون سابقه یې را ویستلې ده.
«کنګ خان» یا شاه رخ خان باندې هم تور دی چې د «رئیس» په نامه د فلم ثبتولو پرمهال یې د اورګاډو د یوه تم ځای املاکو ته زیان رسولی او په دې ترڅ کې یې شخړه هم کړې. پر دې سربیره په ۲۰۰۲م کال کې د هندوستان د پریمیر لیګ یا «آی. پي. ایل» سیالیو پر مهال یې د ممبيي په یوه لوبغالي کې له امنیتي چارواکو سره بد چلند کړی دی چې له امله یې پر شاه رخ خان دغه لوبغالي ته د داخلیدو له پاره د ۵ کلونو بندیز وضع شوی.
انځور: picture-alliance/AP Poto/R.Kakade
سورج پنچولی
د باليووډ د ستوري ادیتیه پنچولي پر زوی سورج پنچولي باندې تور دی چې د فلمونو د ستورې جیا خان په ځان وژنه کې یې ورسره مرسته کړې ده.
انځور: Getty Images/AFP/Stringer
شايني آهوجا
د فلمي ستوري په توګه د کار کولو په لومړیو وختونو کې د بریالیتوب هسک پوړ ته پر رسیدونکي ستوري شایني آهوجا د خپل کور پر خادمې باندې د زورزیاتي له امله نوموړي سزا تیره کړې ده.