1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند پر دوو پاکستاني ديپلوماتانو د جاسوسۍ تور لگولی

۱۳۹۹ خرداد ۱۲, دوشنبه

د هند حکومت په نوي ډهلي کې پر دوو پاکستاني ديپلوماتانو د جاسوسۍ تور لگولی او له هغوی څخه ئې غوښتي دي چي په ۲۴ ساعتونو کې له هيواده ووځي. خو پاکستان دا ډول تورونه رد کړي دي.

Symbolbild Grenze Indien Pakistan
انځور: picture-alliance/dpa/J. Singh

دا په تیرو څلورو کلونو کې د هند له خوا د پاکستان د لوېې کميشنرۍ د افسرانو د شړل کيدو لومړۍ پېښه ده. تر دې دمخه په ۲۰۱۶م کال کې دواړو هيوادونو يو پر بل د جاسوسۍ تورونو په لگولو سره يو د بل د سفارتونو يو يو کارکوونکی شړلی ول.

د هند تر دې تازه اقدام وروسته د دواړو هيوادونو ترمنځ لا دمخه د موجودې ترينگلتيا د لا پراخيدو اندېښنه څرگنده شوې ده. د هند د بهرنيو چارو وزارت له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چي په نوي ډهلي کې د پاکستان د لوېې کميشنرۍ دوه افسران «په جاسوسۍ کې ښکيل» ول چې ور څخه په ۲۴ ساعتونو کې له هيواد څخه د وتلو غوښتنه شوې ده. په اعلاميه کې ويل شوي: «د هند حکومت د دغو دوو ديپلوماتانو هڅه چې له سفارتي اصولو سره برابره نه وه، «ناوړه» بللې ده.»

د هند د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې زياته شوې ده چې «د پاکستان د سفارت لوی کميشنر ته د هند د ملي امنيت پر ضد د دې ديپلوماتانو د ادعا شويو هلو ځلو په اړه احتجاجي ياداښت هم سپارلی شوی دی او له اړوندو چارواکو غوښتنه شوې ده چې دا ډاډمنه کړي چې د سفارتي ماموريت هیڅ غړی په هند کې په داسې کړنو کې ښکيل نه شي چې اجازه یې نه وي او يا د يوه ديپلومات په توگه متضاد چلن ونه کړي.»

خو پاکستان بيا د هند دا اقدام سخت غندلی دی. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې په نوي ډهلي کې د پاکستان د لویې کميسارۍ پر دوو غړيو لگول شوي تورونه او له هغوی څخه د هيواد د پريښودو غوښتنه، د غندنې وړ عمل دی. زياته شوې ده چې د هند کړنه منفي عمل او له مخکې څخه د سنجول شوي رسنيز کمپاين برخه ده. زياته شوې ده چې دا د پاکستان پر وړاندې د منفي تبليغاتو د لړۍ تسلسل دی.

هند او پاکستان په ۲۰۱۶م کال کې هم د جاسوسۍ په تور د يو بل ديپلوماتان شړلي ولانځور: BEHROUZ MEHRI/AFP/Getty Images

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د وياندې عايشې فاروقي په حواله هندي چارواکو د پاکستان د لویې کميسارۍ دوه غړي د لنډې مودې له پاره ونيول او پر هغوی یې بې بنسټه تورونه ولگول. دغه کسان بيا د پاکستان د لویې کمیسارۍ تر مداخلې وروسته آزاد کړل شول. د عايشې فاروقي په حواله د «شکنجې په زور دغه ديپلوماتان تورونو قبلولو ته مجبوره کړل شوي دي چې دا له ويانا کنواسيون څخه سرغړونه ده.» 

په نوي ډهلي کې د دولتي سرچينو په حواله د پاکستان د دې دوو ديپلوماتانو نومونه عابد حسين او محمد طاهر ښوول شوي دي. زياته شوې ده چې هغوی د نوي ډهلي په قرول باغ سيمه کې هغه وخت ځای پر ځای ونيول شول چې له يوه کس څخه یې د هند د امنيتي تاسيساتو په اړه اسناد ترلاسه کول. دې دواړو ياد تن ته پېسې او يو آيی فون تليفون هم ورکړی وو.

زياته شوې ده چې په لومړي سرکې ديپلوماتانو ادعا کړې وه چې د هند وگړي دي او جعلي آدهار کارت (تذکره) یې هم وړاندې کړې وه، خو کله چې ترې جدي پلټنې وشوې، نو ویې منله چې هغوی د پاکستان د لویې کمیسارۍ افسران دي او د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی له پاره کار کوي.

د هند له دې تازه گام سره د دواړو هيوادونو ترمنځ د ترينگلتيا د زياتېدو انديښنه راپيدا شوې ده. د تیرکال په اگست مياشت کې د لومړي وزير نريندر مودي له خوا د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير د نیمه خپلواک حیثيت د ختمولو پريکړې د هند او پاکستان اړيکې ډېرې خرابې کړي دي. دواړو هيوادونو خپل لوی کمیشنران ورغوښتي دي او اوس مرستيال کميشنران د مشرانو دندې پر مخ وړي.

جاويد اختر، نوي ډهلي

زموږ له آرشیف څخه؛

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل