1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينهندوستان

هند: په بس کې اورلګېدنې د لږ تر لږه ۲۰ کسانو ژوند اخیستی

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس،رویترز
۱۴۰۴ مهر ۲۳, چهارشنبه

د هند په شمال کې په یوه مسافر وړونکي بس کې د اورلګيدنې له امله لږترلږه ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې د بریښنا شارتي دغه اورلگیدنه رامنځته کړې ده.

ډیری قربانیان د بس په دننه کې بند پاته وو، ځکه بس د وتلو او ننوتلو یوازې یوه دروازه درلوده.
هند: په بس کې اورلګېدونې د لږ تر لږه ۲۰ کسانو ژوند اخیستیانځور: Rajasthan Chief Minister's office/AP Photo/dpa/picture alliance

د سیمه ایزو چارواکو د څرگندونو او رسنیو د رپوټونو له مخې د هند په شمال لویدیځ کې په یوه بس کې د اورلگیدنې په نتیجه کې لږترلږه ۲۰ کسان مړه سوي او ۱۶ تنه نور سخت زخمیان سوي دي.

ویل کیږي چې د بریښنا لنډه شارتي د اورلگیدنې سبب سوې ده او په چټکۍ سره دغه اور د بس ټولو برخو ته چې پر لويه لاره د حرکت په حال کې و، رسیدلی دی.

د بس د اورلگیدنې په هکله نور څومره معلومات سته؟

دغه بس چې شاوخوا ۵۰ مسافر یې انتقالول، د راجستان په ایالت کې له جایسالمر څخه د جودپور پر لور له حرکت کولو لږ وروسته اور واخیست.

عیني شاهدانو ویلي دي چې په ډیر امکان سره د بریښنا د لنډې شارتي له امله  ددغې نقلیه وسیلې له شاتنۍ برخې څخه رامنځته سوی لوگی په چټکۍ سره ټول بس ته ورسید.

که څه هم د بس چلوونکی پر دې بریالی سو چې د سړک پرغاړه یوه پوځي تمځای سره توقف وکړي، خو پولیسو وویل چې ۱۹ کسانو د پیښې په ځای کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او یو بل کس په روغتونو کې بستري سو.

ډیری قربانیان د بس په دننه کې بند پاته وو، ځکه بس د وتلو او ننوتلو یوازې یوه دروازه درلوده.

اړوند:هندوستان: ځمکې ښوېدنې مساپر وړونکی سروس موټر لاندې کړی؛ ۱۵ کسان مړه دي

د بهارتيه جنتا ګوند يا «بي جی پي» له حاکم گوند څخه د سیمه ایز پارلمان غړي ماهانت پراتاپ پوري، د اسوشیتدپرس خبري آژانس ته وویل: «مسافرینو له بس څخه د راوتلو فرصت نه درلود، ځکه اور په چټکۍ سره پراختیا ومونده.»

هغه زیاتوي: «دغه نوی بس د سړیدو په گازي سیستم مجهز و. متأسفانه هغه مسافرین چې په شاتنۍ برخه کې ناست وو، پر دې ونه توانیدل چې دروازې ته ورسیږي او ژوندي وسوځیدل.»

د هند صدراعظم، نریندرا مودي د خواشینۍ په څرگندولو سره د مړه سویو کسانو خپلوانو ته د ۲۰۰ زرو روپیو (۲۲۰۰ ډالر) او زخمیانو ته د ۵۰ زره روپیو له غرامت ورکولو څخه خبر ورکړ.

د راجستان ایالت سر وزير يا وزير اعلی باجان لال شارما هم ددغې پیښې له قربانیانو سره خواخوږي څرگنده کړه.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل