1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موټر او ترانسپورتهندوستان

هند: په بس کې اورلگیدنې د ۲۰ کسانو ژوند واخیست

لوېس اوېلوفس | ژباړونکې:گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ آبان ۲, جمعه

دا په هند کې په دوو وروستیو اونیو کې د مسافر وړونکي بس د اورلگیدنې دوهمه مرگونې پیښه ده او چارواکي د دې موضوع په څېړنه بوخت دي چې آیا د بس په دروازه کې بند پاتيدل امکان لري د مسافرو په مړینه کې نقش لوبولی وي.

 په بس کې اورلگیدنې د ۲۰ کسانو ژوند واخیست
هند: له موټرسایکل سره له ټکر کیدو وروسته بشپړسوځیدلی مسافروړونکی بسانځور: Uncredited/AP Photo/picture alliance

پولیسو ویلي دي چې د هند په جنوب کې یو بس له یوه موټرسایکل سره ټکر کړی او اور یې اخیستی دی چې په نتیجه کې ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه پیښه د جمعې په ورځ سهار د هند په جنوب کې د اندراپرادیش ايالت د کورنول ښار ته نیژدې رامنځته سوې ده.

په سیمه کې د پولیسو افسر ویکرانت پاتیل، وویل:«۱۱ جسدونه پیژندل سوي دي او د ۹ نورو جسدونو هوئیت لا معلوم نه دی. ځیني جسدونه بشپړ سوځیدلي دي.»

په هند کې د عامه ترانسپورت د خوندیتوب په هکله اندېښنې

پولیسو اعلان کړی دی چې موټرسایکل د شا له خوا له بس سره ټکر وکړ او د هغه د تیلو تر ټانکۍ لاندي بند پاته سو چې چاودنه یې رامنځته کړه او ټوله نقلیه وسیله وسوځیده.

اړوند:هند: په بس کې اورلګېدنې د لږ تر لږه ۲۰ کسانو ژوند اخیستی

پاتیل وویل: «کله چې لوگی خپور سو، موټروان بس ودروی او هڅه یې وکړه چې د اور وژنې د کپسول په مرسته اور مړ کړي، خو اور دومره شدید وو چې نوموړي ونه سوای کولای هغه تر کنترول لاندې راولي.»

۱۸ مسافرو وکولای سول له بس څخه ووزي او ځینو یې د کړکیو په ماتولو سره له بس څخه ځانونه واچول، خو ډېر مسافرین د اورلگیدنې پروخت بیده ول. پولیس اټکل کوي چې د بس د دروازو بندیدل د قربانیانو د شمیر د لوړوالي یو له دلایلو څخه دی.

دغه بس په تلانگانا ایالت کې د حیدرآباد او بنگالارو ایالت کې د کرناتکه د ښار پر لور په حرکت کې و.انځور: ANI Video grab

دا په هند کې په وروستیو اونیو کې د بس د اورلگیدنې دوهمه مرگونې پیښه ده. د کورنول پیښه له دوو اونیو څخه په کم وخت کې پس له هغې پیښې رامنځته سوه چې له امله یې د هند په لویدیځ راجستان ایالت کې په یوه خصوصي بس کې د اورلگیدنې په نتیجه کې ۱۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د کانگرس گوند رهبر راهول گاندي، د جمعې د ورځې د پیښې په غبرگون کي وویل چې دغه پیښه د هند د عامه ترانسپورت د خوندیتوب په هکله «جدي پوښتنې»مطرح کوي.

نوموړي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «د مسافرو امنیت اصلي لومړیتوب دی او د نقلیه وسایلو د ساتنې د مسؤلیت ترڅنگ، ضروري ده چې د دغو پیښو په تړاو جواب ورکووونکي موجود وي.»

چارواکو ددغې پیښې په هکله پلټنې پیل کړي دي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، هم د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرگنده کړه. هغه اعلان وکړ چې د مړه سوو کسانو کورنیو ته به ۲۰۰ زره روپیه او د ټپیانو کورنیو ته ۵۰ زره روپیه ورکړل سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل