1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هند: په ترافيکي پېښه کې ۱۶ عسکر مړه شوي دي

۱۴۰۱ دی ۲, جمعه

د هندوستان پوځ د جمعې په ورځ وويل چې د دغه هیواد د شمال ختيځ په یوه ليرې پرته غرنۍ سېمه کې د پوځیانو یوه ليږدونکې لارۍ یو تنګي ته لوېدلی او ۱۶ پوځيان پکښې مړه شوي دي.

د آرشیف انځور - د هندوستان پوځ د آرونال پردیش ایالت اړوند او له چین سره په یوه سرحدي علاقه کې
د آرشیف انځور - د هندوستان پوځ د آرونال پردیش ایالت اړوند او له چین سره په یوه سرحدي علاقه کې انځور: MONEY SHARMA/AFP/Getty Images

د هندوستان پوځ په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې په دغه پېښه کې څلور تنه ټپیان شوي هم دي چې د هوا له طريقه د پوځ یوه نژدې روغتون ته لیږدول شوي دي.

د پوځ په خبره، پېښه د هندوستان سیکیم ایالت مرکز، ګنګتوک ښار په سل کېلومترۍ کې د چاتین په نوم سیمه کې رامنځ ته شوې ده. پوځ زیاته کړې ده چې لارۍ په یوه غرنۍ سیمه کې په شتاب د راګرځيدو له امله ښوېدلې او تنګي ته لوېدلې ده.

د هندوستان دفاع وزير راج ناتھ سینګ ويلی دی چې هغه د پوځیانو په مړينه سخت دردمن شوی دی.

په هندوستان کي تر ۵۰ ډېر کسان شرابو مړه کړي

په هندوستان کې د خرابو لارو له کبله زياتي ترافيکي پيښې رامنځ ته کيږي. د دغه هیواد د پولیسو په خبره، هر کال په ترافيکي پيښو کې ۱۱۰زره کسان مړه کيږي. د سړکونو خرابوالی، د موټرچلونکو بې احتیاطي او د موټرو زوړالی د ترافيکي پيښو ستر لاملونه ښودل کيږي.

شاوخوا درې میاشتې مخکې د ګاونډي هیواد پاکستان پوځ هم ويلي ول چې یوه ګړنګ ته د پوځ د ېوې لارې د لويدو په پېښه کې ۹ پاکستاني عسکر مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي. د پاکستان پوځ هغه وخت ویلي ول چې دغه پېښه د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير په غرنۍ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب