1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هندوستان

هند: په دوو جلا پیښو کې په لسونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

۱۴۰۲ آبان ۸, دوشنبه

د هند په کیراله ایالت کې د عیسویانو د دعا په محفل کې د چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او له ۵۰ ډیر ټپیان شوي. په یوه بله پيښه کې بیا د دوو ریلونو د ټکر په نتیجه کې ۱۳ تنه مړه او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

Indien Explosion in Kochi
انځور: AP Photo/picture alliance

د چارواکو په حواله د یکشنبې په ورځ د هند په سویلي ایالت کیراله کې دعیسویانو د راټولیدنې په یوه مرکز کې د دعا د مراسمو پر مهال چاودنه شوې ده چې د لومړنیو معلوماتو له مخې لږ تر لږه ۳ تنه په کې وژل شوي او تر ۵۰ ډیر نور ټپیان شوي دي. په وژل شوو کې دوه میرمنې او یوه ۱۲ کلنه نجلۍ چې ټپي شوې وه او په روغتون کې تر درملنې لاندې وه، شامل دي.

د یکشنبې په ورځ د کالامسري سیمې د (جیوهاس وټنیس) په نامه عیسويلږکۍ د را ټولیدنې په یوه مرکز کې دری پرله پسې چاودنې وشوې. په دي ځای کې د دغې لږکۍ دری ورځني مذهبي مراسم روان ول چې تر ۲۰۰۰ ډیرو کسانو په کې ګډون کړی وو.

شکمن بریدګر پولیسو ته ځان سپارلی

تر پيښې څو ساعته وروسته یوه کس ځان پولیسو ته سپارلی او ادعا یې کړې ده چې دی د دغو بمي چاودنو مسئول دی. تر ځان سپارلو مخکي دغه شخص په ټولنیزو رسنیو کې په یوه ويډیویې پيغام کې ادعا کړې وه چې نوموړی د کلیسا پخوانی غړی دی او اوس یې له عقایدو سره توافق نه لري.

د ټایمز آف انډیا ورځپاڼې په حواله پولیسو ویلي دي «د دغو ادعاو او د دې عمل د ترسره کولو دلایل څیړي».

د »جیوهاس وټنیس« په نامه د دغه عیسوي لږکۍ عقيده نږدې ۱۰۰۰ کاله لرغونتوب لري. د دوی په باور نړۍ ختمیدو ته نږدې شوې ده او ډیر زر پر ځمکه د خدای ج پادشاهي قایمیدونکې ده. د کلیسا د انټرنټ پاڼې په حواله په هندوستان کې دغه عقیده شاوخوا ۶۰ زره پیروانان یا تعقیبونکي لري.

د دوو اورګاډو د ټکر په بایله کې مرګ ژوبله اوښتې ده

د هند د ریل وزارت ویلي دي چې له ابتدایي څیړنو څخه معلومه شوې ده چې دا د «انساني تیروتنې» پایله ده. دغه پيښه د هند د سویلي ایالت آندهرا پردیش په وجیا نګرم سیمه کې د دوو مسافر وړونکو اورګاډو د ټکر په پایله کې رامنځته شوې ده.

دغه پيښه د هند د سویلي ایالت آندهرا پردیش په وجیا نګرم سیمه کې د دوو مسافر وړونکو اورګاډو د ټکر په پایله کې رامنځته شوې ده.انځور: AP/picture alliance

د اورګاډي ادارې یوه لوړپوړي چارواکي سورب پرساد ایسوسي ایټیډ پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې یو روان اورګاډی مخته پر لیکې ولاړ یوه بل اورګاډي سره جنګیدلی چې له امله یې د اورګاډي لږ تر لږه دری ډبې له پټلۍ وتلي دي.

د ریلونو وزارت زیاته کړې ده چې له لومړنیو څیړنو څخه معلومه شوې ده چې چلوونکي «سګنال ته پام نه دی کړی» او د سرې اشارې سربیره یې بریک نه دی نیولی او په دې ترتیب دا پېښه د «انساني تیروتنې» په نتيجه کې رامنځته شوې ده.

په هند کې د ریلونو پيښې معمول دي او ډیري وختونه د دغو حادثاتو لامل انساني تیروتنه او یا د سګنالونو زوړوالی بلل کيږي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل