1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينهندوستان

هند: په روغتون کې اور لګیدنې لس نوي زیږدلي ماشومان وژلي

۱۴۰۳ آبان ۲۶, شنبه

د هندوستان په شمال کې په یوه روغتون کې د اور لګېدنې په پایله کې لږ تر لږه لس نوي زیږدلو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ډیر شمیر نورو نوي زیږدلو ماشومانو وضعیت بیا د انديښنې وړ بلل شوی دی.

په کولکته کې په یوه روغتون کې د اور لګېدنې انځور د دویچه ویله له ارشیف څخه
د ډیر شمیر نورو نوي زیږدلو ماشومانو وضعیت بیا د انديښنې وړ بلل شوی دیانځور: Subrata Goswami/DW

د هند د اوتارپردیش ایالت په جانسي ښار کې په یوه روغتون کې د اور لګېدنې په پایله کې د چارواکو په حواله لږ تر لږه ۱۰ نوي زیږیدلو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هند د دغه شمالي ایالت د لومړي وزیر مرستیال براجیش باتهاک، د شنبې په ورځ وویل: «له بده مرغه لسو نويو زیږدلو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.» نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه پورې د ۷ نويو زیږیدلو ماشومانو جسدونه پيژندل شوي دي.

دغه اور لګېدنه د جمعې په ماښام د روغتنو د نوي زیږدونکو ماشومانو په څانګه کې رامنځته شوې وه. چارواکو ویلي دي چې اور لګېدنه د اکسیجن دستګاه د خرابۍ له امله رامنځته شوې ده.

د (Times Now) خبري پورتال رپوټ ورکړی دی چې ۱۶ نور نوي زیږدلي ماشومان د سوځیدو له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي. د «ان ډي ټي وي» تلویزون د رپوټ پر بنسټ د اور لګېدنې پر مهال د روغتون د نوي زیږیدلو ماشومانو په څانګه کې په مجموع کې ۵۴ ماشومان موجود ول.

د پيښې د ځای له انځورونو څخه معلومیږي چې د روغتون په دغه څانګه کې تختونه او دیوالونه په بشپړ ډول سوځیدلي دي او له روغتون څخه دباندې ډیر شمیر کورنۍ د ویرې په حالت کې منتظرې دي.

د بوپال په یوه روغتون کې تر اور لګېدنې ورسته د ژغورل شوي ناروغ انځور د دویچه ویله له آرشیف څخهانځور: AP Photo/picture alliance

باتهاک ویلي دي چې د روغتون وقایوي وضعیت د فبرورۍ په میاشت کې ارزول شوی و او تر هغه درې میاشتې وروسته بیا د اور وژنې ازمایښتي عملیات هم ترسره شوي وو.

نوموړي زیاته کړه: «د اور لګېدنې علت ارزول کیږي او د هر ډول غلفت په صورت کې به له مسئولینو سره له سخت چلند څخه کار واخیستل شي.» نوموړي زیاته کړه چې هیڅ څوک به په امان کې پاتې نه شي.

د هند لومړي وزیر نریندر مودي په ایکس ټولنیزه شبکه کې دغه پیښه ډیره دردونکې بللې ده. هغه ویلي دي: «هغو کسانو ته چې خپل معصوم ماشومان یې له لاسه ورکړي دي د زړه له کومي تسلیت وایم. له خدای څخه غواړم چې هغوی ته د دې سترې ضایعې د زغملو توان ورکړي.»

په عین وخت کې د هندوستان د اوتار پردیش ایالت لومړي وزیر یوګې ادیتیانات، د هر یوه دغه ماشوم کورنۍ ته د ۵۰۰ زره هندي روپیو ورکولو ژمنه کړې ده.

په هندوستان کې د نیمګړو وقایوي تدابیرو او اور لګېدنې په مقابل کې د حفاظتي سیستم د کنترول نشتوالي له کبله ډیری وختونه د اور لګېدنې پيښې رامنځته کیږي. په هندوستان کې زیاتره عامه ودانۍ نه هم د تيښتې ځانګړې لار لري او نه هم د اور وژنې بالونونه چې کار وکړي.

شپږ میاشتې مخکې په نوي ډهلي کې د ماشومانو په یوه روغتون کې دې ته په ورته د اور لګېدنې په یوه پیښه کې ۶ نويو زیږدلو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب