1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: په يوه تونل کې بند پاتې ۴۱ کارګر راویستل شول

۱۴۰۲ آذر ۷, سه‌شنبه

د هند چارواکو ويلي دي چې ژغورونکې ډله توانېدلې ده چې په یوه تونل کې له ۱۷ ورځو راهیسې ۴۱ تنه بندپاتې کارګر راوباسي. چارواکي وايي چې رايستل شوي کارګر به لومړی په سیمه کې جوړ یو موقتي روغتيايي مرکز ته انتقال شي.

Indien erfolgreiche Rettungsarbeiten am Uttarakhand Tunnel
انځور: Uttarkashi District Information Officer/REUTERS

د هندوستان د اوتاراکند ایالت چېرته چې دغه پېښه شوې، يو لوړ پوړي چارواکي پوشکار سینګ دهامي وويل چې تر اوسه ۸ کارګر رايستل شوي دي.

اسوشتيد پریس په یو تازه رپوټ کې د هندوستان د ترانسپورت وزارت له قوله ليکلي دي چې ټول ۴۱ بندپاتې شوې کارګر له تونله رايستل شوي دي.

دهامي وويل چې هر کارګر به تر رايستلو وروسته د تونل په منځ کې جوړ شوي موقت روغتيايي کمپ ته د ابتدايي معایناتو له پاره انتقال کړل شي. دغه تونل ۱۳متره سور لري.

د هندوستان په يوه تونل کې د بندپاتو کارګرو رايستل د سه شنبې په ورځ د نومبر ۲۸مه وروسته د ۱۷ ورځو پیل شولانځور: Sajjad Hussain/AFP/Getty Images

د اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، کله چې لومړنی کارګر راوايستل شو، چارواکي دهامي ورته د ګلانو په ورکولو غيږ ورکړه په داسې حال کې چې چارواکو او ژغورونکو د خوشاليو چغې وهلې.

۴۱ کارګر د هندوستان د اوتاراکند ایالت کې په دغه څه باندې څلورنيم کيلومتره اوږد تونل کې د نومبر مياشتې له ۲ راهیسې بند پاتې ول چې د ژغورنې عملیات ېې د ټول هېواد په کچه توجه ځان ته راجلب کړې وه.

په تونل کې ۴۱ کارګر د ۱۷ ورځو له پاره بند پاتې ووانځور: Sajjad Hussain/AFP/Getty Images

پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د تونل له دخولي دروازې شاوخوا ۲۰۰ متره دننه ځمکه ښوېدنه رامنځ ته شوه. د کارګرانو د ژوندي پاتې کېدلو له پاره د پايپ له لارې خواړه او آکسيجن استول کېده.

mks/nz(AP)  

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب