1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: پوليسو په لسونو مظاهره کوونکي نيولي

۱۳۹۸ آذر ۲۸, پنجشنبه

د هند په زياتره لويو ښارونو کې د تابعيت د لانجمن قانون پر ضد د مظاهرو په ترڅ کې پوليسو ډېر کسان نيولي دي. په دې کې د مظاهرو تنظيمونکي او مشران هم شامل دي.

Indien Demonstranten Protest
انځور: Reuters/A. Abidi

د هند په بېلا بېلو برخو کې پر بندیز سربیره هم سترې مظاهرې شوي دي. په دې ترڅ کې پولیسو په ځينو سيمو کې انترنت قطع کړی دی او پر عامه ترانسپورت هم محدود بندیز لگول شوی دی.

د تابعيت د قوانين پر ضد نن پنجشنبه په هند کې ځينو سازمانونو د احتجاج غږ کړی وو چې د هېواد په ډېرو سيمو کې یې خلک په تعقيب راوتلي ول. په پلازمينه ډهلي، ممبي، بنگلور، کلکته، لکنو او میوات په څیر سيمو کې زياتو خلکو په احتجاج کې گډون وکړ.

خو چارواکو په لسو ښارونو کې د مظاهرو اجازه ور نه کړه. پوليسو په نوي ډهلي کې د سواراج گوند مشر يوگيندر يادو، د کميونست گوند مشران ډي راجه، سيتا رام يچوري، برنده کرات، د کانگرس گوند مشران اجې ماکن، سنديپ ديکشت او يو شمير نور مشران ونيول.

په بنگلور ښار کې مشهور ليکوال او تاريخ پوه رام چندر گويا چې د یوې مظاهرې مشري یې کوله، له نورو کسانو سره نيول شوی دی.

د نوي ډهلي په ځينو سيمو کې پوليسو مظاهرو ته اجازه نه ده ورکړې او د انترنت او لنډو پېغامونو خدمات یې قطع کړي دي. د ډهلي په ځينو سيمو کې ريلونه هم تگ راتگ نه کوي.

په هريانه ايالت کې پوليسو د باندې څخه د راتلونکو مظاهره کوونکو د مخنيوي په موخه سرحدونه تړلي دي. په لکنو او د گجرات ايالت په احمد آباد ښار کې د پوليسو او مظاهره کوونکې ترمنځ د اخ و ډب رپوټونه ورکړل شوي دي. ويل شوي دي چې په دې ترڅ کې يو شمیر کسان ټپيان شوي هم دي.

انځور: Reuters/D. Sissiqui

په ممبي ښار کې پوليسو سوله ایزو مظاهرو ته اجازه ورکړې ده چې د هند د فلمي صنعت يا باليوډ يو شمير شخصيتونو هم پکې گډون کړی دی. بل لوري ته په ختیځو ایالتونو بنگال او بِهار کې هم د احتجاجونو خبرونه ورکړل شوي دي.

په کلکته کې ایالتي لومړي وزير ممتا بنيرجي د تابعيت د قانون پر ضد د يوې مظاهرې مشري وکړه چې په زرگونو کسانو پکې گډون درلود.

په همدې ترڅ کې د مظاهرو پر وړاندې د حکومت پر چلن سختې نيوکې وشوې. انتقاد کوونکو ويلي دي چې حکومت وارخطا شوی دی او په دې حال کې پر هر څه بندیز لگول شوی دی. د کانگرس گوند څخه پريانکا گاندي وويل: «مترو بنده ده او انترنت قطع شوی دی. په هر ځای کې د قانون ۱۴۴ ماده نافذه ده. سړی هيڅ ځای هم خپل غږ نه شي پورته کولی.»

په دې مظاهرو کې د ځوانانو شمير زيات دی، خو ښځې، سړي او د ډېر عمر لرونکي کسان هم پکې گډون کوي.

صلاح الدين زين، نوی ډهلی

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب