د ځمکې ښويېدنې دغه پېښه د پنجشنبې په شپه د ممبي ښار په شاوخوا ۶۰ کليومترۍ کې د ایرشالوادي په نوم يوې لرې پرتې غرنۍ سيمه کې رامنځ ته شوه.
ويل کيږي چې په دغه کوچني کلي کې لږ تر لږه ۲۲۵ کسانو ژوند کاوه چې له دې ډلې څه باندې ۸۰ تنو ېې ځانونه وښکلي دي. چارواکي وايي شاوخوا ۱۷ کورونه اغیزمن شوي او ډیری کورنۍ بې ځایه شوي دي.
هندي ورځپاڼې، ټایمز آف انډیا، د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې شاوخوا ۸۰ کسان لا هم لادرکه دي.
ورته نور ولولئ: په هند کې د سختو بارانونو له امله تر ۶۰ ډېر کسان مړه شوي
د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (NDRF) يوه چارواکي، ايس. بي. سینګ، رويټرز ته وويل: «موږ له خپلو تخنيکي وسايلو سره لګيا يو کار کوو، د خپلو د نجات له وسایلو سره.» سینګ زیاته کړه: «موږ له اوسه دا قضاوت نه شو کولی چې څومره کسان به لاهم تر خاور لاندې وي.» خو هغه وويل چې د شنبې په ورځ د څلورو نورو مړو جسدونه چې تر خټو لاندې ول، راوښکل شول.
پر خبري چینلونو خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې د نجات ټيمونه په داسې حال کې چې روښانه نارنجي رنګه بالاپوشونو ېې پر تن دي، د پېښې ځای ته د ځمکې کېندنې وسایل انتقالوي.
ورته نور ولولئ: په هند او پاکستان کې د توپان ګواښ: سل زره انسانان تخليه شوي
خو سینګ وويل چې دوامداره باران، د لږ ليد وړ هوا او د تپه ېې ځمکو موجودیت د نجات عملیات له ستونزو سره مخ کړی دی.
له آرشیف څخه انځوریز البوم:
په هند کې د مذهبونو او کلتورونو تنوع
هندوستان یو له هغو هیودونو څخه دی چې د مختلفو مذهبونو، دودونو او بیلا بیلو ټولنیزو اړیکو درلودلو له کبله ورته د نړۍ پر نورو هیوادونو برتري ورکول کیږي. په دې انځور رپوټ کې د دغه هیواد یو شمیر دودونو ته اشاره شوې ده. انځور: Tumpa Mondal/picture-alliance/Photoshot په هند کې د مختلفو ادیانو د پيروانانو ګډ ژوند هندوستان د هندویزم او بودایزم په ګډون د نړۍ د څلورو لویو مذهبونو د را ټوکیدنې ټاټوبی ګڼل کیږي. د دغه هیواد د وګړو نږدې ۸۴ سلنه یې د هندویزم د مذهب پيروانان دي. خو په عین وخت کې په دغه هیواد کې ډیر شمیر مسلمانان هم ژوند کوي. یهودان او عیسویان هم د شاوخوا ۲۰۰۰ کلونو راهیسې په دغه هیواد کې ژوند کوي. مذهبي لږکۍ په هندوانو کې د ملپالنې مخ پر ډیریدونکي احساس له کبله اندیښمن دي.
انځور: Imago/Indiapicture هندوان د ښځې له پاره په لوړ مقام قايل دي او آن د دوی يو شمير یې د الاهو عبادت کوي. خو له ښځو او نجونو سره په ورځني ژوند کې چلند له دې عقېدې سره په ټکر کې دی. دا هېواد د ښځو له پاره له خطرناکو ساحو څخه يو بلل کيږي. د حکومتي معلوماتو په حواله په دې هېواد کې په هرو شلو دقيقو کې يوه ښځه د جنسي تیري ښکار کيږي. د جهیز او د مور په خيټه کې د ښځينه جنین د قتل دود په پراخه کچه شتون لري.
انځور: Save The Children India په هندوستان کې د سلام له پاره تر ټولو دود شکل یي «نمستې» دی. له نمستې څخه سړی کولی شي له هر چا سره په خبرو کې د سلام او یا هم خدای پامانې له پاره استفاده وکړي. د سلام کولو یو بل ډول چې ډیر دود نه دی، د ادب او احترام ښکاره کولو په موخه په لاسونو د یوه مشر یا مسن کس د پښو لمس کول دي.
انځور: Nishant Aneja/Pexels د یوې میړوخې (متاهل) ښځې نښې بیندي (پر تندي د ښکلاء خال)، بنګړي او سیندور(د تندي په پاسنې برخه کې د سر د ویښتانو د پیلیدو په ځای کې خال) د یوې هندو مذهبه میړوخې ښځې نښه ده. سیندور د بیلګې په توګه له کورکمن او جیوه څخه جوړیږي چې ویل کیږي د وينې د فشار په کنترول کې مرسته کوي او جنسي میلان زیاتوي.
انځور: Tumpa Mondal/picture-alliance/Photoshot په هندوستان کې د واده ورځ ډیر مهم وي او د دواړو خواو کورنۍ د دې ورځې د ټاکلو په خاطر مذهبي مشرانو او ستوري پيژندونکو ته مراجعه کوي. د یوې هندو مذهبه جوړې واده څو ساعته وخت نیسي او د اصلي برخې تر پیلیدو مخکې د واده څو مقدماتي مراسم ترسره کیږي.
انځور: Orhan Cicek/Anadolu Agency/picture-alliance