د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ مشرې دينيس فرانسس، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهنې ادارې (اف ای او) تر چتر لاندې «د موجود او د راتلونکو نسلونو د لوږې د ختمولو پر لور پرمختګ» پر موضوع پروګرام ته د وينا پر وخت په هند کې د ديجتيالي پرمختګ وستایلی. نوموړې په دې ترڅ کې د هند په کليوالو سيمو کې د ميشتو هغو خلکو يادونه وکړه چې پر ځېرک تليفون باندې د يوه کليک له لارې د پېسو د ترلاسه کولو او ليږدولو جوګه دي.
هغې وويل: «موږ د چټک پرمختګ له پاره د ديجيتال کولو په څېر اقداماتو ته اړتيا لرو چې بېلګه یې په هند کې وينو. هند توانیدلی دی چې يوازې د ځيرک تليفون په کارولو سره په تيرو پنځه شپږ کلونو ۸۰۰ ميليونه خلک له بې وزلۍ را وباسي.»د ملګرو ملتونو دغه مشرې په هند کې انترنت ته لاس رسی يو ډېر هم عنصر وباله او ویې ويل چې هند له دې څخه په ګټه پورته کولو بريالی شوی خو د نړۍ ډېر نور هېوادونه په دې نه دي توانيدلي.
هند کې تېرو پنځو شپږو کلونو کې د ځيرک تليفون په کارولو سره ۸۰۰ ميليونه کسان د بې وزلۍ په له منځه وړلو توانيدلي دي.انځور: Nasir Kachroo/NurPhoto/picture alliance د نورو هېوادونو له پاره يوه بېلګه
فرانسس، وويل چې د هند د لېرې پرتو سيمو خلک چې له بانکي سيسټم سره یې هیڅکله کومه اړيکه نه وه لرلې، اوس په ډېرې کامیابۍ سره د ځيرک تليفون له لارې خپل کاروبارونه پر مخ وړي.نوموړې زياته کړه چې هغوی بلونه له دې لارې پرې کوي او د تقاضا د پوره کولو په صورت کې ورته له دې همدې لارې پېسې هم ورکول کیږي.
هغې زياته کړه: «۸۰۰ ميليون خلکو بې وزلۍ ته ماته ورکړې ده، ځکه چې په هند کې د ښه انترنت آسانتيا هر څوک لري او کابو هر کس ګرځنده تليفون لري.»
نوموړې وويل: «د نړۍ د جنوب په ډېرو برخو کې داسې نه ده. له همدې کبله په دې لار کې هلو ځلو ته اړتيا ده. د دې عدم مساوات د له منځه وړلو له پاره د ديجيتال کولو په موخه د سافت وير د نړيوال چوکاټ په اړه خبرې اترې بايد پېل شي.»
د يادولو وړ ده چې په هند کې د لومړي وزير نريندر مودي، حکومت په تېرو لسو کلونو کې ديجيتلايزيشن يا ديجيتال کولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. د تېرې لسیزې په ترڅ کې په هېواد کې د پېسو په ديجيتالي راکړه ورکړه کې چټکوالی ليدل شوی دی.
د نريندر مودي په مشرتوب په آسيا کې د هند نوی نقشThis browser does not support the video element.
د مودي حکومت د « JAM» په نامه پروګرام له لارې ديجتيالي کارونې ته ودې ورکړې ده. د دې پروګرام له لارې خلک دې ته رابلل شوي چې په بانکونو کې حسابونه پرانیزي او هر حساب د «AADHAAR» يا آدهار کارډ له یوې نمبر سره وصل شوی دی. د دې لارې په ټول هېواد کې خلک، حتی د کليوالو سيمو اوسيدونکي هم، بېلا بېلو دولتي پروګرامونو سره وصل کیدلای شي او هغو خلکو ته چې له د ټولینزو خدماتو څخه ګټه پورته کوي، پېسې نيغ په نیغه د هغوی د بانکونو له لارې رسيږي.
له آیفون نه تر آیفون دولس پورې سفر
لومړی آيفون موبايل په ۲۰۰۷م کال کې بازار ته راووت. هغه وخت خلکو فکر نه کاوه چې ځیرک تيليفونونه او ټولنيزې رسنۍ به دومره پرمختک کوي. دلته د لومړي آيفون نه تر آيفون دولس پورې سفر په انځورونو کې کتلی شئ. انځور: Apple Inc./Brooks Kraft/AFP لومړی آيفون د ۲۰۰۷م کال په جون میاشت کې معرفي شو. نوم يې «آیفون» وو، چې په توليد سره يې د ايپل شرکت هم مشهور شو. د دغه موبايل کمره دوه ميګا پکسله وه او د ټچ سکرين قابليت او ځينې نورې وړتياوې يې هم درلودې. دغه موبايل په مارکيت کې د یو «انقلابي» توليد په څير ثابت شو.
انځور: picture-alliance/dpa/Apple ايپل شرکت د ۲۰۰۸م کال د جولای مياشتې پر ۱۱مه، تري جي آیفون راويست. د دغه ګرځنده تيليفون تر ټولو مهم خاصيت دا وو چې «تري جي» انترنيت سره يې جوړښت درلود چې هغه وخت ډيره لویه خبره وه.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Mabanglo د ۲۰۰۹م کال په جون مياشت کې اپيل خپل دريم ماډل ګرځنده تيليفون «آيفون تري جي ايس»معرفي کړ. د دغه تيليفون کامره درې ميګاپکسله وه او د ويډيو ريزوليوشن يې ۴۸۰پی وو. دا د مخکنيو ماډلونو په پرتله ډير قوي موبايل وو.
انځور: imago يو کال وروسته، د ۲۰۱۰م کال د جون میاشتې پر ۳۱مه «آیفون څلور» معرفي شو. د آيفون څلور کامره پنځه ميګاپکسله او د ويډیو ريزولوشن يې تر ۷۲۰ پکسل پورې وه. دا لومړنی ګرځنده تيليفون وو چې په ايچ دي کیفت ويډيو اخیستونکې کامره یې درلوده.
انځور: picture alliance/dpa آيفون څلور ایس، د ۲۰۱۱م کال د اکتوبر میاشتبې پر ۱۴مه معرفي شو. دا له مخکيني ماډل څخه ډير پرمختللی وو. کامرې ېې ۸ ميګاپيکسله عکس او ۱۰۸۰ پيکسله ويډيو اخیستله.
انځور: Getty Images/J. Sullivan دغه ماډل آيفون د ۲۰۱۲م کال د سپتمبر پر ۲۱مه راووت. د دغه تيليفون د مخې کامرې د عکس اخیستلو وړتيا ۱ اعشاريه ۲ او د شا کامره يې ۸ ميګا پکسله وه په داسې حال کې چې تر۱۰۸۰ میګا پکسله پورې ويډيو يې اخيستله.
انځور: Getty Images/A. Burton ايپل شرکت د ۲۰۱۳م کال په د سپتمبر پر شلمه، پنځه سي او پنځه ايس ماډل آیفون راويست.
انځور: Getty Images/AFP/K. Nogi د ايپل شرکت د ۲۰۱۴م کال د سپتمبر پر ۱۹مه دوه ماډله تيليفونونه «آیفون شپږ او آیفون شپږ پلس» معرفي کړل. له هغه وخته تر اوسه د نړۍ په بازارونو کې ۱۶۹،۲۲ ميليونه دغه ماډل تيليفونونه خرڅ شوي دي.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/J. Arriens د ۲۰۱۵م کال د سپتمبر پر ۲۵مه ايپل د آيفون شپږ دوه ورژنه «شپږ ايس او شپږ ايس پلس» معرفي کړل. دغه ماډل تيليفونونه ډير کامياب وختل او خلکو خوښ کړل. په مجموعي توګه د دواړو ماډولو څخه ۲۳۱.۲۲ ميليونه خرڅ شول.
انځور: Getty Images/AFP/J. Edelson ايفون ايس آی، آیفون ۷ او آيفون ۷ پلس، په ۲۰۱۶م کال راووتل. دا وخت په بازار کې د ايپل دغو توليداتو ته تقاضا ډيره زیاته شوې وه. ايپل هم تقاضاو ته په کتو، خپلو مختلفو مشتریانو له پاره په مختلفو ورژنونه کې تيليفونونه راويستل.
انځور: picture-alliance/AAP/J. Carrett په ۲۰۱۷م کال کې هم درې ماډله ايفونونه راووتل. آيفون ايکس، آيفون اته او آيفون اته پلس. ايپل په دغو ماډلونو کې د غږ ځانګړی اسيستانت هم معرفي کړ چې مختلف فعالیتونه يې د غږ له طریقه تنظیموي.
انځور: apple.com آيفون ايکس ايس، ميکس او ايکس آر ايبل شرکت خپل دغه درې ماډله تيليفونونه دوه کاله مخکې (۲۰۱۸م کال) راويستل. ايپل شرکت معمولا په خپل نوي ماډل آیفونونو کې د هغو امکانات لوړ کړي دي. د دغه ماډل آيفونونو مجموعي خرڅلاو ۲۱۷.۷۳ ميليونه وو.
انځور: Reuters/S. Lam آيفون يوولس، آيفون پرو اور آيقون ميکس دغه درې ماډله آيفون تيليفونونه په ۲۰۱۹م کال کې راووتل. ايپل د دغو تيليفونو کامرو ته نوره توجه ډيره کړه، ځکه په يوټيوب، ټيک ټاک او فیسبوک په څير ټولنیزو رسنيو کې د ويډيوګانو د خپريدو دود ډير شو چې ايپل هم د مشتریانو تقاضا ته په کتو د لا ښو ويډیو اخیستلو له پاره د کامرو کیفیت لوړ کړ.
انځور: picture-alliance/AP Images/AP Photo/T. Avelar د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر پر ۱۳مه ايپل خپل آيفون ۱۲ هم معرفي کړ. زياته شوې چې د دغه ماډل ټيلفون ۳ نور ورژنونه (آيفون ۱۲ کوچنی، پرو او تري ډي) به هم په نژدې راتلونکې کې بازار ته راووځي.
انځور: Apple Inc./Brooks Kraft/AFP