1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

هند کې د خرابو شرابو څښلو له کبله ۲۱ کسان مړه شوي

۱۴۰۱ مرداد ۴, سه‌شنبه

هندي چارواکي وايي چې په کيمياوي موادو ککړ شوو شرابو د څښکلو له کبله د دغه هیواد په لويديځ کې لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي او ۳۰ تنه نور ېې ناروغان کړي دي. تر اوسه روښانه نه ده چې په دغو شرابو کې څه شی ګډ شوي دي.

Symbolbild |  Selbstgebrannter Schnaps verursacht mind. 70 Tote in Indien
هندوستان کې د خرابو شرابو څښکل - د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/epa/P. Adhikary

د رويټرز په حواله، د هند حکومت لوړپوړي چارواکي، موکيش پرمر، وويل چې د مړېنې دغه پېښې د ګجرات ایالت په احمد آباد او بوټاډ ولسوالیو کې رامنځ ته شوي، چيرته چې د شرابو تولید، خرڅلاو او څښاک په کې ممنوع دي.

په سملاسي توګه روښانه شوې نه ده چې په دغو شرابو کې کومه کيمياوي ماده ګډه شوې چې د مصرف کونکو د مړېنې سبب ګرځيدلې ده.

د پریس ترست آف اينډيا په نوم هندي خبري آژانس ويلي دي چې پولیسو د پیښې په تړاو ګڼ شمیر مشکوک کسان نيولي چې د شرابو په خرڅلاو کې ښکيل دي. ويل شوی چې نیول شوي کسان هغه افراد دي چې ممنوعه توکي پلوري.

په هندوستان کې د غیرقانوني شرابو د څښکلو له کبله مړينې معمول دي او دغه ډول شراب په کې ارزانه دی. د دا ډول شرابو تولیدونکي ډیری وخت په هغو کې د قوت د ډيرولو په خاطر زیان اړوونکي کیمياوي مواد وراضافه کيږي.

د ناقانونه مشروباتو تولید او خرڅلاو د ټول هندوستان په سطحه يوه لويه عایداتي سرچینه ګڼل کيږي کوم چې غیرمجاز پلورنکي ېې د خرڅلاو له بابته مالیه نه ورکوي. د دغو شرابو کاروباريان په پریمانه کچه دغه ډول شراب په بې وزلو خلکو په ارزانه بیه پلوري. په ۲۰۲۰ کال کې د هندوستان په شمالي ایالت پنجاب کې لږ تر لږه ۱۲۰ کسان د ککړو شرابو د څښکلو له کبله مړه شوي ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب