د هند یوې محکمې گورو ګرمیت رام رحیم سینګ، ته د جسني تیري په یوه قضیه کې د دوشنبې ورځ سزا واوروله شوه او د لسو کلونو په بند محکوم شو. تر دې د مخه محکمې هغه تورن بللی وو او له دې کبله د هغه پیروانو د تاوتریخوالي ډکو لاریونونو لاس پورې کړ چې په پایله کې یې ۳۱ تنه ووژل شول. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې دغه مذهبي مشر اوس د هند په شمالي ښار روهتک، کې بندي دی او هغه ته سزا هم په دغه ځای کې اورل شوې ده.
خو دا چې کوم تاوتریخوالی رامنځ ته نه شي، چارواکو له ځایي خلکو غوښتي دي چې له خپلو کورنو د ضرورت پرته را و نه وځي. د همدې اندیښنې له کبله رام رحیم سینګ، د مذهبي فرقې یو شمیر مهم کسان د احتیاط له مخې نیول شوي دي.
ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ څوک دی؟
ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، ادعا کوي چې د مریدانو شمیر یې پنځوس میلیونه دی، خو ډیر شمیر کړۍ هغه یو شخړه ایز شخصیت ګڼي. خو آخر په دغه مذهبي مشر کې داسې څه دي چې د هند یو مهم او روحاني مشر ګڼل کیږي. انځور: picture-alliance/dpa/Str ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، د «چمګیلا ګرو» په نامه هم پیژندل کیږي. ځکه هغه رنګارنګ کالي اغوندي او پړقیدونکي طلا په غاړه کوي. هغه د بالي ووډ په یو شمیر فلمونو کې راڅرګند شوی دی، چې دغه فلمونه یې په خپل لګښت جوړ کړي دي. خو دا چې هغه عاید له کومه تر لاسه کوي، تر اوسه پورې معلومه نه ده.
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Topgyal ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، خپل ځان ته «مدني فعال» او «بشر دوست» وایي. هغه خپله یوه مذهبي ډله هم جوړه کړې ده، چې په کې د هند د مختلفو دینونو خلک د ده پیروان دي. په ۲۰۱۰م کال کې هغه د ډله ایزو ودونو مراسم هم تر سره کړي وو چې په کې د ده زرو پيروانو له هغو ښځو سره ودونه کړي وو چې پخوا یي بد لمني کوله.
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Topgyal په نزدې تیر وخت کې د ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، یو شمیر فلمونو رونق موندلی وو چې په کې «مسینجر فرم ګاډ» یا د خدای پیغمبر او یو شمیر نور فلمونه هم شامل دي. په دغو فلمونو کې هغه خپل ځان د داسې یوه کس په توګه ښوولی چې د کوم لوړ مقام خاوند وي. دغه شان هغه د موسیقۍ ځینې البومونه هم وړاندې کړي دي. په ۲۰۱۴م کال کې د ده یوه سندره «لو چارجر» ډیره مشهوره شوې وه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Topgyal په ۲۰۰۷م کال کې ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، په یوه اعلان کې د ګرو ګوبند سینګ، په بڼه راڅرګند شو. له دې کبله د سیکانو ټولنه کې غوسه راپاریده. ګرو ګوبند سینګ، سکان خپل معتبر مذهبي مشر ګڼي او له دې کبله یې هغه ته د «سپکاوي» په تور سکانو په هند کې لاریونونه وکړل. بالاخره د رام رحیم ډلې له خوا بخښنې دغه موضوع سړه کړه.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Pal Singh په هند کې د بیلا بیلو مذهبي ډلو د احساساتو د ژوبلولو سربیره پر ګرو ګرمیت رام سینګ باندې جرمي تورونه هم لګیدلي دي. په ۲۰۰۰م کال کې د یوه خبریال د وژلو د توطیې په قضیه کې له هغه څخه پوښتنې ګرویږنې وشوې. خو په ۲۰۰۲م کال کې د جنسی تیرې په یوه تور کې هغه د روان میلادي کال د اګست په ۲۴ تورن وګڼل شو.
انځور: picture-alliance/Pacific Press/R. Prakash د محکمې له لوري د ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، تر مجرم ګڼلو وروسته په هریانه او پنجاب ایالتونو کې د هغه مریدانو احتجاجونه پېل کړل. د دغه احتجاجونو په ترڅ کې تر اوسه لږ تر لږه ۳۱ تنه وژل شوي دي. په دغه ترڅ کې یو شمیر امنیتي ځواکونه هم ټپیان شوي دي. ډیر شمیر کسان د هغه په پلرني ټاټوبي پنچکولا کې وژل شوي دي.
انځور: Reuters/C. McNaughton په ځانګړې توګه په پنچکولا کې د رام رحیم مریدانو دولتي تأسیساتو ته زیان اړولی دی. پر دې سربیره قهریدلو لاریون کوونکو یو شمیر موټر هم وسوځولې. د هند لومړي وزیر نریندر مودي ویلي دي چې پر لاریونونو باندې د کنترول له پاره له ټولو وسایلو کار واخیستل شي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A.Qadri د هریانه او پنجاب په بیلابیلو سیمو کې د تاوتریخوالي له کبله په حساسو سیمو کې امنیتي ګامونه اخیستل شوي دي. خو د ځایي رسنیو په حواله قهریدلي لاریون کوونکي ماتې خوړلو ته نه تسلیمیږي.
انځور: Reuters/C. McNaughton ځایی چارواکو په ځینو ځایونو کې پر ګرځیدو بندیز لګولی دی. په چندي ګړهـ او شا او خوا سیمو کې ۱۵ زره امنیتي ځواکونه پر دندو ګمارل شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Sharma د ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، پلرني ښار پنچکولا د جګړې د ډګر بڼه غوره کړې وه. چارواکي د وضعیت د کنترولولو له پاره پوره هڅه کوي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Sharma
اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د محکمې له لوری د سزا تر اورولو د مخه روهتک ته د تلونکو سرویسونو او اور ګاډي سفرونه لغوه شول، څو په دغه سیمه کې د نوموړي مذهبي مشر د پلویانو د راغونډیدو مخه ونیول شي. دغه سیمه د هریانه په ایالت کې موقعیت لري.
ځایي پولیس وایي چې د زندان چار چاپیر څو امنیتي کمربندونه راتاو کړی شوي دي او او حکومتي ځواکونو ته د کوم احتمالي تاوتریخوالي د رامنځ کیدو په صورت کې د فیر کولو اجازه شته.
دغه مذهبي مشر پر خپلو دوو پیروانو باندې د جنسی تیري، تورونه ردوي. دغه قضیه له ۲۰۰۲م کال راهیسې ادامه لري.
د محکمې تر حکم وروسته ډیر معلومات نه شته، خو د رام رحیم سینګ، مدافع وکیلان وایي چې د دغې محکمې د پریکړې پر ضد هغه د تمیز غوښتنه کولای شي. د جنسي تیري، د قضيې پلټنه د هند د تحقیقاتو مرکزي ادارې تر سره کړې وه او هم د دغې ادارې ځانګړې محکمې دغه مذهبي مشر د لسو کلونو د بند په سزا محکوم کړ.