1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينآسیا

هندوستان: د عبادت ځای په ګڼه ګوڼه کې ۹ کسان مړه شوي

۱۴۰۴ آبان ۱۰, شنبه

د شنبې په ورځ د هند په سویلي ایالت اندهرا پردیش کې د هندوانو په یوه عبادت ځای یا مندر کې د زیارت کوونکو ترمنځ د رامنځته شوي ټيل ماټیل له کبله لږ تر لږه نهو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

آرشیف انځور: په یوه عبادتځای کې د ګڼې ګوڼې په پایله کې ۹ زیارت کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی
آرشیف انځور: په یوه عبادتځای کې د ګڼې ګوڼې په پایله کې ۹ زیارت کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دیانځور: Priyanshu Singh/REUTERS

د ټيل ماټیل دغه پيښه د هند د اندهرا پردیش ایالت د سریکاکولم ولسوالۍ په وینکیتسور مندر کې، چیرې چې د باور کوونکو ګڼه ګوڼه زیاته وه رامنځته شوې ده.

د اندهرا پردیش ګورنر(والي) ایس عبدالنظیر په «ټيل ماټیل کې د نهو زیارت کوونکو پر مړینې خواشينې» ښودلې ده. د هند لومړي وزیر نریندر مودي هم د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوګي څرګنده کړې ده. مودي ویلي دي چې «دعا کوم ټپیان زر ښه شي.»

په هندوستان کې په مذهبي مراسمو کې ډیری وختونه د ګڼې ګوڼې له کبله د ټیل ماټیل پيښې رامنځته کیږي. د روان کال په سپټمبر کې په تامل ناډو ایالت کې د مشهور فلمي ستوري وجی، چې اوس یې سیاست ته مخه کړې ده، د ټاکنیز کمپاین پر مهال ګڼه ګوڼه کې لږ تر لږه ۳۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

په بلوچستان کې د هندوانو ستر مذهبي فیستیوال

02:23

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب