«هوايي پل، د کلا بندوو سوریایانو د ژغورلو وروستی چانس»
۱۳۹۵ خرداد ۱۳, پنجشنبه په ملگرو ملتونو کې د فرانسې سفیر فرانسوا دیلاتره په نیویارک کې د خبریالانو پر وړاندې وویل چې دا خبره ښکاره ده چې د سوریې ښارونو ته آزاد لاس رسی ممکن نه دی. د هغه په خبره له دې کبله د ملگرو ملتونو د خوراک نړیوال پروگرام (ډبلیو اف پي) داریا، مضایا او معظمیه ته له هوا څخه د مرستو د رسولو چاره ولټوي.
خو په ملگرو ملتونو کې د بریتانیې دیپلومات متیو رایکرافت شکایت کړی دی چې : «مرستې ډیرې لږي دي او ډیر ناوخته شوی دی.» د هغه په خبره د هوا له لارې د مرستو د رسولو پرته بله کومه لار نه ده پاتې. فرانسې او بریتانیې له ملگرو ملتونو څخه په دې تړاو د گامونو اخیستو غوښتنه کړې ده.
د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې په ورځ یوه بیړنۍ غونډه کوي تر څو له هوا څخه د مرستو د غورځولو په هکله غور وکړي. د چهارشنبې په ورځ د حکومتي ځواکونو له لوري د داریا ښار د کلابندۍ تر څلورم کال وروسته د لومړي ځل له پاره اجازه ورکړل شوه چې دغه ښار ته مرستي ورشي، خو یوازې دارو درملو ته.
«ټکان ورکوونکي او د منلو وړ نه ده»
په ملگرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویتالي چورکین له هوا څخه د مرستو رسول د یوه مثبت پرمختگ په توگه هر کلی کړی دی او داسې اشاره یې ورکړی دی چې اوسمهال له الوتکو څخه د مرستو د اکمالاتو پلانونه احتمالا تعقیب نه شي.
د ماشومانو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې «سیف دي چلډرن» انتقاد کړی دی چې دا «ټکان ورکوونکي او د منلو وړ نه ده» چې شا او خوا ۸۰۰۰ بند پاتې شوو کسانو ته خوراکي مرستې نه شي رسول کیدای.
د سوریې اپوزیسیون د دغه هیواد پر واکمن بشارالاسد باندې «د لوږي ساتلو سیاست» ته د ادامې ورکولو تور لگولی دی. داریا ته د سوریې له پلازمېنې دمشق څخه په موټر کې یوازې پنځلس دقیقي لار ده او په هغو لومړنیو ښارونو کې شمیرل کیږي چې پکښې ولس د بشارالاسد پر ضد احتجاج پېل کړی وو. د رپوټونو له مخې له ۲۰۱۲م کال راهیسې هغوی د حکومتي ځواکونو له لوري کلابند دي.
یو بشري هوایي پل
د سوریې د تماس په نوم ډلې لا تیره اوونۍ ملگرو ملتونو ته دا استازیتوب ورکړی وو چې د هوا له لاري مرستې تأمین کړي، که چیرې اسد او یاغیان مرستندویه سازمانو ته د کلابند شوي ولس د لاس رسي اجازه ور نه کړي.
تیره اوونۍ د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تر غونډې وروسته ویلي وو که چیرې ملگري ملتونه د جون میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې اړمنو کسانو ته د لاس رسي اجازه تر لاسه نه کړي، نو د خوراک نړیوال پروگرام باید یو بشري هوایي پل یا د هوا له لارې د مرستو رسول تأمین کړي.
د ملگرو ملتونو کارپوهانو په مکرر ډول خبرداری ورکړی دی چې په کلابندو شوو ښارونو کې لا نور ډیری انسانان له لوږې سره مخامخ کیدی شي.