هوسۍ مومند: له آلمان څخه د اخراجیدو آوازې مې زوروي
هاجره حرکت۱۳۹۵ شهریور ۱۹, جمعه[No title]
نور مطالب:
د افغانستان نه ختمیدونکې ناامني او په آلمان کي نامعلوم انتظار
جرمني ته تازه رسېدلي افغان مهاجر د برلین په پخواني «تمپلهوف» هوایي ډګر کې ځای پر ځای شوي دي. ځينو مهاجرو تر پنځو میاشتو زیات وخت په دې ځای کې تیر کړی دی او يوې ښې راتلونکې ته هیلي نه لري.
په برلین کي ګڼه ګوڼه زياته وي. خو په دغه ښار کې ټول ښه ژوند نه لري. د دې کمپ ځیني اوسیدونکي که وغواړي چې دباندي ووزي بايد د کمپ له مسئولانو څخه اجازه واخلي.
که څه هم دا د پناه غوښتونکو موقت کمپ دی، او د آلمان د قوانیو له مخې باید مهاجر تر درو میاشتو وروسته له دې ځای خپل دایمې کمپ ته ولیږدول شي، خو دلته داسي مهاجر شته چې تر پنځو میاشتو یې ډیر وخت تیر کړی دی.
په تیرو څو میاشتو کې د برلین د دغه پخواني هوایي ډگر او د مهاجرو اوسني کور د بشري حقونو د فعالانو ډیره توجه ځان ته جلب کړې وه. په دې ځای کې وضعیت ډیر خراب وو او په زرونو کسانو پکښې ژوند کاوه.
خو اوس د کمپ وضعیت بدلون موندلی دی او یوازي څلور سوه پناه غوښتونکي پکښې ژوند کوي. لامل یې اروپا ته د رسیدونکو مهاجرو د شمیر کمښت دي.
په دغه کمپ کې د میشتو مهاجرو په ډله کې ځيني ښځي هم شاملې دي. د دې کمپ خونې چت او دروازې نه لري چې له کبله یې ډیري ښځي د آرامښت ستونزي لري.
احمد یو افغان مهاجر دی چې له اوو میاشتو راهیسې په آلمان کې ژوند کوي. پنځه میاشتي کیږي چې هغه په تمپلهوف کمپ کې ژوند کوي.
احمد او نامزاده یې په دې کمپ کې ژوند کوي هغوی دلته خصوصي حریم نه لري. دغه دواړه ځوانان نور د یوې ښې راتلونکې له پاره ډیره هیله نه لري.
په دې کمپ کې ډیر ماشومان هم ژوند کوي. که څه هم هغوی وړکتون او ښوونځي ته ځي، خو کورنۍ یې بیا هم د دغو ماشومانو په اړه د ژوند د خرابو شرایطو له کبله اندیښمن دي.
په دې کمپ کې اکثره مهاجر ښه روحي وضعیت نه لري. هغوی هیله لري چې د آلمان دولت یې د دوسیو په اړه ژر پریکړه وکي، څو دوی ته له دې ځایه ژر د وتلو امکان پيدا شي.
که څه هم په دې کمپ کې ژوند ډیر ښه نه دی، خو بیا هم ځيني مهاجر د راتلونکې له پاره هیله لري.
په برلین کې د تمپلهوف کمپ یو انځور. پخوانۍ هوایي ډګر چې اوس آلمان ته د تازه رسېدلو مهاجرو په یوه کمپ بدل شوی دی.