هولبروک: د طالبانو يو شمېر مشرانو د سولي خبرو ته ليوالتيا ښودلې
۱۳۸۹ آبان ۳, دوشنبههولبروک دغه راز زیاته کړې چي دغه ليوالتياوي د تماسونو او بحثونو په کچه دي نه د سولي د مذاکراتو په کچه.
ده ويلي دي: هغه څه چي موږ يې په لاس کي لرو، دا دي چي د طالبانو يو ډير شمیر لوړپوړي چاورواکي وايي چي دوی خبري اتري غواړي.
«موږ فکر کوو چي دا تر ډيره ځايه د هغو فشارونو نتيجه ده چي پر دوی د جنرال ډيويد پيتريوس او ناټو لخوا اچول سوي دي.
د «سي ان ان» سره د ريچارد هولبروک مرکه دا ښيي چي د امريکا متحده ايالاتو دولت په داسي حال کي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو له بهير څخه ملاتړ کوي چي په افغانستان کي د خپلو پوځيانو د شمېرد کمولو تصميم لري.
دا په داسي حال کي ده چي تيره اونۍ، نيويارک ټايمز ليکلي وه چي ناټو د طالب رهبرانو ته اجازه ورکوي ترڅو د افغان حکومت سره د خبرو اترو لپاره کابل ته سفر وکړي.
يو شمېر کاپوهان دغه بدلون د جنګيدو او خبرو اترو په استراتيژي کي يو بدلون بولي. دغه ستراتيژي، په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو قومندان، ديويد پيتريوس، په لاس کي ده.
هولبروک چي د سولي له لاري د جنګونو د ختمولو تجربه لري، ګواښ کړي چي د افغانستان جګړه به لکه د ويټنام و بوسنيا جګړې، د رسمي خبرو اترو د لاري به ختمه نسي.
«په افغانستان کي «هوچي من» او «سلوبودان میلا سوویچ» نسته. دلته د فلسطين خودمختاره اداره هم نسته. دلته ډیر متفرق ګروپونه شتون لري، چی موږ ورته په خاصه توګه د دښمن خطاب کوو.»
د دغو ښورښیانو په ډله کي د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو ډله، پاکستاني طالبان، د حقاني شبکه، اسلامي حزب، لښکر طییبه او د القاعدې شبکه شامل دي.
خو يوازنۍ ډله، چي هولبروک د سولي خبري اتري ورسره رد کړي دي، د القاعدې شبکه ده.
هغه وويلي دي: د افغانستان جګړه، له نظامي لاري د ګټلو وړ نه ده. دلته ځيني ډير مهم سياسي عناصر سته، چي موږ ورته متوجه یو.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجيب الله زيارمل