1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هيومن رايټس واچ : تاميليان بايد د کمپ څخه د وتلو اجازه ولري

۱۳۸۸ مهر ۲۰, دوشنبه

د سريلانکا پوځ د روان مېلادي کال د می په مياشت کښي اعلان وکړۍ چي د تاميل پړانګانو په پوره ماتولو سره يې 26 کلني کورنۍ جګړې ته دپای ټکی ايښی دی . تاميل پړانګانو د سريلانکا څخه جلا کيدل

د تاميلي کډوالو او مهاجرينو کمپ
د تاميلي کډوالو او مهاجرينو کمپانځور: AP

او د يوه تاميلي هيواد جوړيدل غوښتل . کله چي په سيمه کي انګرېزان واکمن وه نو هغوی و تاميل نژاده هندواڼو ته د نورو وګړو په پرتله د زدکړي او کار ډيري آسانتياوي برابري کړي وې . پداسي حال کي چي د سريلانکا 75 فيصده نفوس بودايي مذهبه سينګالېزان دي ،نو هغوی د انګرېزانو او تاميل نژادو څخه ناخوښه وه . خو کله چي 46 کاله تر مخه سريلانکا خپلواکي تر لاسه کړله، نو پله واوښتله، او په هيواد کي د تاميل نژادو سره تعصبي چلن ډير سو .

همدا ؤ چي د تاميل پړانګانو په نامه يوې وسله والي ډلي د حکومت پر ضد جنګ پېل کۍ، چي په ترڅ کي يې 75000 انسانان ووژل سول . د تاميل پړانګانو تر ماتېدو وروسته د سريلانکا په ځنګل کي د تاميل کډوالو دپاره کېمپونه جوړ سول .

په تيرو شپږو مياشتو کي مرستندويه ټولنو د سريلانکا په دغه ځنګل کښي د نړۍ د تر ټولو لوی مهاجر کمپونو څخه يو جوړ کړی دی . پدغه پراخ کمپ کښي بانکونه، ښونځۍ او پوسته خانې هم جوړي سوي دي . خو په دغه لاګر يا کېمپ کي آزادي نسته . دغه کمپ د سريلانکا د پوځ لخوا ساتل کيږي . دننه اوسېدونکي تاميل کډوال اجازه نلري چي د کمپ څخه دباندي راووزي، او نه هم د دباندي څخه چا ته اجازه ورکول کيږي چي کمپ ته ورننوزي .

له همدې وجي اوس ډير مرستندويان او ډيپلوماټان دا بېره لري چي دغه کمپ د تاميل مهاجرو دپاره يو اوږدمهاله د نظر بندۍ ځای ونه ګرزي . د سريلانکا په دغه لوی کمپ کي چيري چي اوس يې د اوسېدونکو تعداد تقريبا دوه لکو لسو زروته رسيږي، وضعه مخ پر خبرابېدو ده . د کوچنيانو د ناروغيو تر څنګ، د کولورا، سيل، ژړي او ورته نوري ناجوړياني پدغه کمپ کي مخ پر زياتېدو دي . د پنځو کسو دپاره جوړو سوؤ کيږديو کي تر 15کسانو پوري اوسيږي . په کمپ کښي د اوبو کمښت هم شديد دی . په دغه سیمه کي ډېر ژر د مون سون بارانونه هم شروع کيدونکي دي، او ښايي له وجي څخه يې وضعه لا پسې خرابه سي .

اوبو ته بايد په نوبت ودريږيانځور: AP

د بشري حقونو د بين امللي ټولني هيومن رايټس واچ د آسيايي څانګې مشر برېډ آډمس د دوشنبې په ورځ ددې خبر داری ورکړی چي که مؤثر ګامونه پورته نسي ، نو به په کمپ کي حالات ډېر خراب سي .

دی وايي ، « پدغه ډله ايز زندان کي تقريبا دوه نيم لکه انسانان ګير دي . پداسي حال کي چي د مون سون بارانونه مخ پر شروع کيدودي ،کارپوهانو خبرداری ورکړی دی چي ناجوړياني به په کمپ کښي په سرعت سره ډيري سي . د ناپاکه اوبو د چښلو له وجي ښايي د کولورا تر څنګ ورته ناجوړياني خپرې سي . که د مون سون پر وخت سېلابونه راسي نو به د اوسېدونکو کږدۍ او خيمې له منځه يوسي او دوی به په لوند او سوړ موسم کي د سرپناه تر څنګ خپل هر څه د لاسه ورکړي .

نه يوازي دا چي د مريضيو د زياتېدو امکانات سته، بلکه د کمپ اوسېدونکي هم مخ په زياتيدونکي ډول سره په قهر دي . په کمپ کي دننه احتجاجونه سوي ،او د بعضو راپورونو له مخي سريلانکايي پوځ پر بعضو احتجاج کوونکو فيرونه هم کړي دي .

وضعه مخ پر خرابيدو ده . حکومت بايد چي دغه خلک آزاد کړي . اصلي مقصد دا دی چي هغه خلک چي نورو ځايو ته تلل غواړي ،بايد ورته اجازه ورکول سي .

خو دسريلانکا د حکومت وياند بيا پر ملګرو ملتو تور ولګوۍ چي په کمپ کښي يې د پاکۍ او نظافت اړخونه د پامه غورځولي دي .

PA/ AJE/ محمد ولي اڅکزی

کتونکی : محمد قاسم نوري

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب