1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هیله لرو چې طالبان د نجونو د ښوونځو په اړه تجدید نظر وکړي»

۱۴۰۱ فروردین ۷, یکشنبه

د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو تر رخصتولو وروسته دغه اقدام له پراخو غبرګونونو او اعتراضونو سره مخامخ شوی دی. اوس د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي هم د نجونو له پاره د ښوونځیو د پرانیستل کیدو هیله کړې ده.

Taliban ordnen die Schließung von Mädchenoberschulen in Afghanistan an
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانکړي استازي توماس وست، د شنبې په ورځ وویل چې هیله مند یو چې طالبان به په راتلونکو ورځو کې د نجونو د زده کړې منع کولو د پریکړې په اړه له سره غور وکړي.

د امریکا ځانګړي استازې وویل: «زه هیله مند یم چې په راتلونکو ورځو کې د طالبانو د دې پریکړې په اړه تغیرات ووینم.»

امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د لیسې او متوسطې دورو نجونو پر مخ د ښوونځو دروازو تر تړولو وروسته، په غیر مترقبه ډول د دغې ډلې له استازو سره لیدنه کتنه لغوه کړه. په پام کې وه چې په دې لیدنه کتنه کې د کلیدي اقتصادي مسایلو په اړه بحث شوی وای.

په افغانستان کې د لیسې او متوسطې دوری نجونو ښوونځو ته د ورتګ د ممانعت په اعتراض کې د ډیر شمیر نجونې او هلکان سړکونو ته ووتل او د طالبانو د پریکړې پر ضد یې اعتراضونه  وکړل. ځايي رسنیو په دغو اعتراضونو کې د لسګونو کسانو د ګډون کولو رپوټ ورکړی.

د ملګرو ملتونو سازمان، ډیر شمیر لویدیځو هیوادونو، اروپايي اتحادي او په نړیواله کچه ډیر شمیر سازمانونو لا دمخه د طالبانو پر دې اقدام نیوکې کړي دي. په یوه بې ساري ګام سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د دغه اقدام په ځواب کې تر یوې ناستې وروسته له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې ټولو نجونو ته دې ښوونځي ته د ورتګ زمينه مساعده کړي.

په همدې ارتباط د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لسو تنو غړو د جمعې په ورځ د یوه ګډ دریځ په ترڅ کې د یوه تویتري پيغام له لارې له طالبانو وغوښتل چې په عاجل ډول دې د نجونو ښوونځي پرانیزي. هغوي ټینګار وکړ: «زده کړه د ټولنې له پاره یو له مهمو بنسټیزو موضوعاتو څخه دی».

آژانسونه: ش.ن/خ.ح