یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي دي چې جو بایدن تیره اوونۍ پر رفح ښار د اسرائیل د پلان شوي برید په غبرګون کې اسرائیل ته د استول کیدونکو وسلو یوه بسته ځنډولې ده. سپینې ماڼۍ او پنتاګون په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کړې ده.
غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه
03:13
دغه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي دي چې واشنګټن په ډیر دقت سره د دغو وسلو د لیږد بهیر چې ښايي په رفح کې وکارول شي و ارزاوه او په پایله کې یې د ۱۸ سوو 2,000-lb بمونو او ۱۷ سوو 500-lb بمونو لیږد ځنډولی دی.
دا لومړی ځل دی چې امریکا متحده ایالات د حماس له خوا پر اسرائیل د تیر کال د اکتوبر مياشتي د اوومې نیټې له برید راهیسې دغه هیواد ته د وسلو لیږد ځنډوي. امريکا متحده ايالات د اسرائیل تر ټولو نزدې متحد او د وسلو تر ټولو لوی برابروونکی هیواد دی.
له بلې خوا بیا یوه اسرائیلي چارواکي د دغه رپوټ له تائیدولو ډډه کړې ده. دغه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط ویلي دي چې «که موږ آن د خپلو ګوتو په څوکو هم جګړې ته اړ شو نو هغه کار به وکړو چې اړین وي». د اسرائیل د پوځ یوه ویاند بیا ویلي دي چې له واشنګټن سره اختلافات په خصوصي شکل حلیږي.
د اسرائیل ځواکونو د سې شنبې په ورځ د غزې او مصر تر منځ سرحدي سیمه تر خپل کنترول لاندې راوستله. له دې سره نو دې سیمې ته د مرستندویه توکو رسیدل لا پسې ستونزمن شوي دي.
اعلان
د اوربند پر سره خبرې اترې
په قاهره کې د خبرو اترو ټولو ګډونوالو د سه شنبې په ورځ مثبت غبرګون ښوولی دی. په دغو مذاکراتو کې حماس، اسرائیل، امریکا متحده ایالات، مصر او قطر ګډون لري. له بلې خوا اسرائیل د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د حماس له خوا وړاندیز شوې یو درې مرحله يي پلان ورته د منلو وړ نه دی. خو اوس د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي دي چې حماس د وړاندیز له پاره یو نوي متن چمتو کړی چې کیدای شي د دواړو اړخونو واټن راکم کړي.
بیلابیلو سرچینو ویلي دي چې د وړاندیز په لومړۍ مرحله کې یو شپږ اوونیز اوربند، غزې ته د مرستو رسیدل، د ۳۳ اسرائیلي برمته شویو کسانو ژوندي او یا مړي ستنول، او د هر اسرائیلي برمته شوي کس د آزادي په مقابل کې د اسرائیل له خوا د ۳۰ ماشومانو او ښځو خوشي کول شامل دي.
دواړو خواوو تر دې مخکې یوازې په نومبر میاشت کې د یوې اوونۍ له پاره جګړه درولې وه. له هغه راهیسې دواړه اړخه د اوربند له پاره بیلابیل شرایط لري. حماس برمته کړي اسرائیلیان نه آزادوي او وایي چې یوازې یوه دایمي حل لارې ته چمتو دی، خو اسرائیل بیا د یوې مؤقتي حل لارې په رامنځ ته کولو ټینګار کوي.
په غزې تراډه کې د تیر کال د اکتوبر مياشتي پر اومه نیټه پر اسرائیل باندې د حماس تر خونړۍ برید وروسته جګړه پیل شوه. حماس په دې ترڅ کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۲ نور یې برمته کړل. پر غزې باندې د اسرائیل په برید کې بیا تر اوسه پورې ۳۴۷۸۹ کسان وژل شوي دي چې ډیر یې ملکي وګړي دي. دغه شمیر د غزې د روغتیا وزارت له خوا وړاندې شوی دی.
زموږ له آرشیف څخه:
د مرګ او ژوند په منځ کي د غزې د فلسطینیانو انځوریز راپور
غزه د بشري ناورین په درشل کي ده. د اکتوبرمیاشتي پر اوومه نېټه د حماس د ترهګریزو بریدونو په ځواب کي د اسرائيل د ځوابي بریدونه دوام لري، په غزه کي د وژل سویو او ټپیانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.
انځور: Fatima Shbair/AP/picture alliance
د اسرائيل درانه ځوابي بریدونه
پر اسرائيل د حماس د ناڅاپي تروریستي بریدونو په دوام، دغه هیواد هم پر غزه هوايي بریدونه وکړل چې د حماس ډلي په کنترول کي ده. اروپايي ټولنه، امریکا متحده ايالات او ځيني نور هیوادونه حماس تروريستي ډله ګڼي. د اکتوبر پر نهمه دوشنبه د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وویل: «کوم څه، چي به موږ په راتلونکو ورځو کي له خپلو دوښمنانو سره کوو د دوی د راتلونکو نسلونو له پاره به لکه زنګ داسي وي.»
انځور: Belal Al SabbaghAFP/Getty Images
په غزه کي پراخي ویجاړۍ
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر(OCHA) په وینا نژدې ۸۰۰ تعمیرونه یومخ ویجاړي سوي دي او په سونو نور د اسرائيل په هوايي بریدونو کي تاواني سوي دي. راپورونه وايي، چي په سونو زره کسان اوبه نه لري.
انځور: Mohammed Talatene/dpa/picture alliance
د پاته سویو کسانو په لټه کي
د اسرائيل په هوايي بریدونو کي د غزې تراډي په شمال کي د جبالیه کډوالو پنډغالي له منځه تللي او ژغورونکي کوښښ کوي، چي پاته سوي ژوندي کسان وژغوري. هغه شمیرې چي د پنجشنبې په ورځ خپرې سوي دي، د دواړو لوریو قربانیان تر۲۵۰۰ زیات دي. لږ تر لږه ۱۲۰۰ اسرائيليان او ۱۳۰۰ فلسطینیان وژل سوي دي په زرهاوو کسان ټپیان دي.
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images
د ښځو فرياد
مړي په یوه موټر کي وړل کیږي او یوه فلسطینۍ ښځه بوغاري وهي . په غزه کي د روغتیا مسؤلان وايي تر ۱۴۰ ډېر کوچنیان او ۱۰۰ ښځي وژل سوي دي.
انځور: Said Khatib/AFP/Getty Images
غزه کلابنده سوې ده
فلسطینیان په یوه زاړه مني بس موټر کي د اسرائيل له انتقامي هوايي بریدونو څخه تښتي. د ملګرو ملتونو د یو راپور پربنسټ په غزه کي ۱۸۷ زره کسان بې ځایه سوي دي. ۱۳۷ زره کسانو د ملګرو ملتونو په ښوونځیو کي او ۴۰ زره په شخصي کورونو کي پنا اخیستې ده. امکان نه لري، چي د غزې تراډه دي یومخ پرېږدي. اسرائيل دغه سیمه محاصره کړې او د مصر لار يې هم تړلي دي.
انځور: Saleh Salem/REUTERS
اسرایلي ځواکونه د غزي تراډي پوله خپله مهاروي
د اسرائيل ځواکونه د غزې تراډي پر پوله ګزمه کوي. د حماس ډلي وسله والو د اکټوبر مياشتي پر اوومه پر پوله د اسرائيل درول سوی کټارې ماتي او دغه هیواد ته له ور اوښتلو سره یې عملیات شروع کړل، چي ډېری قربانیان يې ولسي وګړي ول. اسرائيل په ۱۹۹۴م کال کي د غزې پر پوله اغزن تار وغځاوه. په غزه کي د مصر سره پر پوله هم اغزن سیم درول سوی دی.
جان ایګلنډ د ناروې د کډوالو د شورا (NRC) عمومي منشي له CNN سره په مرکه کي خبرداری ورکړ، چي په غزه کي یو انساني ناورین سترګي په لار دی. «د بېلګي په ډول که چیري په روغتونونو کي د برېښنا د نشتوالي او لوږي له لاسه کوچنیان ومري، دا به جنګي جنایتونه وشمېرل سی.»
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images
یحیی سنوار، په غزه کي د حماس د سیاسي دفتر مشر
یحیی له ۲۰۱۷م کال راهیسي په غزه کي د حماس تروریستي ډلي مشر دی. هغه پر اسرائيل د برید له طراحانو څخه ګڼل کیږي. سنوار، چي د کډوالو په پنډغالي کي لوی سوی دی، ویلي دي: «موږ دا غوره ګڼو، چي شهیدان سوو، د دې پرځای، چي تر ظلم او سپکتیا لاندي ومروو.»
انځور: Mohammed Abed/AFP
د لوړي کچي فشار
د حماس ویاند خبري اژانسونو ته ویلي دي چي هر واري چي اسرائيل بیله خبرتیا پر غزه بمبار وکړي یو نیول سوی اسرائيلی به وژل کیږي. په داسي حال کي چی د اسرائيل د باندنیو چارو وزیر الی کوهن ګواښ وکړ چي دا ډول کړنی به هیڅ ونه بخښل سي. حماس پر اسرائيل باندی د برید پرمهال په لسهاوو اسرائيليان له ځان سره ژوندي بیولي دي.