1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

واشنګټن او کابل د سولې خبرو پر گړنديتوب موافقه وکړه

۱۳۹۸ مرداد ۴, جمعه

کابل او واشنګټن ويلي دي چې دواړو اړخونو موافقه کړې ده چې د خبرو له لارې د افغانستان د شخړې د حلولو هڅې دې ګړندۍ کړي. دغه څرګندونې د ولسمشر غني او بهرنیو چارو وزیر پمپیو په یوې تلیفوني اړیکه کې شوي.

Mike Pompeo besucht Afghanistan
انځور: Reuters/J. Martin

واشنګټن او کابل په دې تړاو په یوې ګډي اعلامیه کې ویلي دي چې دغه توافق د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او افغان ولسمشر اشرف غني، تر منځ په تلیفوني خبرو کې شوی دی.

پمپیو تر هغه وروسته له افغان ولسمشر سره خبرې کړي دي چې غني د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، د وروستیو څرګندونو په اړه و وضاحت غوښتی وو.

ترمپ په روانه اوونۍ کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په لیدنه کې ادعا کړې وه چې که وغواړي کولی شي د ورځو په جریان کې د افغانستان جګړه وګټي خو «نه غواړي چې لس میلیونه انسانان ووژني» او دا چې «افغانستان د نړۍ له نقشې پاک کړي».

پمپیو له ولسمشر غني سره په خبرو کې ډاډ ورکړی دی چې د امریکا د ولسمشر د سویلي اسیا په سیاست کې کوم بدلون نه دی راغلی. په هغه کې د امریکا دا ژمنه هم شامله ده چې په افغانستان کې به خپل ځواکونه په مشروط ډول کموي.

په ګډه بیانیه کې راغلي دي چې غني او پمپیو موافقه کړې ده چې «اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې هڅې پراخي شي او د افغانستان جګړې ته د خبرو له لارې یو پای وموندل شي.»

بیانیې روښانه کړې ده چې د امریکا لوی درستیز جنرال جوزیف دانفورد او د افغانستان له پاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، اوس کابل ته استول شوي دي چې «سولې ته د رسیدو د لارې راتلونکي اقدامات له جزئیاتو سره تشریح کړي».

تمه کيږي چې خلیلزاد په کابل کې تر خبرو وروسته، بیرته دوحې ته ستون شي او هلته له طالبانو سره خپلې خبرې پر مخ یوسي. دغه امریکایې دیپلومات له تیرکال راهیسې څو وارې له طالبانو سره لیدلي دي.

خو د افغانستان د سولې پر وړاندې اوس هم تر ټولو لوی خنډ دا دی چې طالبان له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته چمتو نه دي. پر دې سربیره دې ډلې تر اوسه پورې یوه اوربند ته هم غاړه نه ده ایښې.

ms/nz (afp)

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل