1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګټن: ترمپ طالبانو ته د روسیې د انعام اطلاع نه لرله

۱۳۹۹ تیر ۸, یکشنبه

سپينې ماڼۍ د رسنیو هغه یو رپوټ رد کړ چې ګواکې دونالد ترمپ ته مخکې اطلاع ورکړل شوې وه چې د روسيې استخباراتي مامورينو طالبانو ته د امریکایي عسکرو د وژلو په بدل کې د انعام وړاندیز کړی وو.

Symbolbild US Soldat verletzt
انځور: picture-alliance/AP Photo/R.Abd

د سپينې ماڼۍ ویاندې کیلي مک اني په واشنګټن کې وویل چې د«روسیې د استخباراتو له خوا د انعام د وړاندیز» ادعا په ارتباط، نه هم ولسمشر او نه یې هم مرستیال ته اطلاع ورکړل شوې ده. روسیې د یوه «بی بنسټه تور» خبره کړې او طالبانو هم د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دغه رپوټ رد کړی دی.

نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ د امریکایي حلقاتو په حواله رپوت ورکړ،چې د روسیي د نظامي استخباراتو مامورينو طالبانو او د هغو جنایتکاره متحدینو ته په افغانستان کې پر امریکایي او ناټو ځواکونو د مرګوني بریدونو په بدل کې پيسې ورکړي دي.

د دې ورځپاڼې په رپوټ کې زیاته شوې وه چې په دې ارتباط ولسمشر دونالد ترمپ ته مخکې تر دې د مارچ په میاشت کې اطلاع ورکړل شوې وه، خو سپینې ماڼې هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

مک انی دا چې ترمپ یا مرستیال ته یې په دې اړه اطلاع ورکړل شوي وي رد کړې، خو د امریکا متحده ایالاتو له استخباراتي چارواکو سره د دا ډول اطلاعاتو موجودیت یې ممکن وباله.

په واشنګټن کې د روسیې سفارت په خپل تویتر کې ولیکل چې د روسیې پر ضد تر دا ډول تورونو وروسته، په لندن او واشنګټن کې د روسیې د سفارت کارکونکي په مرګ ګواښل شوي دي.

نیویارک ټایمز د روسیې سفارت د جعلي خبرونو په خپرولو تورن کړ. روښانه نه ده چې طالب جنګیالیو د انعام پیسې د امریکایي عسکرو تر وژلو سمدستي وروسته ترلاسه کړي دي او که څنګه؟ د کرملین یوه ویاند نیویارک ټایمز ته ویلي دي چې د دې تورونو په اړه معلومات نه لري.

طالبانو هم دا تورونه رد کړي دي او ویلي یي دي چې له امریکا متحده ایالاتو سره خپلو موافقتنامو ته ژمن پاتې کیږي؛ هغه موافقه چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو ته لاره هواروي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله په کابل کې د طالبانو ډلې یوه غړي ویلي دي: «۱۹ کلن جهاد د کوم استخباراتی سازمان یا پردي هیواد له پاره خیریه کار نه دی.»

طالب جنګیالو په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو د ډیرو بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.انځور: Reuters/Parwiz

احتمالاً د کلونو راهیسې د پاکستان د استخباراتو له خوا د طالب جنګیالیو ملاتړ شوی وي

په ۱۹۷۹م کال کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه د افغانستان خاورې ته ورننوتل. له هغه وروسته اسلامپالو ملیشه و، چې د امریکا له ملاتړ څخه برخمن ول، د پخواني شوروي اتحاد او افغانستان د حکومت پر وړاندې جګړه پیل کړه چې لس کاله یي دوام وکړ.

طالب جنګیالي د همدغو اسلامپاله ډلو له منځ څخه راپورته شول. څه موده مخکې امریکا متحده ایالاتو پر روسیي تور ولګاوه چې دغو جنګیالیو ته وسلې ورکوي، خو طالبانو بیا دغه تورونه رد کړل.

د وروستیو رپوټونو په اساس په دې اړه چې ولې دې روسیه د طالب جنګیالیو د بریدونو ملاتړ وکړي، مختلفې نظریې شتون لري.

یو نظر دا دی چې روسیه غواړي له امریکا څخه په سوریي کې د خپلو اجیر سرتیرو د وژلو بدل یا غچ واخلي. مسکو د سوریی په جګړه کې د دغه هیواد د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي.

یو شمیر نور بیا ګمان کوي چې روسیه لیواله ده چې امریکا متحده ایالات د لا زیات وخت له پاره د افغانستان په منازعه کې ښکیله پاتې شي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ څو ځله اعلان کړی چې غواړي په افغانستان کې د خپل هیواد د ځواکونو څو کلن حضور ته د پای ټکې کیږدي.

د روان کال په فبرورۍ میاشت کې متحده ایالاتو د قطر هیواد په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره یوه موافقتنامه لاسلیک کړه چې ګام په ګام له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته زمينه مساعدوي، خو په دې شرط چې طالبان تاوتریخوالي راکم کړي.

آژانسونه: ش.ن/ م.ق.ن

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل