1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنگټن پر روسیې نوي بندیونه ولګول

۱۴۰۰ فروردین ۲۶, پنجشنبه

امريکا د روسیې پر څو شرکتونو د بندیزونو لګولو اعلان کړی او ويلي یې دي چې د دغه هېواد لس ديپلوماتان یې د هیکري بريدونو او په ټاکنو کې د مداخلې له کبله اخراج کړي دي.

USA Russland Kombo Joe Biden und Putin
انځور: Eric Baradat/Pavel Golovkin/AFP

امريکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ (د اپريل ۱۵مه نیټه) د لسو روسي دیپلوماتانو د اخراجولو خبره کړې ده. همدا راز ويل شوي چې پر يو شمير روسي اتباعو هم بندیزونه لګول شوي دي.

دا بندیزونه د کريملن له خوا د تیر کال د هيکري بريد چې د «SolarWinds» سرغړونو په رسمي نوم ياديږي، په ځواب کې وضع شوي دي.

د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بايدن ادارې تر دې مخکې خبرداری ورکړې وو چې د تېر کال په ولسمشریزو ټاکنو کې به د لاس وهنې او پر څو امريکايي ادارو د هيکري بريدونو له کبله له کريملن څخه ځواب وغواړي او هغه بايد حساب ورکړي.

«پوتین غوښتل بایدن ته په انتخاباتو کي تاوان ورسوي»

ناټو د اوکراین پر سر روسيې ته خبرداری ورکړ

روسیه: له افغانستان د ځواکونو وتل د شخړې خطر لا زیاتوي

د امريکا په دې اقداماتو کې پر شپږو روسي شرکتونو چې د حکومت سره د سايبري فعاليتونو په برخه کې په همکارۍ تورن دي، بندیزونه شامل دي. 

پر دې سربیره ۳۲ نور روسي اتباع او ادارې تورنې شوي چې د امريکا د تېر کال په ټاکنو کې يې مداخله کړې ده او پر نورو سربيره یې ناسم معلومات خپاره کړي دي.

د سپينې ماڼۍ له خوا ويل شوي چې لس روسي ديپلوماتان به هم اخراج شي چې د روسیې د استخباراتي خدماتو استازي هم پکې شامل دي.

روسيه پر څه تورنه ده؟

د ولسمشر جو بايدن ادارې تر دې مخکې ويلي ول چې د تېر کال په ټاکنو کې د مداخلې ځواب به له کريملن څخه وغواړي. همدا راز ويل شوي ول چې د يو شمير فدرالي ادارو کمپيوتري معلوماتو د غلا کولو له کبله به هم له روسیې څخه د حساب غوښتنه وکړي. 

شک کیږي چې روسي هيکرانو د بريدونو په ترڅ کې کمپیوتري پروګرامونو یا سافت ويرونو ته زيان رسوونکي کوډونه داخل کړي دي څو دوی ته د امريکايي ادارو شبکو ته د لاس رسي لاره برابره کړې ده.

داسې انګيرل کیږي چې دغه هیکران لږ تر لږه د نهو ادارو د استخباراتي معلوماتو د شريکولو پروژو ته داخل شوي څو د حکومت محرم رازونه په لاس راوړي. 

پر دې هیکري بريدونو سربیره امريکایي چارواکو تېره میاشت دا ادعا هم کړې وه چې د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، په شخصي توګه د داسې عملياتو اجازه ورکړې وه څو یې له لارې له پخواني ولسمشر دونالد ترمپ، سره په بيرته ټاکل کيدو کې مرسته وشي.

پخواني ولسمشر دونالد ترمپ دې هیکري بريدونو ته ډېر اهميت نه وو ورکړی او د خپلې ادارې د هغو ارزونو په اړه یې شک څرګند کړې وو چې له مخې یې پر روسیې په دې بريدونو کې د لاس لرلو شک کيده. نوموړي بې له شواهدو وړاندې کولو ويلي ول چې چين او نه روسیه، ښايي په دې هیکري بریدونو کې لاس ولري.

ب.ج/ م.ج (FP, AP, Reuters)

زموږ له ارشیف څخه

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب