1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

«د واګنر امپراتورۍ د نیولو لپاره د کرملین تحرکات»

۱۴۰۲ تیر ۹, جمعه

د یوې رسنۍ د راپور له مخي، کرملین اوس غواړي چي د دغي خصوصي ملیشې سوداګري په افریقا او منځني ختیځ کي مهار کړي، په دې اړه د کرملین ډيپلوماسي د واګنر له بغاوت څخه لږ وروسته پیل سوه.

آرشيف انځور: په افريقا کې د واګنر مليشې
آرشيف انځور: په افريقا کې د واګنر مليشېانځور: French Army/AP/picture alliance

د واګنر مزدوري پوځي ملیشې ډلي، له بغاوت څخه وروسته، چي رسنیو د «کودتا» په نامه ونومول، کرملین اوس په ښکاره هڅه کوي چي دغه پوځي پراخېدونکې امپراتوري یومخ مهار کړي. 

د وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼي د راپور پر بنسټ، ټاکل سوې ده چي د روسيې د باندنیو چارو وزیر په دې اونۍ کي د مشق ته ولاړ سي او هلته له بشرالاسد سره د خبرو اترو پرمهال ووايي چي د واګنر جنګیالي نور هوري خپلواکي کړني نه سي کولای، پر دې سربېره د واګنر جنګیالي باید بېله اجازې له سورې څخه ونه وځي.

اړوند: پریګوژین: د پرځولو اراده مو نه لرله، هدف مو د واګنر ځواک ساتل وو

د دغه راپور پر بنسټ، د کرملین استازي په مالي برخه کي هم فعاله سوي، چي ویل کیږي،  د روسيې د باندنیو چارو وزارت لوړ پوړو چارواکو د جمهوري افریقا له ولسمشر سره تماس نیولی او هغه ته يې ډاډ ورکړی دی چي په افریقا کي به د روسیې سوداګري د دې بحران تر اغېز لاندي رانه سي.

له دغو ډیپلوماټیکو تحرکاتو څخه داسي ښکاري چي د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین په افریقا او منځني ختیځ کي د روسيې انډيوالانو ته ډاډ ورکوي چي خپلو سوداګریزو چارو ته د معمول سره سم دوام ورکوي، خو تر نوي مشرۍ لاندي.

په دې وروستیو کلونو کي د واګنر مشر یوګيني پريګوژین تر هرڅه لومړی خپله امپراتوري ډېره پراخه کړه، داسي ښکاري، چي د هغه سوداګریز شرکتونه یوازي په افریقا کي په سلهاوو میليونه ډالر ګټل.

د والسټرېټ ژورنال د راپور له مخي، د ګټو په سرچینې يې: له سوډان څخه د سرو زرو صادرات، عربي متحده اماراتو ته له افریقا څخه د الماسو صادرات او الوار لرګي پاکستان ته وړل شامل دي.

زموږ فېسبوک پاڼه

په ځانګړي ډول ویل کیږي چي پر اوکراین د روسيې د جګړې له پیل سره سم د واګنر ډلي د دې له پاره پراخي هڅي کړي دي چي له اروپا څخه دباندي خپل رول وغځوي. په مالي، سوریه او  مرکزي افریقا کي پر فعالیتونو سربېره دې ډلي په دې وروستیو کي په وینزویلا او سوډان کي له دولت ضد ډلو سره مرسته کړې ده، هایټي هم په فبروري میاشت کي واګنر ته د خپلو خدمتونو وړاندیز کړی دی.

د واګنر نژدې ۶ زره همکاران له روسيې او  اوکراین څخه دباندي په بېلا بېلو برخو کي فعالیت کوي، د بېلګي په ډول شخصي ساتني، د کانونو ساتنه، د تیلو د څاهانو ساتنه. 

د روسيې نفوذ په پراخیدو کي د واګنر رول

والسټرېټ ژورنال د راپور له مخي، د روسيې د نفوذ په پراخوالي کي د واګنر ډلي مالي لاسته راوړني هغه ډيري سرچینې دي چي په دې برخه کي يې روسيې ته لوی لاس ورکړی او په اوکراین کي عملیات د همدغو سرچینو څخه تامین سوي دي.

آرشيف انځور: د واګنر ډلې بنرانځور: Florent Vergnes/AFP

جي پېټرفام، د افریقا لویدیځ ساحل ته د امریکا مخکني لېږل سوي استازي دغي ورځپاڼي ته ویلي دي: «واګنر له روسيې سره مرسته کړې ده، ترڅو خپل نفوذ خپور کړي، همدا سبب دی چي د روسیې دولت دې ته زړه نه ښه کوي، چي دغه ډله څنډي ته کړي.» نوموړی زیاتوي، په ټوله سیمه کي واګنر ډلي روسي دولت ته دا امکان برابر کړی و، چي په سیمه کي له ټولو فعالیتونو څخه انکار وکړي.

اړوند: واګنر پوځي ډله: اوکراین کې جګړه به کلونو ته وغځيږي

کرملین له ډېرو کلونو راهیسي له واګنر مزدور ځواکونو سره خپل تړون نه منی. د کرملین ویاند دمیټري پسکوف د سې شنبې په ورځ ۲۷جون وویل، د روسيې دولت په مرکزي جمهوري افریقا کي د واګنر د پوځ له «سوداګرۍ» سره هیڅ تړون نه لري او روسیه له د غه هیواد سره د «دولت په کچه» همکاري لري او دا همکاري د دواړو خواوو د هوکړي پر بنسټ تضمین سوې او دوام به ولري.

پسکوف زیاتوي، د واګنر لښکرو  په جهوري افریقا کي یو «خپلواک تجارت» شروع کړی چي د روسيې په دولت پوري هیڅ اړه نه لري.

خو پوتین بیا په هغه ورځ د کرملین ویاند له څرګندونو سره هممهاله په لومړي وار اعتراف وکړ، چي د روسيې دولت له هغه لومړي سرڅخه د واګنر پریګوژین پوځیان «په بشپړه ډول مالي تامین» کړي دي.

اړوند: په ورونژ کې جګړه؛ پوتین د واګنر د ځواکونو پرمختګ «خیانت» وباله.

خو د امریکا مخکنی استازی پيټرفام بیا په دې اړه شک لري، چي روسي دولت دي په اسانۍ سره وکولای سي، د واګنر سوداګري مهار کړي. دی وايي: «پوښتنه داده، چي ایا هغوی کولای سي، چي د موضوع پېچلي اړخونه مدیریت کړي او په ډېرو مهارولو سره دغه پېچلتیاوي لیري کړي یا خیر.»

وال سټرېټ ژورنال همدارنګه په سوریه کي د واګنر د یو تن مخکني قوماندان له قوله لیکي، چي دی هم شکمن دی چي دغه سازمان یا بنسټ به وکولای سي، چي بېله بنسټ ایښوونکو څخه به وپايي.

زموږ یوټیوب دلته کتلای سی

یوګني پریګوژین، چي دامهال په بيلاروس کي دی، څو واري يې ویلي دي چي د ده پوځیان د روسيې دفاع وزارت سره له پيوستون څخه ځان ګوښه کوي، خو هغه دا ونه ویل چي آیا واګنر ډله به باندنۍ سوداګرۍ ته دوام ورکړي که نه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل