«څلور عربي هيوادونه پر ایران د اسرائيل د حملې ملاتړ نه کوي»
۱۴۰۳ مهر ۲۰, جمعهامریکايي ورځپاڼې «وال سټريټ ژورنال» د پنجشنبې په ماښام (د اکتوبر ۱۰مه) خبر ورکړ چې اردن، متحد عربي امارات، سعودي عربستان او قطر اعلان کړی دی چې نه غواړي چې له امریکا څخه پر ايران د اسرائيل د احتمالي حملې په تړاو ملاتړ وکړي.
والستريت ژورنال په خپل رپوټ کې د «امریکايي او عربي چارواکو» له قوله ویلي دي چې دغو څلورو هيوادونو چې په هغو کې امریکايي ځواکونه هم مستقر دي، د امریکا متحده ایالاتو حکومت ته خبر ورکړی دی چې دوی به اجازه ور نه کړي چې له پوځي زېربناو او هوايي حریم څخه ېې امریکا یا اسرائيل پر ایران د حملې له پاره استفاده وکړي.
د یادې امریکايي ورځپاڼې په حواله، د امریکا د دفاع وزارت چارواکو منلې ده چې دغه عربي هېوادونه همدارنګه نه غواړي چې د اسرائيل جنګي جیت الوتکې ېې له هوايي حریمه تيرې شي او یا امريکايي ځواکونه د هغوی له ځمکنيو یا هوايي سرحدونو په چوکاټ کې لاس په تهاجمي عملیاتو پورې کړي.
وروسته له هغې چې ایران د اکتوبر په سر کې پر اسرائيل شاوخوا ۲۰۰ بالستيک توغندي وار کړل، اسرائيل ګواښ وکړ چې په غچ کې به ېې پر ایران «وژونکې او ورانوونکې» حمله وکړي. وال ستريت د عربي چارواکو له خولې ويلي دي چې ایران به هم په دې صورت کې د اسرائيل غیرپوځي زيربناوې او همدارنګه هر هېواد چې پر ایران له حملې ملاتړ کوي، متقابلې حملې وکړي.
د «فلسطين اسلامي جهاد» ډلي قوماندان د وژنې ادعا
د اسرائيل پوځ اعلان وکړ چې د ایران له ملاتړه برخمنې د نیمه پوځي ډلې «فلسطين اسلامي جهاد» یو قوماندان محمد عبدالله، ېې وژلی دی. د اسرائيل پوځ ويلي دي چې عبدالله ېې د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې د مهاجرو په «نور شمس» کمپ کې وژلی دی. زیاته شوې ده چې دغه قوماندان د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر۱۰مه د اسرائيل په هوايي حمله کې وژل شوی دی.
د فلسطين اسلامي جهادي ډلې تر اوسه د محمد عبدالله، مړينه نه ده تائيد کړې. د اسرائيل پوځ په وروستيو ورځو کې د حماس او حزب الله ډلې د رهبرانو او مهمو غړو د وژلو ادعاوې کړي دي.
د فرانسې په بلنه د امنیت شورا بېړنۍ غونډه
په ملګرو ملتونو کې د لبنان سفير هادي هاشم، د اسرائيل او لبنان د حزب الله ډلي تر منځ د فوري اوربند غوښتونکی شو. هاشم د پنجشنبې په ماښام، د فرانسې په بلنه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په بېړنۍ غونډه کې وويل چې د اسرائيل حملې او بمبارۍ نشي کولی د لبنان له پاره امنیت او ثبات له ځانه سره ولري.
د لبنان سفير د درې هفته يې اوربند له پاره د فرانسې او امریکا د ګډ نوښته ملاتړ وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د اسرائيل سفير دني دانون، وويل چې د اسرائيل ځمکني ځواکونه به د حزب الله وړتیاوې تضعیف کړي او هغوی ته به اجازه ور نه کړي چې د اسرائيل خلکو پر ضد خپلو حملو ته ادامه ورکړي. هغه ټينګار وکړ چې هېواد ېې د ټولو لبناني او غېرلبناني وسله والو ډلو بې وسلې کول غواړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستيال سفير بيا پر دې ټينګار وکړ چې نړيواله ټولنه باید د لبنان د دولتي بنسټونو د تقویت له پاره خپلې هڅې تقویه کړي. په دغه غونډه کې امریکا او فرانسه د لبنان د پوځ د تقويت غوښتونکي شول.
دويچه ویله ف/م.ک.ص./ن.ز.